راځئ ګورو چې د بېلابیلو ولایتونو اوسېدونکي، موټر پلورونکي او د تجربو خاوندان په دې اړه څه وايي؟
د کابل د سیدنور محمدشاه مېنې یو اوسېدونکی بهار چې کارځای ته د تګ لپاره موټر کاروي وايي، که اړتیا نه وای، نو په موټر کې به یې کلي هم نه وای تاو کړې.
نوموړی وايي"دې بیروبار ته چې ګورو، د تیلو لوړې بیې ته، د عوارضو لګښتونو ته، دې ټولو دومره جګرخونه کړی یم، چې که ډیر مجبور نه وی ولا که مې کلي په کې تاو کړې وای، خو سهار وختی له کوره وځم کارته ځم ښاري ترانسپورت هم سم نه دی، مجبوره یم."
بهار زیاتوي چې په پلازمینه کې نفوس ډیر او د ښاري ترانسپورت لکه د ملي بسونو شمیر کم دی او له امله یې خلک مجبوره دي چې له شخصي ترانسپورت څخه استفاده وکړي.
سهار وختی له کوره وځم او کار ته ځم ښاري ترانسپورت هم سم نه دی، نو مجبوره یم چې خپل موټر ولرم.
مخکې د ملي بس شرکت مسوولینو له ازادي راډیو سره خبرو کې د ښاري بسونو د کمښت خبره منلې وه.
د لغمان ولایت اوسېدنکی اسلام الدین بیا وايي، د ده دوه ورڼه چې کور کې ورسره یو ځای اوسېږي او پلار یې خپل موټر لري، خو ده هم تازه ځانته موټر اخیستی دی، ځکه په خبره یې شوق یې لري.
اسلام الدین وايي"ما چې موټر اخیستی د چکر لپاره مې اخیستی، ۲۰۰۰ ماډل موټر دی، خدای دې مجبوري نه راولي، چکرې پکې وهو، کله ننګرهار، کله یو ځای او کله بل ځای ته ځو، بس ښه ساعت مو تیر دی."
یو شمیر موټر پلورونکي وايي، کوم کسان چې له شوقه موټر اخلي ډیر یې ځوانان دي خو لویه برخه خلک د اړتیا او خپلو مجبوریتونو له مخې موټر اخلي.
له دې ډلې په کابل کې د یوه موټر پلورنځي مسوول ویس احمد ازادي راډیو ته وویل"په سلو کې که شل سلنه له شوقه موټر واخلي، اتیا سلنه یې له مجبورۍ اخلي او د شوق لپاره چې دا موټرې اخلي دا ټول ځوانان دي."
نوموړی زیاتوي چې ډیری هغه افغانان هم له شوق موټر اخلي، چې په خبره یې له نورو هیوادونو څخه د اوږدمهالو رخصتیو لپاره راځي او بیا یې دا موټر بېرته پلوري.
په لیرې پرتو سیمو کې د موټر لرل اړتیا ګنل کېږي ځکه د دغو سیمو خلک وايي، روغتیايي مرکزونه ترې لرې دي.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی حاجي زاهد چې لسیزې د لویو او وړو موټرو خاوند او چلوونکی پاتې شوی بیا په دې نظر دی، چې موټر هم شوق دی او هم اړتیا، خو د ده په خبره هم ډیری خلک د اړتیا له مخې کار ترې اخلي:
حاجي زاهد زیاتوي"زیات خلک یې د خپلو ضروروتونو د رفع کولو لپاره کاروي او محدود خلک دي چې د شوق لپاره یې کاروي، زما خپل نظر دا دی چې موټر د ضروروتونو د رفع کولو لپاره دی، ځکه که شپه وي، ناروغ ولرې ممکن ریکشا او ټکسي پیدا نه کړې، نو دا یو ضرورت دی چې د انسان وس ورسېږي او د خپل ضرورت د رفع کولو لپاره یو موټر ولري، خو بعضی کسان شوق هم لري، اوس زمونږ ګاونديان دي درې ورونه دي، درې واړه موټر لري هر یو ځانته په خپله طبع یو موټر لري."
د یادونې ده چې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د موټر درلودل ټر ډیره اړتیا ګنل کېږي.
د دې سیمو اوسېدونکو په وار وار ازادي راډیو ته ویلي، چې روغتیايي مرکزونه ترې لرې دي او د ترانسپورتي وسیلو د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ دي، ډیر ځله یې ناروغان له دې امله په تکلیف وي او یو شمیر روغتون ته د ناوخته رسولو له امله ان مړه شوې هم دي.
خو په ښارونو کې بیا د موټرو د ډېرې ګڼه ګوڼې او ان له امله یې د هوا د ککړتیا راپورنه ورکړل شوي دي.
دا چې دا مهال څومره موټرې په ټول افغانستان کې ګرځې، راګرځي د طالبانو حکومت د ترافیکو لوی ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر عبدالودود خیرخواه په دې اړه ازادي راډیو ته له معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.
د یاودنې ده چې په افغانستان کې له موټرو مخکې به خلکو اوږدې لارې پلی او یا د حیواناتو په وسیله وهلې او ورسته بیا عرابه دارې کراچۍ او د اسونو ګاډۍ دود شوې.
افغانستان ته لومړنۍ موټر په ۱۹۰۴ کال کې راغی، او دا موټر امیر حبیب الله خان ځانته له پخواني بریتانوي هند څخه راوغوښت.
روایتونه دا دي چې وروسته بیا د نوموړي په دربار کې دوه موټر وو، چې د ده او درباریانو د انتقال لپاره ترې استفاده کېده خو زوی یې امان الله خان بیا افغانستان ته ډېر موټر وارد کړل.