نن دازادي راډیو څلوریشتمه کالیزه ده .
۲۴ کاله پخوا، په امریکا باندې د ۲۰۰۱ کال دسپتمبر دیوولسمې له تروریستي بریدونو څو میاشتې وروسته، دازادي راډیو خپرونې د ۲۰۰۲ کال د جنوري په دیرشمه دکابل په وخت دماښام په ۷:۳۰ بجو په پښتو او دري ژبو پیل شوې.
صالحه اسحق زۍ خالقي او سید سمیع عباس د ازادي راډیو د خپرونو لومړنۍ کوربانه وو چې د پیل شپو ورځو کې یې د ازاد افغانستان راډیو په نامه دافغانستان لپاره د ورځې دوه ساعته ژوندۍ خپرونې کولې.
په لومړنیو ورځو کې ، ازادي راډیو د چک جمهوریت پلازمینه پراګ کې ۱۵ خبریالان او د افغانستان په اتو ولایتونو کې اته خبریالان درلودل چې وروسته یې دهیواد په نورو ولایتونو کې هم خبریالان استخدام کړل.
ازادي راډیو پیل کې دصدارت څلورلارې ته څیرمه د مصطفی هوټل څخه نشرات کول او شپږ میاشتې وروسته یې د کابل وزیراکبرخان مینې ته خپل دفتر منتقل کړ.
د ازادي راډیو ۲۴ کلن مزل ډیرې لوړې ژورې درلودې او خلکو ته د بې پرې خبرونو د رسولو په لار کې یې درنه قرباني ورکړې.
د ازادي راډیو درې خبریالان او کارکونکي سباوون کاکړ، عبدالله حنانزی او فرشته محرم درانۍ د ۲۰۱۸ کال اپریل میاشت کې کابل کې په یوه هدفي برید کې ووژل شول.
دا ځانمرګی برید د کابل په شش درک سیمه کې هغه مهال په خبریالانو وشو چې دوی د یوه بل ځانمرګي برید د خبري پوښښ لپاره سیمې ته تللي وو.
دوه کاله وروسته ، په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۱۲مه نېټه لښکرګاه کې پر موټر یې د نښلول شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو.
وروسته لدې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې واک ته ستانه شول کابل کې دازادي راډیو دفتر وتړل شو خو نشراتو یې دوام وکړ.
ازادي راډیو اوسمهال خپلو ملیونو اوریدونکو او مخاطبانو ته په انټرنټ کې دخپل ویبسایټ له لارې د راډیویي ژوندیو نشراتو ترڅنګ ،په فیسبوک ، اکس (پخواني توتیر) ، واتساپ او یوټیوب خپرونې لري او افغانان په هیواد، سیمه او نړۍ کې له نویو تحولاتو خبروي.
باوري، بې پلوه او متوازنه خبر رسونه د ازادي راډیو د اهدافو څخه دي او د دې ترڅنګ دا راډيو د ولسواکۍ، بشري حقونو او لږکیو ملاتړ کوي.
اوسمهال دازادې اروپا/ ازادي راډیو د پښتو او دري ژبو ترڅنګ د ۲۲ هیوادونو خلکو ته په ۲۶ ژبو خپرونې لري او هره اونۍ څه باندې ۵۰ ملیونه کسان ددغې بین المللي رسنۍ له راډیويي، ټلویزیوني او آنلاین خپرونو په نړۍ کې ګټه اخلي.
دغه رسنۍ چې مرکزي دفتر یې پراګ دی د چک جمهوریت پلازمینه او نورو هیوادونو کې شاوخوا ۱۳۰۰ خبریالان لري.