د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۳

مدني فعال ویس محمد ارین د ښوونځیو لپاره کتابونه راغونډوي

ویس محمد ارین
ویس محمد ارین

په کابل کې یو افغان ځوان له خپلې اته کسیزې ډلې سره د درسي کتابونو راټولولو کمپاین پیل کړی، څو په خبره یې په ښوونځیو کې د کتابونو د کمښت یوه برخه جبران شي. ویس محمد ارین وایي، دا دریم کال دی چې دا کمپاین روان دی.

د افغانستان په سړو سیمو کې د ښوونځيو زده کوونکو ته د درسي کتابونو د وېش له بهیر سره همهاله، په کابل کې یو ځوان له خپلې اته کسیزې ډلې سره د پرله‌پسې دریم کال لپاره د درسي کتابونو د داوطلبانه راټولولو کمپاین پیل کړی، څو په خبره یې ښوونځیو کې د کتابونو د کمښت یوه برخه جبران شي.

د دې کمپاین مشري انجنیر ویس محمد ارین کوي. نوموړی وایي، د دوی اساسي موخه له هغو زده‌کوونکو سره مرسته ده چې یا خو هېڅ درسي کتاب نه لري او یا د دغو کتابونو له کمښت سره مخ دي.

ده ازادي راډیو ته وویل:

"موږ یوه رضاکاره ټولنیزه ډله لرو چې له اته با احساسو او فعالو ځوانانو جوړه ده. د ډلې هر غړی ځانګړی مسوولیت لري، او زما مسوولیت د کمپاین همغږي، تنظیم او څارنه ده، تر څو دا بهیر په منظم او شفاف ډول پر مخ ولاړ شي."

د ښاغلي ارین په وینا، د کتابونو د راټولولو دا فعالیت د ټولنې د تعلیمي اړتیاوو د درک پر بنسټ پیل شوی دی.

هغه زیاته کړه:

"زموږ اصلي انګېزه د علم خپرول، له زده‌کوونکو ملاتړ او له هغو ماشومانو سره مرسته ده چې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي، او دا کار د اسلام له نظره هم یو نېک عمل دی."

د دې کمپاین د مسوولانو د معلوماتو له مخې، کتابونه د عامو خلکو، ښوونکو، زده‌کوونکو، خیر غوښتونکو اشخاصو او یو شمېر تعلیمي بنسټونو له لارې راټول شوي او هڅه شوې هغه کتابونه ټول شي چې د زده‌کوونکو ورته اړتیا او د استفادې وړ وي.

ښاغلی ارین زیاتوي، هغه کتابونه چې زاړه وو جوړ شوي، پاک او منظم شوي دي.

"که ځینې کتابونه زاړه وو، موږ تر خپلې وسې پورې ترمیم کړل، پوښونه مو ورته ورکړل او صحاف مو وګوماره چې تنظیم یې کړي. هغه کتابونه چې پوښ یې نه درلود، بیا مو پوښ کړل او د کتاب نوم او ټولګی مو پرې ولیکه، تر څو د زده‌کوونکو د بیا استفادې وړ وګرځي."

ویس محمد ارین همدارنګه وایي، دا نوښت یوازې تر کابل پورې محدود نه دی، بلکې د ده یو شمېر رضاکاره ملګرو دا کار په خوست، پروان، کونړ او لوګر ولایتونو کې هم کړی دي.

د دې کمپاین د تنظیموونکو په وینا، سږ کال له اته زرو څخه زیات درسي کتابونه راټول شوي وو، چې د پنجشنبې په ورځ «د سلواغې ۱۶مه» په کابل کې د یوې غونډې پر ترڅ کې، د دولتي او خصوصي تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د یو شمېر مسوولانو او د ښوونځیو د استازو په حضور کې، دولتي ښوونځیو ته وسپارل شول.

د دې کمپاین مسوول ویس محمد ارین ټینګار کوي، د دوی موخه دا ده چې په راتلونکو کلونو کې هم دې کارته دوام ورکړي او لا یې پراخ کړي.

نوموړيی زده‌کوونکو او کورنیو ته یې هم پیغام لري:

"زموږ پیغام زده‌کوونکو ته دا دی چې له کتابونو ښه ساتنه وکړي، ځکه دا کتابونه ستاسې ځای ناستو زده کوونکو ته هم یوه ډالۍ ده. له میندو او پلرونو هم غواړو چې خپلو ماشومانو سره د کتابونو په ساتنه کې همکاري وکړي، پوښ یې کړي، تر څو کتابونه له خرابېدو وساتل شي."

دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې په تېرو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر زده‌کوونکو په څو ځلي د درسي کتابونو له کمښت او ان نشتوالي شکایت کړی و؛ هغه موضوع چې د پوهنې د برخې د کارپوهانو په وینا، د زده‌کړې د کیفیت پر وړاندې له جدي ننګونو څخه شمېرل کېږي.

XS
SM
MD
LG