امریکایي او کویټي چارواکو تایید کړه چې درې امریکایي جت الوتکې په کویټ کې را لویدلې دي
امریکایي پوځي چارواکو وویل چې درې جنګي الوتکې په کویټ کې وروسته له هغې ولوېدې چې د کویټ د هوايي مدافعې ځواکونو له خوا په اشتباهي ډزو وویشتل شوې. دا د ایران په وړاندې د امریکا او اسرائیل د جګړې له پیل راهیسې، چې د شنبې په ورځ پیل شوه، د امریکایي الوتکو د نسکورېدو لومړۍ پېښه ده.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ سینټکام نن دوشنبې د مارچ په ۲مه په یوه اعلامیه کې وویل چې د درېیوایف - ۱۵الوتکو ټول شپږ تنه عمله له الوتکو څخه ژوندي وتلي او د پراشوټونو په وسیله ځمکې ته راکوز شول چې وروسته د ژغورنې ټیمونو هغوی وموندل.
د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې پېښه په سیمه ییزوخت د سهار شاوخوا اته بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې الوتکې په "فعالې جګړې" چې پکې د ایراني الوتکو، بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه شامل وو، بوختې وې.
د کویټ دفاع وزارت هم تردې مخکې په یوه اعلامیه کې د څو الوتکو د لوېدو راپور ورکړی او ویلي و چې عمله یې ژغورل شوې او روغتونونو ته لېږدول شوې. خو په دغې اعلامیه کې د پېښې د لامل په توګه د خپلمنځي ډزو یادونه نه وه شوې.
په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې لږ تر لږه یوه الوتکه له اسمانه را لویږي او یو کس د کویټ د الجهراء ښار پر سر د پراشوټ په وسیله ښکته کېږي.
په داسې حال کې چې جګړه خپلې درېیمې ورځې ته داخله شوې، پرایران د امریکا او اسرائیل په ګډو بریدونو کې چې واشنګټن ورته د "اپرېشن اپیک فیوري" نوم ورکړی تر اوسه د امریکا د پوځ د لږ تر لږه څلورو سرتېرو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. امریکایي رسنیو ویلي چې د وژل شویو درې سرتېري یې د لوژستیکي ملاتړد ډلې غړي وو چې کویټ ته استول شوي وو.
په همدې پېښه کې د امریکا د پوځ لږ تر لږه شپږ نور سرتېري هم ټپیان شوي دي.
ایران د هوايي بریدونو په ځواب کې د فارس خلیج شاوخوا د امریکا پر پوځي تاسیساتو او ښارونو د ډرونونو او توغندیو پراخ بریدونه کړي دي.
چارواکو وویل چې څلورم امریکایی د مارچ په ۲مه وروسته له هغې ساه ورکړه چې د ایران د لومړنیو بریدونو پر مهال سخت ټپي شوی و. دا روښانه نه وه چې نوموړی په کویټ کې ټپي شوی و او که په بل ځای کې. ایران د فبرورۍ په ۲۸ په توغندویي بریدونو کې د بحرین په مانامه ښارکې دیره د امریکا د سمندري ځواک د پنځمې قومندانۍ قرارګاه په نښه کړې وه.
د جرمني صدراعظم وایي، پر ایران د اسراییل او امریکا له خوا بریدونه ځینې خطرونه هم له ځان سره لري
د جرمني صدراعظم فریدریخ میرڅ وایي، پرایران د اسراییل او امریکا له خوا بریدونه ځینې خطرونه هم له ځان سره لري.
میرڅ د یکشنبې په ورځ په برلین کې وویل: "د دغو پوځي بریدونو هدف دادی چې د یوه کمزوري رژیم ویجاړوونکې لوبه پای ته ورسوي، خو دا کار له خطره خالي هم نه دی."
د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې میرڅ وویل هېڅوک نه پوهېږي چې "د ایران سخت غچ اخیستونکي بریدونه به سیمه د څه ډول کړکېچ پرلور بوځي" او یا دا چې "ایا له بهره د پوځي بریدونو له لارې په دننه کې د سیاسي بدلون د رامنځته کولو پلان به بریالی شي که نه."
میرڅ زیاته کړه چې د ایران د کورني سیاسي وضعیت درک کول ستونزمن دي او د لویدیځ هغه مداخلې چې په افغانستان، عراق او لیبیا کې یې کړي، ښایي یوازې تریوه حده د دې هیواد له شرایطو سره سمون ولري. نوموړي د لنډ مهاله ریښتیني خطرونو یادونه وکړه او ویې ویل چې له پایلو به یې موږ په جرمني او نوره اروپاکې هم اغیزمن شو.
د جرمني صدراعظم په ایران کې د ملايانو رژیم یو ترهګریز رژیم وباله چې د ده په خبره له لسیزو راهیسې د خپلو وګړو د ځپلو مسؤل دی."
په منځني ختیځ کې له کړکیچ سره د تیلو بیې لوړې شوي
پرایران د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته او په سیمه کې د جګړې له پراخیدو سره د تیلو بیه لس سلنه زیاته شوې.
د یکشنبې په ورځ د برینټ اومه تیلو د یوه بیرل بیه شاوخوا اتیا ډالرو ته پورته شوه. د رویترز په وینا کارپوهان اټکل کوي چې په منځني ختيځ کې د روانې جګړې له امله به ښایي د یوه بیرل تیلو بیه ترسل ډالرو پورې اوچته شي. د رویترز د راپورله مخې په داسې حال کې چې پوځي بریدونه په خپله د تیلو د بیو د زیاتوالي سبب شوي، د هرمز تنګي بندول یې یو مهم فاکتوربلل کیږي. د نړۍ څه باندې شل سلنه تیل د هرمز تنګي له لارې لیږدول کیږي. یوشمیرسرچینو ویلي، وروسته له هغې چې تهران کشتیو ته خبرداری ورکړچې له هرمز تنګي څخه دې له تیریدو ډډه وکړي، د اومه او نورو تیلو او اوبلن ګازو لیږدونکو کشتیو خپل فعالیتونه درولي دي.
پر ایران د بریدونو دریمه ورځ؛ ایران هم ځوابي حملې کړي
نن پر ایران د اسراییلو او امریکا د بریدونو دریمه ورځ ده. دوشنبه سهار وختي د اسراییلو پوځ تایید کړه چې پر تهران یې د بریدونو تازه لړۍ پیل کړې.
د ایران تسنیم خبري اژانس منلې چې تهران کې درنې چاودنې شوې دي.
په ځواب کې یې ایران بیا په اسراییلو او خلیج هېوادونو ډرون او توغندیز بریدونه کړي.
د قطر پلازمینه دوحه او د بحرین پلازمینه منامه کې له سهاره د خطر زنګونه لګېدلي او د چاودنو غږونه اورېدل شوي.
د اماراتو ګڼمېشتی او تجارتي ښار دوبی او د عراق د کردستان اقلیم اربیل کې هم چاودنې شوې دي.
په خلیج هېوادونو کې لسګونه کسان د ایران په بریدونو کې ټپیان شوي او لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي.
اخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د دریو امریکايي عسکرو په وژل کېدو سخت خواشینی دی. هغه دا خبره بېګا پر ایران د بریدونو په اړه د جزییاتو د بیان په وخت وکړه.
ټرمپ وویل چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ سنټکام په حواله دری امریکايي سرتیري یکشنبه وژل شوي. د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۵ امریکايي عسکر سخت ژوبل دي.
ایران په سیمه کې د امریکا پوځي اډې تر ډرون او توغندیزو بریدونو لاندې راوستي.