طالبانو په ایران باندې د امریکا او اسراییلو د بریدونو په اړه غبرګون وښود
د خامنه يي له مړینې څو ساعته وروسته، طالبانو په ایران باندې د امریکا او اسراییلو د بریدونو په اړه غبرګون وښود.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وویل چې په سیمه کې وروستي سیاسي او امنیتي پرمختګونه بې ساري کړکیچونه رامینځته کړي چې د ټولې سیمې د ثبات لپاره به اوږدمهاله منفي پایلې ولري.
هغه د یکشنبې په ورځ په خپل ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې وویل چې د طالبانو حکومت د اسراییلو او متحده ایالاتو لخوا په ایران د بریدونو او په دوام یې د ایران له خوا په خلیج هېوادونو د بریدونو په اړه "ژوره خواشیني" څرګنده کړه.
بلخي دا هم لیکلي چې د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د هیوادونو ملي حریم سرغړونه او د ملکي وګړو وژنه د غندلو وړ عملونه دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په ټولو خواوو غږ کړی چې د یو بل د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی وکړي او سمدلاسه پوځي عمل بند او د کړکیچ د خپریدو د مخنیوي لپاره د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې خپل اختلافات حل کړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دوه اونۍ وړاندې د ایران راډیو پښتو څانګې ته ویلي وو چې "افغان ولس چمتو دی په ایران باندې د برید په صورت کې "تر هغه چې امکان ولري خواخوږي او همکاري وکړي".
د ایران په پلازمېنه تهران کې نن یکشنبې د څو چاودنو غږونه واورېدل شول.
د ازادۍ راډیو د ایران د څانګې راډیو فردا د راپور له مخې د جماران په نوم خبري ویبپاڼې خبر ورکړی چې دا چاودنې د تهران په شمال او ختیځ کې شوې دي.
خبر زیاتوي چې د تهران په نورو برخو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي.
د ایران سپاه پاسداران ځواک ته نژدې فارس خبري آژانس هم خبر ورکړی چې د تهران ښار د سیدخندان او قصر څلور لارې په سیمو کې د توغنديو او هوايي حملو غږونه اورېدل شوي دي.
همداراز د اسراییلو پوځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دې هېواد هوايي ځواک (همدا شېبه) د پلازمېنې تهران په زړه کې د ایران د تروریستي رژیم پر اهدافو د پراخو حملو څپه پیل کړې ده.
پر تهران د حملو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې د ایران وسله وال ځواکونو د عراق په کردستان او همداراز د خلیج په څو هېوادونو کې د امریکا اهداف د توغندیو او هوايي حملو په وسیله ویشتلي دي.
په ایران کې درنې چادونې
د ایران حکومت نن یکشنبې تایید کړه چې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز او د دفاع وزیر د امریکا او اسراییلو د حملې په لومړۍ څپه کې وژل شوي دي.
راډیو فردا خبر ورکوي چې لوی درستیز عبدالرحیم موسوي او دفاع وزیر عزیز نصیرزاده د هغو جګپوړو ایراني چارواکو پر اوږد لیست ورزیات شول چې د شنبې په ورځ وژل شوي دي.
ایراني چارواکو مخکې د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د لوی مشر محمد پاکپور او د لوی مذهبي مشر د سلاکار او د دفاع د شورا د منشي علي شمخاني د وژل کېدو خبرونه هم تایید کړی وو.
سپاه پاسداران ته د نژدې تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې دا چارواکي ټول د دفاع د شورا په غونډه کې وژل شوي دي.
پخوا څو نورو سرچینو خبر ورکړی و، چې د شنبې ورځې په ناڅاپي حملو کې د ایران د حکومت څلویښت چارواکي وژل شوي دي، خو دا ارقام تراوسه رسمي چارواکو نه دي تایید کړي.
ټرمپ ایران ته د ځوابي بریدونو خبرداری ورکړی دی
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د ایران اسلامي جمهوریت پاتې شویو چارواکو ته خبرداری ورکړ چې پر امریکا د ځوابي ضربې له وهلو ډډه وکړي.
ښاغلي ټرمپ نن سهار وختي پر خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل ولیکل، ایران اوس اعلان کړی چې غواړي موږ ته تر پخوانیو هغو سخته ضربه راکړي خو ده خبرداری ورکړ چې دا کار دې نه کوي ځکه که داسې وشي نو داسې سخته ضربه به ورکړل شي چې تراوسه به یې نه وي لیدلې.
د ایران حکومت د شنبې ورځې په ماښام له څو ساعته ځنډ وروسته تایید کړه چې لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي د متحدوایالتونو او اسراییلو د حملو په لومړۍ څپه کې وژل شوی دی.
د آزادۍ راډیو د ایران د څانګې راډیو فردا د راپور له مخې د خامنه يي له وژل کېدو وروسته د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف او د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني امریکا ته د خبرداري جلا پیغامونه ورکړل.
لاریجاني له دولتي ټلویزیون سره په خبرو کې په سیمه کې د امریکا پوځي اډو ته ګواښ وکړ او ویې ویل چې امریکا او صهیونیستي رژیم [اسراییل] د ایران د ملت زړه ته اور واچاوه او ایران به هم د هغوی زړه وسوځوي. نوموړي زیاته کړه چې د ایران وسله وال ځواکونه ژمن دي چې دې بهیر ته به دوام ورکوي.
همداراز قالیباف وویل چې ایران ټولو سناریوګانو ته چمتو دی او حتی د امام خامنه یي له مړینې د وروسته دورې لپاره هم پلانونه چمتو شوي دي.