د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۰

امنیت شورا پر افغان طالبانو لګول شوي بندیزونه تمدید کړل

د ملګرو ملتو د امنیت شورا غونډه- نیویارک- ارشیف
د ملګرو ملتو د امنیت شورا غونډه- نیویارک- ارشیف

امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ۱۹۸۸ کال د بندیزونو له کمیټې سره د مرستې لپاره د څارنې ټیم ماموریت په یوه خوله د یو بل کال لپاره وغځاوه.

د پریکړه لیک مسوده د امریکا متحد ایالتونو چمتو کړې وه، چې د امنیت شورا دایمي او غیر دایمي پنځلس غړیو په متفقه توګه تصویب کړه.

په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه سرغړونه په ځانګړي ډول له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو بندیدل د دې بندیزونو د ادامې یو اساسي دلیل یادیږي. د سیاسي چارو کتونکې په کاناډا کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شنکۍ کړوخیل ازادي راډيو ته د ملګرو ملتو د دې بندیز په اړه وویل:

« دا د نړیوالې ټولنې هغه ژوره اندیښنه د افغانستان په اړه څرګندوي چې له ښځو او نجونو دوی د زده کړو او کار فرصتونه اخیستي، همدارنګه هغه فرامین دوی صادر کړې دي چې پایله یې سیاسي، ټولنیز او اقتصادي محدودیتونه په وګړو باندې دي چې دا نه تنها د ملیونونو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخامخوي بلکه د هیواد پرمختګ او ټیکاو هم کمزوری کوي. ترڅو پورې چې دوی د افغانانو هغه بنسټیزو حقونو ته درناوی ونه لري او برابر فرصتونه افغانانو ته برابر نه کړي دوی نه شي کولی چې داخلي او نړیوال مشروعیت ته لاسرسی پیدا کړي او دا ستونزه به له نړیوالې ټولنې سره په خپل ځای پاتې وي»

یو زر شپږ سوه نهه ورځې کیږي چې د افغانستان واکمنو چارواکو له دولس کلونو څخه د پورته عمر نجونو پر مخ د زده کړې دروازې بندې کړې دي.

د ښځو او نجونو د زده کړو او نورو حقونو مساله د ځینو کتونکو په باور یوازې د طالبانو د چارواکو د سفرونو د بندیز سبب شوې نه ده، له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کمیدو باعث شوې هم ده. د پوهنتون استاد د چارو کتونکي اسحاق اتمر ازادي راډيو ته وویل:

« مرسته کوونکي هیوادونه، په ځینو مواردو کې د افغانستان پر حکومت مثلا د ښځو په برخه کې، د بشري حقونو په برخه کې، د ښځو د تعلیم په برخه کې اعتراضونه لري او دوی نه غواړي چې له هغه هیواد سره سمې مرستې وکړي چې هغه د دوی اساسي حقوق نه مراعاتوي، یا د ملګرو ملتو هغه عمومي نورمونه او موارد نه مراعاتوي»

طالبانو بیا بیا له ملګرو ملتو پر دوی د بندیزونو د لرې کیدو غوښتنه کړې ده او ټينګار کوي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو څوکۍ دوی ته وسپاري، خو داسې ښکارې چې د دوی دا هڅې، پر دوی د بندیزو له تمدید سره یو ځل بیا ټکنۍ شوې.

XS
SM
MD
LG