د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ کب ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۱
پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه
پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه

پر ایران د اسراییل او امریکا د همغږي برید وروستي جزییات

اسراییل اعلان کړی دی چې له امریکا سره په همغږۍ یې پر ایران بریدونه کړي دي.

۱۲:۱۲

پر ټولنیزو رسنیو یوشمېر ځایي خبریالانو د بریدونو ویډیوګانې هم خپرې کړي دي.

که څه هم تراوسه د بریدونو اهداف نه دي مشخص شوي، خو تهران او څو نورو ښارونو کې ځینې ودانۍ لګیدلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دوی غواړي په دغو بریدونو سره د ایران توغندیز سیستم له منځه یوسي.


۱۲:۰۷

اسراییل او امریکا اعلان کړی چې پر ایران یې همغږي بریدونه پيل کړي

اسراییل وایي ( د ایران د ګواښونو د مخنیوي لپاره یې) پر دغه هېواد نن بریدونه پيل کړي دي.

له دې سره همهاله د ایران کورنیو رسنیو په پلازمېنه تهران کې د څو چاودنو راپور ورکړی دی.

په تهران کې چاودنې د جمهوري واټ او پاستور میدان شاوخوا کې شوي دي.

چاودنې په ځایي وخت سهار مهال لس بجې شوې دي.

تراوسه په کې د مرګ ژوبلې او زیانونو راپورونه نه دي ورکړل شوي.

په رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د چاودنو له ځایه لوګي پورته کیږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم شیبه مخکې اعلان وکړ چې پر ایران یې پراخ بریدونه پيل کړي دي.

بل لورته د فرانسې خبري اژانس په بیت المقدس کې " د جدي خبرداري" رپور ورکړی دی او ویلې یې دي چې اسراییل کې د خطر زنګ وهل شوی دی.

اسراییل فکر کوي چې ایران به یې د بریدونو ځواب ورکړي.

د اسراییل دولت په رسمي پاڼه لیکلي، د ایران د ګواښونو د مخنیوي لپاره یې دغه بریدونه کړي دي.

رویټرز اژانس د ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دوی به د اسراییل او متحده ایالتونو دغو بریدونو ته ځواب ووایي.


XS
SM
MD
LG