د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۵

یو ځوان په جلال اباد کې، ګرځنده کافي شاپ جوړ کړی

د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په یو له ګڼه ګونې ډک واټ، موټر کې ګرځنده کافي شاپ، څښاک او خوراک. دا کار دلته ډیرو ته نوی دی.

په یو وړوکي بار وړونکي موټر دا جوړ شوی کافي شاپ، دننه او بهر په څراغونو سینګار دی، چېد شپې د خلکو پام ځانته ډیر اړوي.

خوراک او څښاک دې موټر نه د یوې لویې کړکۍ له لارې غوښتونکو ته ورکول کېږي.

د دې ګرځنده کافي شاپ خاوند د کابل ولایت اصلي اوسېدونکی ۲۳ کلن سیدعبید سادات دی.

دی وایي د قضا او څارنوالۍ په برخه کې یې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې دي، خو خپل ځان او نورو ته یې د کار موندنې لپاره اوس لار بدله کړې ده.

دا چې د سیدعبید دې کارته څنګه پام شو، ازادي راډیو ته یې وویل:

"زه ترکیې ته په سفر لپاره تللی وم. لومړی ځل مې دا شان کافي شاپ په استانبول کې ولیدو، هلته یو پارک و،ورته څیرمه ولاړ و، خوښ مې شو، همغه وخت مې فکر وکړ چې دا باید په افغانستان کې جوړ کړم، ځکه دا یو انتیک، جالب او ښایسته شی و چې د خلکو پام ځان ته اړوي."

خو سید عبید وايي دا ورته اسانه نه وه، او د کافي شاپ په بڼه د دې موټر جوړولو یې ډیر وخت ونیوو او پرزې یې ان له ترکیې راوغوښتې:

"دا موټر تقریباََ د اته میاشتو په جریان کې جوړ شو، په همدې جریان کې یې انتقال هم وشو، افغانستان ته ورسېد او فتینګ یې همدلته بشپړ شو."

په دې ګرځنده کافي شاپ کې څو ډوله خواړه او څښاک مشرتیانو ته ورکول کېږي؛ لکه قهوه، جوس، د شیدو چای، برګر، شورمه، بریاني او سوپ.

سید عبید سادات وایي د دې کافي شاپ له جوړولو یې یوازې دوه میاشتې تېرېږي او څلور نور ځوانان ورسره کار کوي؛ چې دوه پخلی کوي او دوه نور په خرڅلاو بوخت وي .

که څه هم دا کافي شاپ په یو موټر کې جوړ شوی او ګرځنده دی، خو سید عبید وایي، ډېر وخت په یو ځای ولاړ وي، ځکه په خبره یې مشتریان یې اوس دلته بلد دي.

دی زیاتوي چې له دې نوښت یې خلکو پراخ هرکلی کړی او خوښ کړی یې دی.

د نوموړي په خبره اوس چې د روژې میاشت ده هم دا کافي شاپ فعاله دی او له ماښامي تر پیشنمي کار کوي.

له ښاغلي سادات مې وپوښتل چې غواړې دا کار پراخ کړې؟

هغه وویل:

"زه پلان لرم چې په راتلونکي کې ډېر داسې ګرځنده کافي شاپونه جوړ کړم، د افغانستان ټولو ۳۴ ولایتونو کې، زه یو شرکت جوړم چې تر اوسه یې ۳۰ تر ۴۰ سلنه کار مخته ولاړ دی."

نوموړی زیاتوي چې دا کار یوازې یوه شخصي تجربه نه ده، بلکې ځوانانو لپاره یوه نوې الګو هم کیدای شي؛ هغوی چې په خبره یې له هڅونې ورهاخوا عملي ملاتړ ته هم اړتیا لري.

داسې مهال چې په افغانستان کې ځوانان له بېکاري شکایت کوي وايي چې شخصي کار لپاره ډیره سرمایه هم نه لري، سید عبید سادات ټینګار کوي چې نوښت او جرات کول پکار دي.

دی وایي، هر ځوان چې د کار لپاره کوم فکر لري، که ورته ډیر عادي هم ښکاري عمل دې پرې وکړي، پرمختګ بیا ورسته قدم په قدم ترلاسه کېږي.

XS
SM
MD
LG