د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر خصوصي کتابتونونو مسوولین وایي، اوس نجونې د پخوا په څیر مطالعې او دکتابونو وړلو ته نه ورځي.
یو شمیر دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د نجونو پر زدهکړو د طالبانو حکومت له پراخو محدودیتونو وروسته، په دې برخه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
دوی زیاتوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې، ښځو او نجونو د مطالعې په فرهنګ، فردي او علمي وده کې مهم رول درلود خو اوس دې حالت، په افغانستان کې د نجونو د راتلونکي فرهنګي او فکري وضعیت په اړه جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.
د کابل ښار د یوه خصوصي کتابتون مسوول چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډیو ته وویل:
نجونې مراجعینې کمې شوي، شاوخوا ۴۰ فیصدو ته رسېدلي، دا فیصدي هم د انګلیسي ژبې او نورو بهرنیو ژبو پر پیاوړتیا کار کوي، څو په دې ډول د خپلو زدهکړو دوام ته کومه لاره ومومي.
" نجونې مراجعینې کمې شوي، شاوخوا ۴۰ فیصدو ته رسېدلي، دا فیصدي هم د انګلیسي ژبې او نورو بهرنیو ژبو پر پیاوړتیا کار کوي، څو په دې ډول د خپلو زدهکړو دوام ته کومه لاره ومومي."
خو نوموړی زیاتوي له دې سره سره، د دوی کتابتون هڅه کوي چې د ښځو ترمنځ د مطالعې فرهنګ ژوندی وساتي.
ده دا هم وویل چې هره اوونۍ ښځو او نجونو ته ځانګړي ښوونیز او فرهنګي پروګرامونه تنظیموي، څو له کتاب او زدهکړې سره یې اړیکه په بشپړه توګه پرې نه شي.
په همدې حال کې، بلخ ولایت کې د یوه خصوصي کتابتون مسوول، چې ده هم نه غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې په دې ولایت کې وضعیت لا ډېر د اندېښنې وړ دی:
له محدودیتونو مخکې، سلو زیاتو نجونو مراجعه کوله، خو اوس نږدې صفر ته رسېدلې ده
"له محدودیتونو مخکې، سلو زیاتو نجونو مراجعه کوله، خو اوس نږدې صفر ته رسېدلې ده. پخوا هغه کتابونه چې ډیر له موږ څخه وړل کېدل، ساینسي کتابونه به وو؛ لکه فزیک، کیمیا او د کانکور لپاره چمتووالی، خو دا مهال ډیری د ارواپوهنې کتابونه وړي؛ ځکه چې څنګه خپل هدف ومومي یا خپل فشار راکم کړي."
د هرات ولایت د یو شمېر خصوصي کتابتونونو مسوولین هم وایي چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو مخکې، کتابتونونو ته نجونې ديرې ورتلې، خو له پرلهپسې محدودیتونو ورسته، اوس مراجعه کمه شوې او تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.
په ورته وخت کې، له زده کړو یو شمیر محرومې نجونې هم وایي، د زدهکړو د دوام لپاره د هیلې او انګېزې له لاسه ورکولو سره، کتابتونونو ته د تګ اړتیا او لېوالتیا یې هم کمه شوې ده.
د دوی له ډلې د کابل ولایت یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وایي له محدودیتونو مخکې به یې د درس او زده کړو کې د پرمختګ لپاره کتابتون ته مراجعه کوله، خو اوس نور د تګ اړتیا نه احساسوي:
نجونو خپله انګېزه له لاسه ورکړې ده. پخوا طبعاً د ښو نمرو لپاره، د هغو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره چې ورته یې اړتیا درلوده، کتابتونونو ته تللې
"نجونو خپله انګېزه له لاسه ورکړې ده. پخوا طبعاً د ښو نمرو لپاره، د هغو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره چې ورته یې اړتیا درلوده، کتابتونونو ته تللې، مطالعه یې کوله، خو اوس له بده مرغه ډېرې نجونې هغه وضعیت کې نه دي او د خپل راتلونکي لپاره هېڅ هیله او انګېزه نه لري."
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان کې له بیا واک ته رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې منع اعلان کړې او وروسته یې په ۲۰۲۲ کال کې پوهنتونونو ته له تګ هم راوګرځولې.
سره له دې چې بېلابېلو نړیوالو سازمانونو په وار وار د دې محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده، خو د طالبانو حکومت تر اوسه په خپل دریځ کې کوم بدلون نه دی راوستی او تل یې ویلي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیز او فرهنګي سازمان (یونسکو) او د دې سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) روان کال د نړیوالې زدهکړې ورځې په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو لهخوا د لګول شویو بندیزونو له امله، شاوخوا ۲.۲ میلیونه پېغلې نجونې په افغانستان کې له منځنیو زدهکړو څخه محرومې شوې دي.
دغه بنسټونه وايي دغه بندیزونه، د یادو نجونو راتلونکي فرصتونه او د هېواد د پرمختګ بهیر په شدید ډول محدودوي.