د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ کب ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۷

له کابل او اسلام اباده د اوربند غوښتنه، طالبان ادعا کوي، اسلام اباد او نورو ځایونو کې یې پوځي اهداف ویشتي

Breaking News
Breaking News

د سیمې یو شمیر هیوادونو د جمعې په ورځ له کابل او اسلام اباد څخه د خبرو او سملاسي اوربند غوښتنه وکړه .

د جرمني خبري اژانس په کابل او اسلام اباد کې د چارواکو له قوله وايي چې د قطر، سعودي عربستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.

دغه راز روسيې هم په دواړو خواوو غږ کړی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره سملاسي خبرو ته سره کیني او اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

د ډیورند کرښې په اوږدو کې تیره شپه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمینځ درنې نښتې وشوې چې دواړو خواوو ته یې تلفات اړولي دي.

دغه راز پاکستاني الوتکو تیره شپه په کابل ، پکتیا او کندهار کې یو شمیر اهداف په نښه کړل.

طالبانو وویل چې ددفاع وزارت هوايي ځواکونو نن غرمه مهال پاکستان کې دننه هوايی بریدونه کړي دي چې پلازمینه اسلام اباد کې فیض اباد ښارته نږدې یوه پوځي اډه ، او دغه راز په نوښار او جمرود کې پوځي تاسیسات په نښه شوي دي. دا ادعا تر اوسه د خپلواکو منابعو لخوا تایید شوې نه ده او پاکستاني اړخ هم تراوسه ددغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG