اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل پنځم کال ته ننوځي، چې د دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې په اروپا کې ترټولو خونړي جګړه ګڼل کیږي.
په داسې حال کې چې اوکرایني سربازان په کنګل شویو مورچو کې د سختو بریدونو څخه مخنیوی کوي ، ملکي وګړي یې د شپې د ډله ایزو ډرون او توغندیو بریدونو سره مخ دي چې د ژمي د سختې هوا په جریان کې یې د انرژۍ رسولو مخه نیولې ده.
د تلفاتو ارقام توپیر لري، خو یو وروستي راپور د وژل شویو، ټپیانو او ورک شویو شمیر ۱.۲ ملیون روسان او ۵۰۰،۰۰۰-۶۰۰،۰۰۰ اوکراینیان ښودلي دي.
دې جګړې په ملیونونو اوکراینیان له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي. نړیوال بانک اوکراین کې د جګړې د پیل د کلیزې په مناسبت وویل چې د اقتصاد رغونه به په یوه لسیزه کې ۵۸۸ ملیارد ډالر لګښت ولري.
خو د بیارغونې له پیل مخکې ، جګړه باید پای ته ورسیږي.
د سولې خبرې
د امریکا په مشرۍ د سولې مذاکراتو، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د واک له ترلاسه کولو وروسته پیل کړي، کوم څرګند پرمختګ یې نه دی کړی - که څه هم د اوکرایني چارواکو په وینا، نورې خبرې اترې ممکن د دې اونۍ په وروستیو کې ترسره شي.
د تیرې اونۍ د خبرو اترو په جریان کې، د امریکا لوی استازي سټیف ویټکوف پرته له نورو جزئیاتو وویل چې "معنا لرونکی پرمختګ" شوی، او زیاته یې کړه چې "دواړه خواوو موافقه وکړه چې ... د یوې معاملې په لور کار ته دوام ورکړي."
دسیاسي چارو کارپوه انتون پینکوفسکي ازادي راډیو ته وویل:
زه فکر کوم چې د وخت په تیریدو سره دواړه خواوې د متحده ایالاتو څخه خورا قوي فشار احساسوي – هم اقتصادي او په بهرني سیاست کې فشار.
هغه وویل: "اوس، په حقیقت کې، موږ د دواړو خواوو څخه د سیمو، د ډونباس مسئلې په اړه ډیرې او ډیرې مشخصې پوښتنې اورو."
د څو میاشتو خبرو اترو نه وروسته، د سیمو موضوع د سولې دخبرو یوه اصلي لانجمنه مسئله ده.
روسیه غواړي چې اوکراین هغه سیمې وروسپاري چې لاهم د هیواد په ختیځ ډونباس سیمه کې یې په لاس کې دي او مسکو په جنګ تراوسه لاندې کړي نه دي.
دا هغه مسئله ده چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي یې له منلو ډډه کړې او ویلي یې دي چې ټولپوښتنې یا ریفرنډم ته اړتیا لري او اوکراینیان به یې هیڅکله وو نه مني.
زیلنسکي ددوشنبې په ورځ ( د فبروري په ۲۳مه) سرتیرو ته وینا کې وویل "اوکراین تسلیمیدای نشي" او روسیه مجبوریدلای شي چې له جګړې لاس واخلي.
زیلنسکي زیاته کړه :
اوکراین اوس په خپلو دریځونو کې دی، په قوي دریځونو کې. موږ ډیر ګوزارونه زغملي دي. اوکراین د ټولو بریدونو سره سره ژوند بیرته رغوي او ساتنه یې کوي، او د ټولو تیریو په وړاندې مقاومت کوي،
په کیف کې مراسم
د فبروري په ۲۴مه، چې د جنګ د پیل د کلیزې ورځ ده، زیلینسکي د ویډیو لینک له لارې د اروپا پارلمان ته وینا کوي اوپه کیف کې به د اروپایی اتحادیې لوړ پوړي مشران استقبال کړي.
د اروپايي اتحادیې د اعلامیې له مخې، د اروپايي کمیسیون مشره اورسولا وان ډیر لاین او د اروپايي شورا رئیس انتونیو کوستا به په دغو مراسمو کې ګډون وکړي او د انرژۍ هغه تاسیسات وویني چې د روسیې د توغندیو بریدونو کې زیانمن شوي دي.
ښاغلي کوستا کیف ته د سفر په درشل کې وویل:
اروپایي اتحادیه د اوکراین د خلکو ترڅنګ په کلک عزم او ثبات ولاړه ده - د هغو کسانو سره چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، هغه کسان چې ټپیان شوي دي، او ټول هغه کسان چې دا ظالمانه کړاو زغمي.
