د ننګرهار ولایت اوسیدونکی عصمت الله وایي د دوی برښنا له پرون راهیسې پرې او دوی په سړه هوا کې شپه له له کومې برښنایي وسیلې پرته تیره کړې ده.
ده د جمعې په ورځ د « دلوې په ۱۷مه» په دې ولایت کې د برښنا د وروستیو پرچاویو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په ننګرهار کې د برښنا ستونزه ډېره جدي ده، له پرون سهار ۵ بجو راهیسې برښنا پرې شوې وه نن هم برق نشته، د شپې مو هم برښنا نه درلوده، هوا سړه ده، په دې وخت کې برښنايي بخارۍ باید چالانې وي، خو له بده مرغه ۲۴ ساعته وشول او یو ځل هم برښنا نه ده راغلې."
د کابل ښار ځینې اوسیدونکي هم ورته شکایتونه لري، او وايي چې له پنجشنبې راهیسې د برښنا پرچاوۍ خورا زیاتې شوې دي.
د کابل ښار اوسېدونکې سپوږمۍ ازادي راړبو ته وویل:
"د برښنا نشتوالی یا کمښت ډېرې ستونزې رامنځته کړي، له بده مرغه په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې یوازې د یو ساعت لپاره مو برښنا درلوده، له دې اړخه ستونزې ډېرې دي، هیله من یم چې د برښنا شرکت بیړنی اقدام وکړي او زیانمن شوي لینونه بیرته ونښلوي.”
دا اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د برښنا شرکت اعلان کړی چې له ازبکستانه وارداتي برښنا د تخنیکي ستونزې له امله پرې شوې ده.
دې شرکت د پنجشنبې په ورځ د «دلوې په ۱۶مه» په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې د "نائب اباد-پل-خمري" لارې په تنګي تاشقرغان سیمه کې د ۲۲۰ کیلو ولټه وارداتي برښنا لیږد مزی له کاره لوېدلی، چې د کابل په ګډون په ۱۲ولایتونو کې د برښنا پرې کیدو لامل شوی دی.
د دې شرکت د معلوماتو له مخې، د وارداتي برښنا د مزي له پرې کیدو وروسته، د سمنګان، بغلان، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردک، غزني، ننګرهار او لغمان ولایتونو ځینې برخې له برښنا محرومې شوې دي.
برښنا شرکت ویلي چې تخنیکي ټیمونه سیمې ته لیږل شوي، خو په سیمه کې د سختو طوفانونو له امله د ترمیم کار لا نه دی پیل شوی.
دې شرکت زیاته کړې چې د ستونزې تر بشپړ هوارې پورې به له کورني تولید شوې برښنا استفاده وشي او خبرداری یې ورکړی چې د خرابو موسمي شرایطو له امله د وارداتي بېښنا په بیا نښلولو کې د ځنډ احتمال موجود دی.
دا لومړی ځل نه دی چې له ازبکستانه وارداتي برېښنا مزی د واورې او طوفانونو له امله پرې کېږي بلکې د دلوې میاشتې په دوهمه هم د درنو واورو له امله د پلخمري او کابل ترمنځ دا مزی پرې شوی و.
د برېښنا له پرې کېدو سره هم مهاله، د افغانستان په څو ولایتونو کې ترانسپورتي لارې هم تړل شوې دي.
د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ په خپل ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) اعلان وکړ چې د درنو واورو، طوفانونو له امله، د سالنګ لویې لارې په ګډون د دایکندي، بامیان او غور ولایتونو لارې په موقتي ډول د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي چې د سالنګ لویه لاره د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پرمخ په موقتي ډول تړل شوې ده.
ښاغلي حق شناس لیکلي چې په دایکندي ولایت کې د بامیان - دایکندي، نیلي- ګیتي، کجران، نیلي- خدیر او دایکندي-کندهار لارې، د قوناق، شاطو، بکک او حاجيګک لارې، د پنجاب- پل بندشوی، پنجاب-ابقول کرمان لارې، او په غور ولایت کې، د بند غوک، بند شاتیغ او بکک لارې د واورې اورښت، محدود لید، قوي بادونو او طوفانونو له امله په موقتي ډول د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.
د هغو ولایتونو ځینې اوسیدونکي چې د واورې اورښت او د سړکونو بندیدو څخه اغیزمن شوي هم تاییدوي چې د واورې سخت ورښت خلکو لپاره ډیری ستونزې رامنځته کړې دي.
د غور ولایت اوسېدونکي غلام سخي په دې اړه لزادي راډیو ته وویل:
"نه یوازې د غور او کابل ترمنځ لاره بنده ده، بلکې فعلاً د ټولو ولسوالیو او د فیروز کوه مرکز ترمنځ لاره هم بنده ده. دلته ستونزه تر ډېره د ناروغانو ده، په دې ورځو کې داسې کسان هم وو چې خپل ناروغان یې په اسونو یا خپل شا باندې ولیږدول، چې دا ډېر ستونزمن حالت دی، تر ټولو مهمه دا چې د هغو ناروغانو چې په فیروز کوه کې یې درملنه ناممکنه ده، کابل ته لیږدول ډېر ستونزمن شوي دي."
په بېلابیلو ولایتونو کې سختو بارانونو او واورې نه یوازې د افغانستان په مختلفو برخو کې لارې بندې کړې او خلکو ته یې روغتیايي ستونزې رامنځته کړې، بلکې په ځینو ولایتونو کې یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.
د طالبانوحکومت طبیعي پیښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې د شنبې په ورځ، د دلوې په ۴مه اعلان وکړ چې د افغانستان په پنځلسو ولایتونو کې د وروستیو واورو او بارانونو له امله ۶۱ کسان مړه شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي، سلګونه کورونه په بشپړه او جزوي ډول ویجاړ شوي، او سلګونه څاروي هم تلف شوي دي.