د پاکستان په کراچۍ ښار کې د امریکا پر قونسګري برید
د پاکستان په کراچۍ ښار کې نن یکشنبې (د کب ۱۰مه) د امریکا پر قونسلګرۍ د سلګونه قهرجنو معترضانو د برید پرمهال لږترلږه ۹ کسان وژل شوي دي.
پولیسو د دې کسانو وژل کېدل تایید کړي خو د پېښې د څرنګوالي په اړه یې څه نه دي ویلي. د پېښې د قربانیانو هویت هم نه دی معلوم.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د امریکا قونسلګرۍ تراوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي خو یوه ډيپلومات ویلي چې دوی خوندي دي.
د آزادۍ راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې نهه کسان وروسته له هغه ووژل شول چې له امنیتي ځواکونو سره د امامیه مذهبي تعلیمي مرکز د زده کوونکو د نښتې راپورونه ورکړل شول.
د فرانسپرس خبري آژانس د خبر له مخې پولیسو د معترضانو د تیت و پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست.
د پاکستان له نورو برخو څخه هم د ورته اعتراضونو راپورونه رارسېدلې دي.
فرانسپرس همداراز خبر ورکوي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې هم زرګونه مسلمانانو نن د امریکا د برید او د خامنه يي د وژل کېدو په غبرګون کې اعتراض وکړ. معترضان د کشمیر په مرکز سرینګر کې راټول شول او د امریکا او اسراییل پرضد شعارونه یې ورکړل.
د کراچۍ برعکس د کشمیر اعتراضونه سوله ایز و.