د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۴

د طالبانو حکومت د مخدرو موادو او د اعتیاد د درملنې په اړه د ملګرو ملتونو رپوټ رد کړ

دطالبانو حکومت په هیواد کې دمخدرو مواد څخه د اوچتې استفادې او طبي خدماتو ته د معتادانو د محدودې لاسرسي په اړه د ملګرو ملتونو وروستی رپوټ رد کړ. د مخدرو موادو او جرایمو په وړاندې دملګرو ملتونو دمبارزې دفتر UNODC د مخدرو موادوڅخه د استفادې دعواملو په وړاندې په عملي اقداماتو ټینګار کوي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت په هیواد کې د مخدرو موادو څخه داوچتې استفادې او علاج ته معتادانو د محدودې لاسرسي په هکله د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) روستی رپوټ رد کړ.

د ملګرو ملتونو دغه دفتر په خپل تازه رپوټ کې چې دسلواغې په دولسمه یې خپور کړ وویل چې افغانستان کې له مصنوعي مخدرو موادو او د طبي درملو څخه د ناوړه استفادې ترڅنګ ، دودیز مخدر موادهم ډیر کارول کیږي.

رپوټ زیاتوي چې سره لدې چې د طالبانو حکومت د ګڼ شمیر معتادانو د علاج خبره کوي خو ددغه دفتر موندنې ښيي چې داعتیاد دعلاج دوه ثلثه مراکز یواځې دنارینه معتادانو لپاره خدمات وړاندې کوي. او په ۳۲ ولایتونو کې ددغو مراکزو یواځی ۱۷ سلنه د ښځینه معتادانو علاج کوي.

خو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع دغه رپوټ رد کړ او د سه شنبې په ورځ یې په ایکسپاڼه کې ویډیویی پیغام کې ادعا وکړه چې د UNODC دغه رپوټ دیوې زړې سروې په اساس جوړ شوی دی.

ښاغلي قانع وویل چې دغه وزارت په تیرو څلورو کلونو کې د طالبانو دمشرتابه د لارښوونو په اساس اغیزناک اقدامات کړي دي.

کورنیو چارو وزارت د مخدرو موادو د کرنې د مخنیوي ، دمعتادانو د درملنې ، د عامه اګاهي او علاج شویو معتادانو ته د کار د پیدا کولو په برخه کې اغیزناک اقدامات کړي دي


« کورنیو چارو وزارت د مخدرو موادو د کرنې د مخنیوي ، دمعتادانو د درملنې ، د عامه اګاهي او علاج شویو معتادانو ته د کار د پیدا کولو په برخه کې اغیزناک اقدامات کړي دي چې په یاد رپوټ کې ددغو لاسته راوړنو پوره یادونه نه ده شوې.»

د طالبانو مشرملا هبت الله اخندزاده د ۲۰۲۲ کال د اپریل میاشت کې د کوکنارو کرل او د تریاکو تولید او قاچاق منع کړل.

خو د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) په خپل هغه رپوټ کې چې د سږ کال لړم میاشت کې یې خپور کړ وویل چې له دغه بندیز وروسته په افغانستان کې د ترکیبي مخدرو موادو ، په ځانګړي ډول د متامفتامین تولید او قاچاق زیات شوی دی.

ددغه دفتر په تازه رپوټ کې راغلي دي چې چرس په افغانستان کې د نارینه وو په مینځ کې تر ټولو زیات کارول شوي مخدره مواد دي چې ۴۶ سلنه دي، پداسې حال کې چې تریاک ۱۹ سلنه، ټابلیټ «کا» ۱۱ سلنه، او میتامفیتامین یا شیشه ۷ سلنه دي.

خو عبدالمتین قانع وايی اوسمهال افغانستان کې د چرسو تولید صفر شوی او ذخیرې یې هم له مینځه وړل شوي دي.

هغه پرته لدې چې ارقام وړاندې کړي ټینګار وکړ چې ګڼ شمیر معتادان افغانستان کې علاج ته لاسرسی لري.

بلخوا د اعتیا د تداوي متخصص ډاکټر فرید بزګر ازادي راډیو ته وویل علاج یواځې د معتادانو په راټولولو نه کیږي.

د معتادانو تداوي او د اعتیاد په وړاندې مبارزه یواځې په مراکزو کې د معتادانو په حبس یا ددوی په راټولو نه کیږي بلکه یو دقیق او علمي سیستم ته اړتیا لري


«د معتادانو تداوي او د اعتیاد په وړاندې مبارزه یواځې په مراکزو کې د معتادانو په حبس یا ددوی په راټولو نه کیږي بلکه یو دقیق او علمي سیستم ته اړتیا لري. د افغانستان وضعیت ته په کتو ، دمعتادانو دتداوي لپاره کافي بودجه نشته او ددغې څانګې ډیرو متخصصینو هیواد پریښی دی. فکر نه کوم چې د اوسنیو حاکمانو اقدامات د معتادانو واقعي اړتیاوو ته ځواب وویلی شي. »

د رپوټ په اساس ، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) موندنې ښيي چې د مخدرو موادو کارونه،فقر، بیکاري اود معتادانو روغتیايی اړتیاوو پورې تړاو لري.

په عین حال کې ، د ملګرو ملتونو د پراختیايی پروګرام (UNDP) استازي ستیفن رودریکس ویلي دکار دفرصتونو ایجاد او داقتصادي وضعیت بهتروالی ، د مخدرو موادو دکارونې د اصلي عواملو په وړاندې مبارزه کې اغیزناک رول لوبولای شي.

XS
SM
MD
LG