د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وویل، د دې ارزونه کوي چې پر ایران محدود پوځي عملیات ترسره کړي.
له ډونالډ ټرمپ څخه چې کله د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د خبرې غونډې پرمهال پوښتنه وشوه چې دا محدود عملیات پر ایران د فشار لپاره ترسره کوئ چې یوې موافقې ته غاړه کیږدي؟
ښاغلي ټرمپ پرته له دې چې نور توضیحات ورکړي، دومره وویل چې دا مساله تر غور لاندې ده.
وال ستریت جورنال ورځپاڼې تر دې څرګندونو یوه ورځ مخکې خبر ورکړ چې ولسمشر ټرمپ دا مساله څیړي چې پر ایران محدود پوځي عملیات ترسره کړي چې په دې ډول به دا هیواد دې ته رامات کړي چې یوه اټومي تړون ته غاړه کیږدي. د ورځپاڼې په باور ممکن دا برید په راتلونکو څو ورځو کې ترسره شي او څو پوځي او دولتي اهداف په نښه شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له امریکایي تلویزیون ( ایم ایس- نو) سره په مرکه چې د جمعې په ورځ خپره شوه، وویل چې د ایران د اټومي پروګرام مساله پوځي حل لاره نه لري او پروسږکال د امریکا له خوا د ایران په اټومي تاسیساتو چې کوم بریدونه وشول، له هغو هم دا قضیه روښانه شوه.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ازادي راډيو ته په ځانګړې مرکه کې وویل، که چیرته پر ایران برید وشي ممکن پر افغانستان او په ایران کې پر میشتو افغان کډوالو یې اغیزې ډیرې منفي وي:
« زه د امریکا او ایران ترمنځ د هر ډول احتمالي جګړې په اړه خورا اندیښمن یم چې دا به د افغانستان لپاره چې د ایران ګاونډي دی او د ټولې سیمې لپاره او حتی لږ ورها خوا سیمو کې اغیزې ولري. موږ باید په یاد ولرو چې له ۵ څخه تر ۶ ملیونه پورې افغانان په ایران کې ژوند کوي یوشمیر یې بیرته ستنول شوي خو لږ تر لږه پنځه میلیونه لاهم هلته شته چې دا د پام وړ نفوس دی»
ښاغلي بنټ زیاته کړه چې دی سیاسي سړی نه دی خو دا راپورونه یې لوستې دي چې طالبانو ویلي دي چې په هر راز جګړه کې به د ایران ملاتړ کوي.
بل لور ته د سیاسي چارو کتونکې شینکۍ کړوخیل ازادي راډیو ته وویل، که چیرته امریکا پر ایران حمله وکړي، په افغانستان کې به خلکو ته هیله پيدا شي چې د خپلو واکمنو له افراطي دریځونو سره مخالفت ته راودانګي:
« طالبان به په دې پوه شي چې امریکا لا اوس هم علاقمنده ده، یا کولی شي چې په منطقه کې نظامي حمله وکړي یا مداخله وکړي. فکر کوم افغان ولس چې په ډیرې مایوسۍ او ناامیدۍ کې ژوند کوي ښایي یوه اندازه هیلې ورته پيدا شي چې، راپورته شي، هیلمن شي او نور په ډيرې اسانۍ سره د طالبانو سخت دریځه پالیسو ته تسلیم نه شي. کیدای شي چې د دې پالیسو په وړاندې خپل مقاومت وښیي»
د وال ستریت جورنال ورځپاڼې د راپور له مخې که چیرته د امریکا له لومړۍ محدودې پوځي حملې وروسته ایران د یوارنیمو له غني کولو لاس په سر نه شي نو بیا ممکن امریکا پر ایران یو پراخ پوځي برید ترسره کړي چې ممکنه ده ورسره د ایران اسلامي جمهوریت هم نسکوره شي.