هغه زیاته کړه: "د څلورو کلونو په تیریدو، موږ بیا ټینګارکوو چې زموږ ملاتړپیاوړی، متحد او ثابت پاتې دی."
اروپايي هېوادونه هڅه کوي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د اوکراین لپاره پوځي ملاتړ کې د پام وړ کموالی جبران کړي. اروپايي هیوادونه اوس په داسې حال کې چې کیف ته خپله هم اکمالات رسوي،د ناټو د یوې طرحې له مخې، د اوکراین لپاره د امریکا وسلې او نور پوځي تجهیزات پیري.
تیرکال اروپايی هیوادونو، کاناډا او نورو متحدینو اوکراین سره د مرستو او ملاتړ د همغږۍ لپاره او دغه راز له جګړې وروسته په دغه هیواد کې دسولې ساتنې د یو ماموریت لپاره یو ایتلاف جوړ کړ.
دغه ایتلاف د سه شنبې په ورځ (د فبرورې په ۲۴ مه) انلاین غونډه کوي. د بریتانیې صدراعظم کیرستارمر او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون دغونډې کوربانه وي.
د بریتانیې دفاع وزیر جان هیلي په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پیل د کالیزې په درشل کې ولیکل چې دی غواړي د برتانیې هغه دفاع وزیر وي چې اوکراین کې یې بریتانوي عسکر ځای پرځای کړل ، ځکه چې دا به د جګړې دپای په معنی وي.
د امنیت ضمانتونه
په اوکراین کې د لویدیځو سرتیرو محتمل ځای پرځای کیدل،د سولې لپاره د کیف د مهمو غوښتنو څخه ده.
کیف غواړي داسې د اعتبار وړ امنیتي ضمانتونه ترلاسه کړي ترڅو مسکو په جګړه کې له وقفې په استفاده بیا ځان تجهیز نه کړي اود جبهې په لیکو برید ونه کړي.
دا یوه ډیره پیچلې مسئله ځکه ده چې د روسیې چارواکو په تکرار ویلي چې اوکراین ته د لویدیځو ځواکونو استول ورته د منلو وړ نه دي.
ډیری شنونکي په دې باور دي چې روسیه په واقعیت کې سوله نه غواړي.
د شاهي متحدو خدماتو دمطالعاتو د انستیتیوت څیړونکي جاک واټلینګ د فبروري په ۲۳ مه ولیکل د روسیې پلان دادی چې د وخت په تیریدو سره د اوکراین مقاومت کمزوری کړي.
هغه وايي :
روسان باور لري چې دوی کولی شي جګړې ته تر ۲۰۲۷ کال پورې دوام ورکړي او د خبرو اترو روانه پروسه په ناټو کې درز اچولو لپاره یوه وسیله ګڼي.
د فبروري په ۲۳مه، ولسمشر پوتین هغو سرتیرو ته د مډالونو د ورکولو په مراسمو کې چې اوکراین کې یې جګړه کړې، داسې نه ښکاریده چې اوکراین کې د خپلې جګړې د ختمولو په لټه کې وي.
پوتین دغو سرتیرو ته وویل: "تاسو د روسیې لپاره په کلکه ولاړ یاست."
هغه زیاته کړه:
موږ په ټولو هغو کسانو ویاړو چې خپل ژوند یې په خطر کې اچولی، په زړورتیا او شجاعت اوروسیې سره په مینې ، زموږ په پولو ولاړ دي،
پوتین د کریملین خبره بیا تکرار کړه چې وايی روسیه له خپل ځان دفاع کوي خو په واقعیت کې روسیې د اوکراین پراخې ځمکې لاندې کړي او د نورو ځمکو د نیولو هڅه هم کوي.
په داسې حال کې چې اوکراین کې جګړه پنځم کال ته ننوځي ، ددغه هیواد په ختیځ کې د کراماتورسک ښار چې د روسي ځواکونو له پراخ بمبارد سره مخ شوی ، یوې اوسیدنکې یې د ازادي اروپا راډیو د تصویر اخیستونکو یو ټیم ته په څرګندونو کې د سولې لپاره خپله هیله څرګنده کړه.
هغې وویل: " کاشکي دوی په یوه ښه شی موافقه وکړي. مونږ ورته دعا کوو. خلک ډیرکړیدلي دي. "
خو کله چې هغې خپلې دغه خبرې پای ته ورسولې دیوې زورورې چاودنې غږ واوریدل شو.