د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۳

په افغانستان کې ښوونځیو ته د هلکانو د جذب شمیرې په کمیدو دي

ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق «یونیسف» وایي، د نجونو په زده کړو د محدودیت تر څنګ په ښوونځیو کې نن سبا هلکان هغومره نه جذبیږي لکه مخکې.

د لوګر ولایت اوسېدونکی مجتبی وايي د بې وزلۍ له امله یې یو ورور ښوونځي ته له تګ پاتې شوی دی.

هغه سه شنبه د جنورۍ۲۷مه ازادي راډيو ته وویل، چې اوس یې ورور له پلار سره یو ځای پر واټونو توکي پلوري څو د کورنۍ لپاره نفقه وګټي:

"زموږ اقتصادي وضعیت ښه نه دی، پلار مې له تېرو دوه کلونو راهیسی نه دی توانېدلی چې ورور مې ښوونځي کې شامل کړي، پلار مې وايي د قلم، کتابچې او ان د جامو د لګښت توان نه لري له همدې امله ترې ښوونځی پاتې دی."

خو د کابل ښار د دولسمې ناحیې اوسېدونکي رحیم الله چې معلول او بې وزله دی وايي که څه هم سخت اقتصادي مشکلات لري خو بیا یې هم خپل زامن په ښوونځي کې شامل کړي خو په خبره یې د زده کړو ټیټ کیفیت، د مسلکي ښوونکو او د درسي امکاناتو نه شتون له امله هغوی ډیری وخت ښوونځیو ته نه ځي:

"په دولتي ښوونځیو کې ډېرې ستونزې شته، یوه ورځ ښوونکی نه وي، بله ورځ قلم او کتابچه نه وي او چې ښوونکي نه وي درس هم سم نه وي نو له همدې امله ځینې ورځې هلکان ښوونځي ته نه ځي، دغه راز ډیر وخت چې په کور کې څه نه وي بیا دوی کار ته ځي، ښوونځي بیا هم ترې پاتې وي، په شخصي ښوونځیو او کورسونو کې د شاملولو توان هم نه لرم."

دا په داسې حال کې ده چې تازه له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق «یونیسف» اعلان کړې چې د نجونو پر زده کړو د محدودیت ترڅنګ د هلکانو په ښوونځیو کې د نوم لیکنې بهیر هم ټکنی دی.

یونیسف دوشنبه د د جنورۍ ۲۶مه، پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر دې دمه ۲ عشاریه ۲ میلیونه نجونې له منځنیو زده کړو څخه محرومې شوې دي.

دغه صندوق خبرداری ورکړی چې د ښوونې او روزنې په نظام کې روان ناورین یو بشپړ نسل له خطر سره مخ کړی او ټینګار یې کړی چې زده‌کړه د هر ماشوم بنسټیز حق دی.

له دې وړاندې د روانې جنورۍ په ۸مه یونیسف او د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیز او کلتوري سازمان (یونسکو) په یو راپور کې ویلي وو چې افغانستان د نړۍ پر کچه د تعلیم او زده کړې له یو سخت ناورین سره مخ او د دی هېواد کې کابو ۹۳ سلنه ماشومان د لومړني ښوونځي تر پایه ان ساده متن نه شي لوستلی.

په دې راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې په لومړنیو ښوونځیو کې د نوم لیکنې شمېر ۶.۷۷ ملیونو ته ورسېد، خو وده یې د ۲۰۲۳ کال په پرتله په ټپه درېدلې ده.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې منع کړې او وروسته یې په ۲۰۲۲ کال کې په وړاندې د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

که څه هم د طالبانو حکومت دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوه او له ورنه غوښتنه وشوه چې دا محدودیت پای ته ورسوي خو د څلورو کلونو په تېرېدو لا هم طالبانو په دې برخه کې خپل دریځ نه دی بدل کړی خو تینګار کوي چې د اسلامي شریعت له مخې یې د ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي دي.

ملګرو ملتونو د تېر کال د اکتوبر په ۸مه په یو راپور کې خبرداری ورکړی وو چې که د نجونو په زده کړو دا بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي نو د دې هیواد څلور میلیونه نجونې به له زده کړو محرومې شي.

XS
SM
MD
LG