«په دې وروستیو کې د تېلو بیې ډېرې لوړې شوې دي، ګاز خپلې ښېګڼې هم لري او بدۍ هم؛ ښه والی یې دا دی چې مصرف یې کم دی.»د کابل - کندز لارې یو موټر چلوونکی
د کابل–کندز لارې موټرچلوونکی سمیع الله و. وایي په دې وروستیو کې یې د خپل شخصي موټر د سونګ توکو سیستم مایع ګاز «الپيجي» ته اړولی دی.
دی زیاتوي، چې د پطرولو او ډیزلو د بیو لوړېدو نه یوازې دی، بلکې ډېر نور موټرچلوونکي هم دې ته اړ کړي چې د ورځنیو لګښتونو د کمولو لپاره د ګاز کارولو ته مخه کړي.
دی زیاتوي:
«یو موټر چې کابل ته ځي، د تېلو مصرف یې شاوخوا ۴۰۰۰ یا ۴ نیم زره کېږي. د ګاز ښه والی دا دی چې که یو کرولا موټر کابل ته ولاړ شي او بېرته راشي، د ګاز لګښت یې ۱۹۰۰، ۲۰۰۰ یا تر ۲ نیم زره پورې کېږي.»
خو سمیعالله خبرداری ورکوي چې ګازي موټرونه، په ځانګړي ډول د اوړي په ګرمیو کې، د چاودنې خطر هم لري.
الپيجي ګاز (لیکویفاید پطرولیم ګاس) چې په افغانستان کې د «مایع ګاز» په نوم پېژندل کېږي، د پروپان او بوټان له ترکیب څخه جوړ دی، چې د فشار په ترڅ کې په مایع بڼه ساتل کېږي او د استعمال پر مهال بېرته ګاز ته اوړي.
دا ګاز په اصل کې یو فوسیلي سونګ توکی دی، خو د ډیزلو او پېرولو په پرتله کمه ککړتیا تولیدوي، له همدې امله په ډېرو هېوادونو کې د بدیل سونګ توکي په توګه کارول کېږي.
د جوزجان ولایت یو موټرچلوونکی فرهاد هم وایي، چې ارزانه بیه، اسانه لاسرسی او کم مصرف هغه مهم لاملونه دي چې دا یې د خپل موټر لپاره د الپيجي کارولو ته هڅولی دی.
ده ازادي راډیو ته وویل:
«پخوا زما موټر ګازي نه و، په تېلو چلېده، لګښت یې ډېر و. یو لیتر تېل به مو په ۶۵ افغانۍ اخیستل. چې هره اوونۍ دفتر ته تلو راتلو، ۱۰۰۰ یا ۱۱۰۰ افغانۍ مو یوازې په تېلو لګولې. اوس چې موټر مو ګازي کړی، ډېر خوښ یو، زما د اوونۍ لګښت ۳۵۰ یا ۴۰۰ افغانۍ دی، د موټرسایکل په اندازه مصرف هم نه لري.»
دا مهال د کابل په بازارونو کې د پطرولو او ډیزلو د هر لیتر بیه شاوخوا ۶۰ افغانۍ او د «الپيجي» ګاز د هر کیلو بیه شاوخوا ۵۴ افغانۍ ده.
په همدې حال کې، د موټرو د سونګ توکو د سیستم د بدلون انجنیران هم تاییدوي چې د دې سیستم غیر اصولي نصب کولی شي د ګاز د بالون د چاودنې په څېر خطرونه رامنځته کړي.
انجنیر فرید، چې په دې برخه کې له ۱۳ کلونو ډېره تجربه لري ازادي راډیو ته یې وویل:
«د الپيجي سیستم خپلې ځانګړې پرزې او تجهیزات لري چې موږ یې په اساسي او معیاري ډول موټر ته نصبوو. هر ډول موټر ګازي کېدای شي، ان برقي او هایبریډ موټرونه هم د ګازي کېدو امکان لري. د الپيجي سیستم ځانګړتیاوې لري، مثلاً اقتصادي دی، هوا نه ککړوي او انجن ته هم زیان نه رسوي.»
د چاپېریال ساتنې کارپوهان وایي، که دا ګاز په سم او مسلکي توګه وکارول شي، د هوا ککړتیا کمولی شي، خو غیر مسلکي نصب یې نه یوازې دا چې د چاودنې خطر لري، بلکې پخپله به د ککړتیا په یوې نوې سرچینې او د خلکو لپاره په ګواښ بدل شي.
د یادونې ده چې دا مایع ګاز، عموماً کورونو کې د پخلي لپاره کارول کېږي، ، خو ترکیب او کیفیت یې د استعمال څرنګوالي ته په پام توپیر لري.
افغانستان په سیمه کې د روسیې د مایع ګاز تر ټولو لوی پېرېدونکی بلل کېږي.
د روسي رسنیو د هغو راپورونو له مخې چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې خپاره شوي، افغانستان ته د روسیې د مایع ګاز وړاندې کول یا عرضه، د «کازروسګاز» په ګډون (چې قزاقستان سره ګډ شرکت دی)، د تېر کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې ۱.۵ برابره زیاته شوې او ۴۱۸ زره ټنو ته رسېدلې ده.
دې زیاتوالي په افغانستان کې د «الپيجي» پراخ لاسرسی او نسبي ټیټه بیه ممکنه کړې او د موټرو لهخوا د دې ګاز د کارونې د زیاتېدو لامل شوی دی.