د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۴

اوچا او شریکانو یي افغانستان کې بشري اړتیاوو ته د غبرګون پلان وړاندې کړ

افغانستان کې د خوراکي موادو ویش ، ارشیف
افغانستان کې د خوراکي موادو ویش ، ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري  چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) او شریکانو یي د ۲۰۲۶ کال لپاره افغانستان کې بشري اړتیاوو ته د غبرګون پلان (HNRP) وړاندې کړ. د پلان سره سم د ۱،۷۱ ملیارډو ډالرو په لګښت   ۱۷،۵ ملیون اړمنو خلکو ته مرستې رسول کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ،اوچا، د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خپل نوي راپورکې وايي افغانستان په روان کال کې هم د نړۍ په کچه یو له لویو بشري ناورینونو سره لاس ګریوان دی او اټکل کوي چې ددغه هیواد د ټولو وګړو نیمایي برخه خلک ، ۲۱.۹ ملیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

یواځي یمن او سودان بشري مرستو ته د اړتیا له پلوه د افغانستان په پرتله ډیرناوړه وضعیت لري.

سره لدې چې د ملګرو ملتونو د بیلابیلو ادارو له خوا افغانستان کې خلکو سره مرستې شوي دي خو بیاهم یو شمیر اړمن خلک د مرستو د ویش د څرنګوالي څخه شکایت کوي. د ننګرهار یو اوسیدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل :

هغه کسان لیکی چې د ملک خپل وي دوستان یې وي ، نور دوی هیچاته دا مواد نه ورکوي ، دلته بې سرپرسته کورنۍ پاته دي


" دلته چې دا کوم مواد ویشل کیږي دغه د ناحیې مشر ورسره روان وي ، ملک . هغه کسان لیکی چې د ملک خپل وي دوستان یې وي ، نور دوی هیچاته دا مواد نه ورکوي ، دلته بې سرپرسته کورنۍ پاته دي ، دغسې خلک په کې شته چې بیګاه ته په والله چې حیران دي. کونډې یتیمان خواران همداسې پاته دي. "

اوچا ددغه پلان په وړاندې کولو سره وايی ډیری خلک به د خوراکي نا امني له کبله بشري مرستو ته اړ وي . اټکل شوی دی چې ۱۷،۴ ملیون کسان به د بحران په کچه یا ترهغې په ناوړه سطحه د خوراکي نا امني سره مخ شي او لدوی څخه ۴،۷ ملیون خلک به د اضطراري خوراکي نا امني سره لاس ګریوان وي.

د خوراکي نا امني وضعیت نسبت تیر کال ته نورهم ځکه ناوړه اټکل شوی چې وچکالۍ او له ګاونډیوهیوادونو افغانستان ته د ګڼ شمیر کډوالو ستنیدو او دغه راز فقر، اقتصادي رکود او د اقلیمي بدلون اړوندو پرله پسې پیښو خوراکي ناورین ته لمن وهلې.

د اوچا راپور وايي یواځې په تیر ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه ۲،۷۸ ملیون کسان افغانستان ته ستانه شوي دي چې ټولنیز خدمات یې ترفشار لاندې راوستي دي.

راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۶ کال کې بشري اړتیاوو ته د غبرګون پلان (HNRP) غواړي د ۱،۷۱ ملیارډو ډالرو په لګښت ۱۷،۵ ملیون اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي.

خو د چارو کتونکي وايي سره دې چې ملګرو ملتونو افغانستان کې بشري مرستو لپاره د ۱،۷۱ ملیارډو ډالرو غوښتنه کړې خو اوسمهال ددومره پیسو ترلاسه کول اسان نه ښکاري.

د چارو کتونکي او جرمني کې د پوهنتون استاد اسحاق اتمر ازادي راډیو ته وویل تراوسه ددغه رقم د لس سلنې ژمنه شوې ده.

ترکومه ځایه چې زه معلومات لرم تراوسه تقریبا لس فیصده په شاوخوا کې ددغې غوښتل شویو پیسو څخه دوی سره تعهد شوی دی


" دا رقم ، په اوس وخت کې زه فکر نه کوم که نړیوال دیته چمتو شي افغانستان لپاره دغه مرستې ورکړی ، په هرصورت البته دا ددوی غوښتنه ده ترکومه ځایه چې زه معلومات لرم تراوسه تقریبا لس فیصده په شاوخوا کې ددغې غوښتل شویو پیسو څخه دوی سره تعهد شوی دی. "

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتراو شریکان یې په افغانستان کې بشري اړتیاوو ته د غبرګون په پلان کې په دغه هیواد کې د بشري ناورین کچې ته په کتو بیړنیو او د ژوند ژغورنې مرستو ته په ژمنیتا ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG