د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۵

ژوندی هیګسټ: د ایران پر ضد پوځي عملیات به په "بې‌ پایه جګړه" بدل نه شي (ژوندی بلاګ)

د ایران د رهبر ایت الله علي خامنه يي، د وسله والو ځواکونو لوی درستیز او د دفاع وزیر د وژنې راپورونه تایید شوي.

۱۹:۰۱

د خامنه يي مېرمنې هم ساه ورکړه

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د خامنه يي میرمن د اسراییلو په برید کې وژل شوې ده. ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ، د مارچ په لومړۍ نیټه د ایران د وژل شوي رهبر ایت الله علي خامنه يي د مېرمنې منصوره خجسته باقرزاده مړینه تایید کړه.

د راپور له مخې، د علي خامنه يي میرمن د شنبې په ورځ د ایران د رهبر په استوګنځي کوما ته تللې وه او اوس یې ساه ورکړې ده.

منصوره خجسته باقرزاده په ۱۳۴۳ کال کې له علي خامنه يي سره واده کړی و، چې له هغې څخه یې شپږ ماشومان درلودل: مصطفی، مجتبی، مسعود، میثم، بشری او هدی.

د شنبې په ورځ په برید کې، د علي خامنه يي یوه لور، نږور، زوم او لمسی هم د هغې سره وژل شوي.

۱۸:۴۰

پرایران د اسراییل او امریکا د بریدونو دریمه ورځ

پر ایران د اسراییل او امریکا د بریدونو دوام.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:28 0:00
۱۸:۳۴

هیګسټ: د ایران پر ضد پوځي عملیات به په "بې‌ پایه جګړه" بدل نه شي

د امریکا د دفاع "جنګ" وزیر د دوشنبې په ورځ په پنټاګون کې یوې خبري غونډې ته وویل: د ایران پر ضد پوځي عملیات به په "بې‌ پایه جګړه" بدل نه شي او هدف یې د تهران "د توغندویي، سمندري ځواک او نورو امنیتي بنسټونو له منځه وړل" دي.

پیټ هېګسټ ټینګار وکړ چې د امریکا بریدونه "په دقیق او پراخ ډول" ترسره کېږي.

هغه همدارنګه وویل: د اسلامي جمهوریت پر ضد جګړه د "ملت جوړونې" یا په ایران کې د "ډیموکراسۍ د ټینګولو" هڅه نه ده او واشنګټن نه غواړي په اوږدمهالو سیاسي پروژو کې ښکېل شي.

د امریکا د دفاع وزیر په وینا، دغه هېواد "د بریا لپاره جګړه کوي" او نه به وخت او نه هم د خپلو ځواکونو ژوند د خوښې وړسیاسي جګړو کې ښکیل کړي.

۱۸:۲۸

امریکایي او کویټي چارواکو تایید کړه چې درې امریکایي جت الوتکې په کویټ کې را لویدلې دي

امریکایي پوځي چارواکو وویل چې درې جنګي الوتکې په کویټ کې وروسته له هغې ولوېدې چې د کویټ د هوايي مدافعې ځواکونو له خوا په اشتباهي ډزو وویشتل شوې. دا د ایران په وړاندې د امریکا او اسرائیل د جګړې له پیل راهیسې، چې د شنبې په ورځ پیل شوه، د امریکایي الوتکو د نسکورېدو لومړۍ پېښه ده.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ سینټکام نن دوشنبې د مارچ په ۲مه په یوه اعلامیه کې وویل چې د درېیوایف - ۱۵الوتکو ټول شپږ تنه عمله له الوتکو څخه ژوندي وتلي او د پراشوټونو په وسیله ځمکې ته راکوز شول چې وروسته د ژغورنې ټیمونو هغوی وموندل.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې پېښه په سیمه ییزوخت د سهار شاوخوا اته بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې الوتکې په "فعالې جګړې" چې پکې د ایراني الوتکو، بالستیک توغندیو او بې ‌پیلوټه الوتکو بریدونه شامل وو، بوختې وې.

د کویټ دفاع وزارت هم تردې مخکې په یوه اعلامیه کې د څو الوتکو د لوېدو راپور ورکړی او ویلي و چې عمله یې ژغورل شوې او روغتونونو ته لېږدول شوې. خو په دغې اعلامیه کې د پېښې د لامل په توګه د خپلمنځي ډزو یادونه نه وه شوې.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې لږ تر لږه یوه الوتکه له اسمانه را لویږي او یو کس د کویټ د الجهراء ښار پر سر د پراشوټ په وسیله ښکته کېږي.

په داسې حال کې چې جګړه خپلې درېیمې ورځې ته داخله شوې، پرایران د امریکا او اسرائیل په ګډو بریدونو کې چې واشنګټن ورته د "اپرېشن اپیک فیوري" نوم ورکړی تر اوسه د امریکا د پوځ د لږ تر لږه څلورو سرتېرو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. امریکایي رسنیو ویلي چې د وژل شویو درې سرتېري یې د لوژستیکي ملاتړد ډلې غړي وو چې کویټ ته استول شوي وو.

په همدې پېښه کې د امریکا د پوځ لږ تر لږه شپږ نور سرتېري هم ټپیان شوي دي.

ایران د هوايي بریدونو په ځواب کې د فارس خلیج شاوخوا د امریکا پر پوځي تاسیساتو او ښارونو د ډرونونو او توغندیو پراخ بریدونه کړي دي.

چارواکو وویل چې څلورم امریکایی د مارچ په ۲مه وروسته له هغې ساه ورکړه چې د ایران د لومړنیو بریدونو پر مهال سخت ټپي شوی و. دا روښانه نه وه چې نوموړی په کویټ کې ټپي شوی و او که په بل ځای کې. ایران د فبرورۍ په ۲۸ په توغندویي بریدونو کې د بحرین په مانامه ښارکې دیره د امریکا د سمندري ځواک د پنځمې قومندانۍ قرارګاه په نښه کړې وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG