د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۰

اوچا د روان کال په ترڅ کې د افغانانو روغتیایي خدماتو ته اندیښنه ښکاره کړه

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وړاندوینه کوي چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱۴.۴ میلیونه خلک روغتیايي خدمتونو ته اړتیا ولري.

د کنړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي نیک محمد د جمعې په ورځ «د دلوې په لسمه» ازادي راډیو ته وویل، د دوی په سیمه کې یو مجهز روغتیايي مرکز هم نشته او د اقتصادي ستونزو او اوږد واټن له امله ورته د ولایت مرکزي روغتونونو ته د خپلو ناروغانو لیږدول خورا سخت دي:

"هوا سړه ده، زما ماشومان په سینه بغل اخته دي، ښځې هم ناروغه ده، واوره شوې او ورښت روان دی، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو، دلته منظم کلینیک نشته، زه مجبور خپل ماشومان د درملنې لپاره د ولایت مرکز اسد اباد ته ولیږدوم، زه هیله لرم چې موږ سره مرسته وشي."

د تخار ولایت اوسېدونکې مهرانګیز هم وايي چې بې وزلي او د روغتیايي مرکزونو لرې والی بې وزلو خلکو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي، دا ادعا کوي چې یو شمیر ناروغان روغتون ته له رسیدو مخکې مړه شوي.

"ډیری خلک مرکز ته له رسیدو مخکې مړه کېږي، زه چې کله ناروغ وم، یوه مور مې ولیده چې له لرې پرتې سیمې راوړل شوې وه او هغه زما د سترګو په وړاندې مړه شوه، امیندواره میندې او نور ناروغان چې تر ښاره رسېدل، مړه شوي، ډیر لږ خلک درملو او ډاکټرانو ته لاسرسی لري، زموږ ډیری خلک له بې وزلۍ سره مخ دي."

مخکې د طالبانو حکومت بیلابیلو روغتیايي چاراکو هم ازادي راډیو سره په خبرو کې روغتیايي برخې په ځانګړي ډول د امکاناتو د کمښت برخه کې ستونزې منلې وې.

د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، سږ میلادي کال به دا وضعیت نور هم بدتره شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) تازه وړاندوینه کړې چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱۴.۴ میلیونه خلک روغتیايي خدمتونو ته اړتیا ولري.

دې ادارې په یوه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ «د دلوې په نهمه» په خپل ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) یې خپور کړی، لیکلي چې د دې خلکو ۵۴ سلنه ماشومان او ۲۴ سلنه یې ښځې دي.

د «اوچا» لخوا د وړاندې شویو شمېرو له مخې، پاتې ۱۰ سلنه معلولیت لرونکي خلک دي.

د ملګرو ملتونو د ادارې په ټکو، د دوی روغتیایی مرستې به یوازې ۷.۲ ملیون خلکو ته ورسېږي، او په ملیونونو نور به دې اړینې پاملرنې ته له لاسرسي بې برخې پاتې شي.

«اوچا» ټینګار کړی چې دې بیړنیو روغتیایی اړتیاو ته د رسېدو لپاره له ۱۹۰ میلیون ډالرو څخه ډیرې بودجې ته اړتیا ده.

دا اندیښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې دې وروستیو ورځو کې د سړې هوا له امله رامینځته شوي موسمي ناروغۍ زیاتې شوي او د روغتیا سکتور په برخه کې د مرستو چمتو کولو لپاره د نړیوالو سازمانونو د ملاتړ کمښت اندیښنې لا پسې زیاتې کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) په دې وروستیو کې په افغانستان کې د مختلفو ناروغیو له امله د سلګونو کسانو د مړینې راپور ورکړی دی.

دې سازمان «د دلوې په ۵مه» په یوه راپور کې اعلان وکړ چې په ۲۰۲۵ کال ډسمبر میاشت کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۶۶ کسان د مختلفو ناروغیو له امله مړه شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د دې مړینو ډیری لامل تنفسي ناروغۍ او سینه بغل وو، هغه ناروغۍ چې د ژمي د سړې هوا په شدت په ټول افغانستان کې زیاتیږي.

دې سازمان د تیر کال د دسمبر په وروستیو کې هم اعلان کړی و چې په ۲۰۲۵ کال کې د بودیجې د سخت کمښت له امله، د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ۴۴۵ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه یا وځنډول شول یا په بشپړه توګه وتړل شول، چې نږدې ۴ میلیونه خلک یې اغیزمن کړل.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) یو ځل بیا په خپل وروستي راپور کې اعلان کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې نږدې ۲۱.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.

XS
SM
MD
LG