د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۴

یوناما: ننګرهار کې د پاکستان په وروستي برید کې د ښځو او کوچنیانو په شمول لږترلږه ۱۳ ولسي کسان وژل شوي

یوناما ، افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت وايي د ننګرهار په بهسودو او خوګیاڼیو ولسوالیو کې د پاکستان وروستی برید کې د ښځو او کوچنیانو په شمول ۱۳ کسه وژل شوي دي. دافغانستان د بشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم ددغې مرګ ژوبلې په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې .

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی ، یوناما، وايي ابتدايي شمیرې ښيي چې د ننګرهار په بهسودو او خوګیاڼو ولسوالیو کې د پاکستان وروستیو بریدونو کې د ښځو او کوچنیاو په شمول لږترلږه ۱۳ ولسي خلک وژل شوی او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

یوناما د دوشنبې ورځې په اعلامیه کې وویل چې پاکستاني ځواکونو د پکتیکا ولایت په ارګون او برمل ولسوالیو کې هم بریدونه کړي دي خو په دغو بریدونو کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې رپوټ نه دی ورکړل شوی.

دغه راز د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکوونکي تیره شپه په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ په تازه نښته کې د کوچنیانو او ولسي خلکو د وژل کیدو رپوټونو په ژوره توګه اندیښمن کړی دی.

ریچارد بینیت په ټولو اړوندو اړخونو غږ کړی چې له حوصلې کار واخلي ، د ولسي خلکو ساتنه وکړي او نړیوال قوانین رعایت کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي ، یوناما ، هم له ټولو خواوو غوښتي چې د ولسې خلکو د ساتنې او د نوریو زیانونو او تلفاتو د مخنیوي لپاره له دښمني لاس واخلي.

بلخوا ، تهران هم ټینګار کړی دی چې اختلافات باید د خبرو له لارې حل شي.

دایران بهرنیو چارو وزارت د کابل او اسلام اباد ترمینځ تاوتریخوالي ته په غبرګون کې ویلي چې تهران وضعیت ته اندیښمن دی.

د وزارت ویاند اسماعیل بقايی د دوشنبې ورځې په خبري غونډه کې وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د کړکیچ زیاتوالی له دغو دواړو هیوادونو وراخوا هم اغیزې لرلای شي.

د پاکستان هوايي ځواکونو د یکشنبې په شپه په پکتیکا او ننګرهار کې بریدونه وکړل.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې بهسودو ولسوالۍ کې د پاکستاني الوتکو د برید په نتیجه کې د ښځو او کوچنیانو په شمول د یوې کورنۍ ۱۸ غړي وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ویلي چې په دغو بریدونو کې د پاکستاني طالبانواو داعش ۷ اډې او پټنځایونه په نښه شوي دي خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي ولسي خلک په نښه شوي دي.

د پاکستان راډیو رپوټ ورکړ چې د افغانستان رسنیو یواځې په بهسودو ولسوالۍ کې دیوه کور څخه رپوټ ورکړی دی او دغو رسنیو ته نورو ځایونو ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې لسګونه ولسوال جنګیالي وژل شوي دي.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت ویلي چې د پاکستان بریدونو ته به په مناسب وخت کې ځواب وویل شي.

پاکستان مخکې هم دافغانستان ځینې سیمې بمبارد کړي دي او ددواړو هیوادونو د پوله ساتو ځواکونو ترمینځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو نښتې هم شوي دي.

اسلام اباد ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالو په افغانستان کې پناه اخیستې او له هغه ځایه دننه پاکستان کې بریدونه تنظیموي او کوي خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي چې هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو خلاف وکاروي.

XS
SM
MD
LG