د شل اورونو د کرکټ په نړیوال جام کې اته برلاسه لوبډلې معلومې شوې.
په دې نړیوال جام کې چې د فبروري په اوومه د سریلانکا او هند په ګډ کوربتوب پيل شو، د نړۍ شل لوبډلو په پنځو ګروپونو کې برخه واخیسته. په هر ګروپ کې پنځه لوبډلې د پچې له مخې سره یوځای شوې وې چې د سر دوې یې دوهم ګروپ ته ووتې.
افغانستان د دې اتلولۍ په ډي ګروپ کې و چې د افغان لوبډلې د مسوولینو په وینا د دوی په ګروپ کې دوې ډيرې پياوړې لوبډلې، نیوزیلنډ او جنوبي افریقا ورسره یو ځای شوې وې، نو د دوی لوبډله دوهم پړاو ته ونه وته. په لومړي پړاو کې د نړۍ یوه ډيره تکړه لوبډله استرالیا هم پاتې شوه. استرالیا په ب ګروپ کې له سریلانکا او زیمبابوې څخه ماتې وخوړې.
د شل اورونو د دې اتلولۍ په لومړي پړاو کې هند، جنوبي افریقا او ویسټ اینډیز هغه لوبډلې دي چې خپلې ټولې ګروپي لوبې یې ګټلې دي.
کرکټ د شل اورونو، د پنځوس اورونو او ټسټ لوبو نړیوال جامونه لري. د شل اورونو نړیواله لومړۍ اتلولي په دوه زره اووم کال کې په جنوبي افریقا کې ترسره شوه.
روانه اتلولي لسمه یوه ده، تر اوسه دا اتلولي دوه ځله هند، دوه ځله ویسټ اینډیز او دوه ځله انګلستان خپله کړې ده. سریلانکا، پاکستان او استرالیا یو یو ځل دا نړیوال جام ګټلی دی.
افغان لوبډلې لومړی ځل په دوه زره لسم کال کې د شل اورونو نړیوال جام ته لار وکړه.
ټاکل شوې ده چې د دوه زره شپږ ویشتم کال د شل اورونو د نړیوال جام پایلوبه د مارچ په اتمه د هند په حیدر اباد کې د نریندرا مودي په لوبغالي کې ترسره شي. دا لوبغالی په نړۍ کې د کرکټ تر ټولو ستر لوبغالی دی چې شاوخوا یولک او دوه دیرش زره نندارچیان په یوه وخت لوبه پکې کتلی شي.