د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۷

په افغانستان کې وروستیو ورښتونو د یوشمیر کسانو ژوند اخیستی

ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت پیښو سره مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې اعلان کړی چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو بارانونو او درنو واورو له امله پنځه کسان مړه شوي دي.

د افغانستان د یو شمېر ولایتونو ځیني اوسېدونکي وايي چې د واورو او لارو تړل کېدو له امله یې خوراکي توکو او روغتیايي مرکزونو ته لاس رسی ستونزمن شوی دی.

د غور ولایت یوه اوسېدونکې په دې اړه راډیو ازادي ته وویل:

«د ناروغانو لېږد ډېر سخت شوی، ځکه لارې له واورو ډکې دي، موټر په سخته ځي، او ځینو سیمو ته خو بیخي موټر نه شي تللی، د ډېرو خلکو خوراکي توکي خلاص شوي، د خوړلو لپاره هېڅ نه لري، تر اوسه کومه مرسته هم نه ده شوې، خلک خوراکي توکو ته سخته اړتیا لري، زموږ ستونزې ډېرې زیاتې دي.»

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت هم شنبه د دلوې ۱۸مه ویلي چې په غور ولایت کې د غوک بند، بور بند او حوض بنګي په ګډون یو شمېر لارې د واورو له امله تړل شوي او لا نه دي پرانستل شوي.

په همدې حال کې، د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ اوسېدونکي بلال راډیو ازادي ته وویل، چې له تېرو لسو ورځو راهیسې درنو واورو په دې سیمه کې پراخه ستونزې رامنځته کړې دي:

«د واما ولسوالۍ په ډېرو سیمو کې سختې واورې شوي دي، د کوردر په سیمه کې زموږ دوه کسان تر واورو لاندې شوي، چې تر اوسه نه دي موندل شوي، خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي، د خلکو مال اوهال تر واور لاندې دی او د ځینو خلکو کورونه هم ویجاړ شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت پیښو سره مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې اعلان کړی چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو بارانونو او درنو واورو له امله پنځه کسان مړه شوي دي.

د دې ادارې ویاند، محمد یوسف حماد، جمعه د دلوې ۱۷مه رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، چې دغه پېښې د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د فراه، هرات، غور او نورستان ولایتونو کې رامنځته شوې دي، چې له امله یې درې نور کسان ټپیان هم شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې ورښتونو له امله لس کورونه په بشپړ یا نیمه ډول ویجاړ شوي دي او ویلي یې دي، چې د دې ادارې ولایتي ریاستونو زیانمنو شویو کسانو ته بیړنۍ مرستې برابرې کړې دي.

یادې ادارې له خلکو غوښتي، چې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي او هغو سیمو ته نږدې نه شي، چې د سیلابونو د احتمالي خطر امکان پکې شته، څو د خلکو ژوند او شتمني خوندي پاتې شي.

له دې دوه اونۍ وړاندې د طالبانو حکومت پیښو سره مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې ویلي وو، چې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د بارانونو او واورو له امله ۶۱ کسان مړه او ۱۱۰ نور ټپیان شوي وو.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په دغو پېښو کې ۴۵۸ کورونه په بشپړ یا نیمه ډول ویجاړ شوي، ۳۶۰ کورنۍ زیانمنې شوې او ۶۲۰ رأسه څاروي هم له منځه تللي دي.

تر دې وړاندې هم هغه کسان، چې د سختو بارانونو او واورو له امله زیانمن شوي، له طالبانو او خیریه بنسټونو غوښتنه کړې وه، چې د دوی د ستونزو د حل لپاره مرستې ورسره وکړي، څو د سختې یخنۍ له امله د لا زیاتو زیانونو او په ځانګړي ډول د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG