د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۹

اسلام اباد کې په تیرو دوه اونیو کې ۵ افغان خبریالان نیول شوي دي

د افغان خبریالانو او رسنیو یو انځور ، ارشیف
د افغان خبریالانو او رسنیو یو انځور ، ارشیف

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان ( امسو  )وايي په تېرو دوه اونیو کې د پاکستان پولیسو په اسلام اباد کې پنځه افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي. اعلامیه وايي که څه هم یاد کسان له ډېرو هڅو وروسته خوشې شوي خو دغه پېښې ښيي چې پاکستان کې میشت افغان خبریالان له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

په اسلام اباد کې میشت افغان خبریال سلیمان ارین پرون څو ساعته د پاکستاني پولیسو په توقیف کې تېر کړي دي.

دی چې له تېر نږدې یو کال راهیسي له خپلې میرمنې او یو ماشوم سره پاکستان کې میشت دی سه شنبه د سلواغې یا دلوې په ۱۴ مه ازادي راډيو ته وویل چې پاکستاني پولیسو، څو ساعته وروسته د ډېرو پیسو په بدل کې خوشې کړو.

تقریبا د ماسپښین له یوې بجې د شپې تر لس نیمو بجو د دوی په توقیف کې وم، زه یې په یوه خونه کې چې بندیان ساتل کېږي اچولی وم،


" تقریبا د ماسپښین له یوې بجې د شپې تر لس نیمو بجو د دوی په توقیف کې وم، زه یې په یوه خونه کې چې بندیان ساتل کېږي اچولی وم، خو وروسته د دوستانو په مرسته او د ډېرو پیسو به بدل کې یې راخوشې کړم، خو خبرداری یې راکړو چې نور نه شې کولای په غیر قاتوني ډول دلته ژوند وکړې. "

بل افغان خبریال صمیم چې څو میاشتې وړاندې د اسلام اباد پولیسو نیولی وو وايي په پاکستان کې د افغان خبریالانو او کډوالو وضعیت ډېر اندېښمنونکې دی.

له بده مرغه وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي، موږ هیله لرو چې د بشري حقونو بنسټونه، یو این ایچ سي ار او ملګري ملتونه د خبریالانو ژوند ته جدي پام وکړي


"له بده مرغه وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي، موږ هیله لرو چې د بشري حقونو بنسټونه، یو این ایچ سي ار او ملګري ملتونه د خبریالانو ژوند ته جدي پام وکړي ځکه دلته په پاکستان کې هیڅوک زموږ د غږ د اورېدو نشته."

یو شمېر نور خبریالان بیاچې په وروستیو کې افغانستان ته ډیپورت شوي دي وايي چې شپه او ورځ د طالبانو له د نیولو له ویرې په پټه تېروي.

افغانه خبریاله حسینه رفیع چې څو میاشتې وړاندې له پاکستانه ډیپورت شوې، ازادي راډيو ته یې وویل:

موږ اوس دلته پټ یو، کله په یو ولایت او کله په بل ولایت کې، رواني حالت مو ښه نه دی،


" موږ اوس دلته پټ یو، کله په یو ولایت او کله په بل ولایت کې، رواني حالت مو ښه نه دی، اقتصادي امنیت نه لرو او له ډېرو ستونزو سره مخ یو، هره ورځ چې نوي کسان ډیپورټ کیږي او دلته نیول کیږي زموږ اندېښنې ورسره نورې هم زیاتیږي. "

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان(امسو) ویلي په تېرو دوه اونیو کې پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې پنځه افغان خبریالان او رسنیز کارکوونکي نیولي دي.

دغه سازمان دوشنبه د سلواغې ۱۳مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي خبریال سمیع فروغ فیضی او عکاس او عطاالرحمان شیرزاد د نیول شویو کسانو له ډلې دي.

دغه شان درې نور رسنیز کارکونکي له خپلو کورنیو سره یو ځای نیول شوي دي.

دغه سازمان ویلي که څه هم یاد کسان له ډېرو هڅو وروسته خوشې شوي خو دغه پېښې ښيي چې په پاکستان کې میشت افغان خبریالان او رسنیز کارکونکي له جدي امنیتي ګواښونو، خپل سرو نیونو او جبري اخراج سره مخ دي.

امسو وايي پولیس داسې مهال د ویزو د نشوالي له امله کډوال نیسي چې پاکستان د افغان کډوالو د ویزو د تمدید پروسه بنده کړې او دغه وضعیت افغان خبریالان له نامعلومو او خطرناکو شرایطو سره مخ کړي دي.

دغه سازمان له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمشنرۍ او نورو نړیوالو بنسټونو غوښتي چې په پاکستان کې د میشتو افغان خبریالانو د ژغورنې لپاره ګټور اقدامات وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت له سقوط وروسته ډیری افغان خبریالان د خپل مسلکي فعالیت د سانسور او امنیتي ګواښونو او سیاسي فشارونو له امله پاکستان ته تللي خو په تېرو څو کلونو کې دوی په هغه هیواد کې هم له بې ثباتې ډک وضعیت او په ویره کې ژوند تیروي.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې په څو پړاونو کې د افغان کډوالو د اخراج پروسه پیل کړه چې یوازې په تېر ۲۰۲۵ کال کې له یو میلیون ډېر افغانان له دې هیواده ایستل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم ویلي په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او له دوی سره د ناوړه چلند پېښې زیاتې شوي دي.

د روانې سلواغې په پیل کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت له پاکستان وغوښتل چې د افغان کډوالو له ځورونې، ځپنې او نیولو لاس واخلي.

د ملګرو ملتونو په ګډون د کډوالو د حقونو بیلابیلو ملاتړو بنسټونو له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو اخراج غندلی او دا یې له نړیوالو ژمنو سرغړونه بللې ده.

دغه بنسټونو ویلي دغه بهیر د زیانګالو ژوند ته خطر پېښوي او د بشري مرستو ملاتړ هم کمزوری کوي.

XS
SM
MD
LG