د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۱

له افغانستان سره د نړیوالو شاوخوا ۱۷۰ میلیونه ډالرو تازه مرستې

له افغانستان سره بشري مرستې-ارشیف
له افغانستان سره بشري مرستې-ارشیف

له افغانستان سره د شاوخوا یو سل او اویا میلیونه ډالرو مرستو ژمنې وشوې. د دې مرستو لویه برخه د ملګرو ملتو د یوې پروژې ده چې سل میلونه ډالرو ته رسیږي.

ملګرو ملتو د پنجشنبې په ورځ وویل چې دا پیسې به په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب پر چارو ولګوي. د ملګرو ملتو په وینا له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته د افغان کډوالو له ډله ییز اخراج سره او پر دغه هیواد د بهرنیو د مرستو له کمیدو سره په دغهَ هیواد کې اقتصادي ستونزې زیاتې شوې دي.

د سل میلیونه ډالرو دا پروژه چې د ملګرو ملتو ترڅنګ یې د اسیا پراختیایي بانک ملاتړ کوي د دوو کلونو په ترڅ کې به له څه باندې یو نیم لک افغان کورنیو سره مرستې وکړي.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې دا مرستې به تر ډیره له هغو کډوالو سره وشي چې له پاکستان او ایرانه افغانستان ته ستنیدلي او همداراز به د وروستیو زلزلو او سیلابونو له امله د اغیزمنو شویو لاسنیوی وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، په دوه زره پنځه ویشتم کال کې له دوه نیم میلیونه څخه ډیر افغانان له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي دي، چې د افغانستان نفوس یې نژدې لس سلنه زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس، کو دونګیو وویل چې دا پروژه به د خوړو خوندیتوب سمدستي اړتیاوې پوره کړي او هدف به یې دا وي چې په افغانستان کې د خوراکي موادو رامنځته شوې تشه ډکه کړي. د ښاغلي دونګیو په وینا په ورته وخت کې ملګري ملتونه غواړي چې د دې مرستې په مټ خصوصي سکتور تر یوه بریده ورغوي.

په ورته وخت کې اروپایي ټولنې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې شپاړس میلیونه او درې لکه امریکایي ډالر مرستې به له افغانستان سره وکړي چې د وړې او منځنۍ کچې اقتصادي تشبثاتو لاسنیوی وشي.

بل لور ته استرالیا له افغانستان سره د پنځوس میلیونه ډالرو د مرستې اعلان وکړ. د استرالیا د نړیوال پراختیا وزیرې ان الیي د پنجشنبې په ورځ وویل چې دا مرستې د افغانانو د سمدستي اړتیاو په اساس شوې دي.

له افغانستان سره جاپان هم په ورته ورځ د نهه میلیونه او درې لکه امریکایي ډالرو مرستې ژمنه وکړه چې په کابل کې د اوبو ستونزې ورسره تر یوه بریده حل شي.

د ملګرو ملتو، د استرالیا، اروپایي ټولنې او جاپان مرستې شاوخوا یو سل او اویا ملیونه امریکایي ډالرو ته رسیږي. د سیاسي چارو کارپوه د پوهنتون استاد اسحاق اتمر وایي چې دا مرستې پر دې دلالت کوي چې نړیواله ټولنه افغانان نه هیروي:

« افغانستان داسې یو هیواد دی چې بشري مرستو ته ډیر ضرورت لري ځکه چې یو خو اقتصادي فقر په دې هیواد کې ډیر دی. هغه وګړي چې هغوی مرستو او کومکونو ته ضرورت لري هغوی ډیر احتیاج دي. بل طبیعي افتونه دي چې په افغانستان کې دا څلور پنځه کاله کله زلزله وي، کله سیلابونه وي چې له امله یې افغانانو ډیر زیان موندلی دی. یوشمیر هیوادونه دي چې په بشري زمینه کې له افغانانو سره مرسته کوي. زه فکر کوم دا یوه انساني وجیبه ده او افغانان دې ته اړتیا لري»

د خوړو او کرنې سازمان په یوه راپور کې تر دې مرستو مخکې خبرداری ورکړی و چې اټکل کیږي د روان دوه زره شپږ ویشتم کال په ترڅ کې په افغانستان کې اوولس اعشاریه څلور میلیونه کسان د خوراکي موادو له سخت کمښت سره مخامخ شي چې څلور اعشاریه اووه میلیونه به یې په خوار ځواکي اخته شي.

XS
SM
MD
LG