د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۹

افغان سوداګرې میرمنې: له اقتصادي پلوه د دوی د ځواکمنولو لپاره د اروپایي ټولنې نوي پروګرامونه باید شفاف وي

یو شمېر افغان سوداګرې مېرمنې وايي، د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د میلیونونو یورو په ارزښت د اروپایي ټولنې د نویو پروګرامونو په رڼا کې پانګونې باید، په روښانه اوځنځیري ډول ترسره شي، څو د پروګرام له پیل تر پایه پورې په کې د دوی ځواکمنتیا تضمین شي.

په هرات ولایت کې د زعفرانو د تولید د یو شرکت مسوولې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، د ښځو د رېښتینې پرمختګ لپاره باید دا پروګرامونه هر اړخیزې تګلارې ولري او د بېلابېلو مسلکونو روزنه او د هغو ښځو د مهارتونو لوړول چې د شرکتونو مشري کوي، په کې لومړیتوب وي.

دې پروګرامونو کې باید د ښځو د امنیت د ټینګښت، د جنسیتي تبعیض له منځه وړلو، د کاروبارونو د ثبت بهیر اسانه کولو او د محصولاتو د صادراتو لپاره د زمینې برابرول موارد هم شامل وي

دا، چې په شرکت کې یې یو شمېر ښځې او نجونې کار کوي، ټینګار کوي چې دې پروګرامونو کې باید د ښځو د امنیت د ټینګښت، د جنسیتي تبعیض له منځه وړلو، د کاروبارونو د ثبت بهیر اسانه کولو او د محصولاتو د صادراتو لپاره د زمینې برابرول موارد هم شامل وي، تر څو ښځې وکولای شي د دوامدار او سم ملاتړ په ترڅ کې خپل اقتصادي فعالیتونه پراخ کړي:

"د فعالو ښځو د ودې لپاره څو اړخیز چلند ته اړتیا ده؛ د هغو ښځو او نجونو د ځواکمنتیا لپاره مسلکي روزنه چې له زده‌کړو پاتې دي، د ښځو په مالکیت شرکتونو کې د بشري ځواک روزنه، او د هغو ښځو د تخصصي مهارتونو لوړول چې د شرکتونو په راس کې دي. یعنې دا پروګرامونه باید له پیل تر پای پورې په روښانه او ځنځیري ډول پر بېلابېلو برخو پانګونه وکړي، نه دا چې پر هغو کسانو پانګونه وشي چې نه تخصص لري، نه پوهه او نه تجربه."

دا په داسې حال کې ده چې اروپایي ټولنې اعلان کړی چې د «سیمه ییزو تشبثاتو له لارې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا» (WE-LEAD) پروګرام په دویم پړاو کې لس میلیونه یورو پانګونه کوي.

دې ټولنې د جنورۍ په ۲۲مه په یو بیان کې ویلي، چې دا پروګرام له ښځو په اقتصادي فعالیتونو، لومړنیو پانګونو او د دوی له وړو او متوسط شرکتونو ملاتړ کوي، او د روزنې، سلا مشورو، بازارونو او مالي خدمتونو ته د لاسرسي له لارې به د شرعي مالي طریقو پر بنسټ د عاید د ترلاسه کولو فرصتونه زیات کړي.

د اروپایي ټولنې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) مسوولین، چې د دې پروژې عملي کوونکي دي، وايي دا پروژه د دغو ګډو اقداماتو له لارې د کورنیو اقتصادي توان پیاوړی کوي، د ښځو عاید زیاتوي او په اقتصادي پرېکړو کې یې رول لوړوي.

په بیان کې دا هم ویل شوي چې د دې پروګرام دویم پړاو به په هغو مرکزي او غرنیو ولایتونو کې عملي شي چې لږ امکانات لري، هلته چې د اروپایي ټولنې په وینا د ښځو کاري ګډون کم او مالي خدمتونو ته یې لاسرسی محدود دی.

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یوه سوداګره ښځه، چې د خیاطۍ یوه کارخونه لري او لسګونه ښځې او نجونې پکې کار کوي، وايي یو شمېر ښځې، په ځانګړي ډول له زده‌کړو محرومې نجونې، ښې طرحې او نوښتونه لري خو په خبره یې د اقتصادي فعالیتونو د پیل لپاره مالي او تخنیکي ملاتړ ته اړتیا لري.

ډېری هغه نجونې چې له ښوونځي، پوهنتون او زده‌کړو محرومې دي، هڅه کوي لږ تر لږه یو مصروفیت ولري چې هم ځان او هم نورو ته ګټه ورسوي

دی هم چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل:

"ښايي داسې کسان چې غواړي کاروبار پیل کړي، هغه اندازه پانګه ونه لري چې خپل کار پرې شروع کړي. کېدای شي ډېرې ښې نظریې ولري، که څوک یې ملاتړ وکړي، کولی شي د ځان تر څنګ د نورو لپاره هم د کار زمینه برابره کړي، تر څو هم ځان او هم نور په ګټه راولي. ډېری هغه نجونې چې له ښوونځي، پوهنتون او زده‌کړو محرومې دي، هڅه کوي لږ تر لږه یو مصروفیت ولري چې هم ځان او هم نورو ته ګټه ورسوي؛ دوی ملاتړ ته اړتیا لري."

مخکې تر دې اروپایي ټولنې د تېر کال په دسمبر میاشت کې د افغانستان د خصوصي سکتور د ملاتړ په موخه له نړیوال مالي شرکت (IFC) سره د پنځه میلیونه یورو یو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې تد کوچنیو او متوسطو شرکتونو او د کاري زمینو برابرونکو پر ملاتړ، مالي خدمتونو ته د لاسرسي په ښه‌والي، او د ښځو، ځوانانو او راستنېدونکو د اقتصادي مشارکت پر پراختیا یې تمرکز درلود.

اروپایي ټولنې ویلي چې د دې پروګرام عملي کېدل به د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ پیل او تر درې نیمو کلونو به دوام ولري.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، په تېرو څلور نیمو کلونو کې، له شپږم ټولګي څخه پورته له زده‌کړو د نجونو د منع کېدو او په ډېری دولتي او نا دولتي ادارو کې د ښځو په کار د بندیز له امله، یو شمېر ښځې او نجونې اړې شوي چې د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره بېلابېلو مسلکونو ته مخه کړي. ډېرې یې په کوچنیو کاروبارونو، لاسي صنایعو او ګڼډنې بوختې دي.

سره له دې چې طالبانو ښځو ته په ځینو مسلکونو کې د کار اجازه ورکړې، خو یو شمېر ښځې چې په بېلابېلو کارونو بوختې دي، وايي د طالبانو د حکومت له‌خوا پرې لګېدلو ګڼو محدودیتونو د دوی دا فعالیتونه هم ټکني کړي او د پراختیا مخه یې نیولې ده.

دوی وايي، طالبانو په بازارنو کې په نارینه وو د دوی د تولیداتو پر پلور بدنیز لګلولی، دغه شان د دغو کاروبارونو د رسمي ثبت په برخه کې یې هم په وړاندې ستونزې موجودې دي او له نارینه پرته سفر او په نندارتونونو کې ګډون هم نه شي کولای.

XS
SM
MD
LG