د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۳۷

د درنو واورو تلفات; زیانمن شوي خلک وايي خپلوان یې له لاسه ورکړي


کابل ښار کې د سږنۍ واورې یو انځور
کابل ښار کې د سږنۍ واورې یو انځور

د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي د وروستیو واورو او لارو بندیدو له امله یې ځینې نېږدې خپلوان مړه شوي دي. دوی وايي، واورو یې کورونه زیانمن کړي او د اقتصادي ستونزو او امکاناتو د نه شتون او سختې یخنۍ له امله ناروغان شوي دي.

د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې یو شمېر کورنۍ وايي د تېرو څو ورځو د درنو واورو او لارو بندیدو له امله چې روغتیايي مرکزونو ته یې لاس رسی نه درلود، یو شمېر خپلوان او ملګري یې مړه شوي دي.

د لوګر ولایت یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور دوشنبه د جنورۍ۲۶مه ازادي راډيو ته وویل، د کاکا یو لمسی یې چې په غزني کې یې ژوند کاوه ناروغ شو خو د لارو د بندیدو له امله په وخت روغتون ته ونه شو رسېدای او په کور کې مړ شو.

دوه ورځې مخکې زما د کاکا یو لمسی، چې کورنۍ یې د غزني ولایت په یوې لرې پرتې سیمه کې ژوند کوي، د سختې یخنۍ له امله ډېر ناروغ شوی و، خو دا چې لارې د واورو له امله بندې وې روغتون ته یې د انتقال امکانات نه وو، بلاخره پرون ماښام مړ شو.

د ننګرهار د تورخم ښارګوټي یوه اوسېدونکي فرمان شاه فقیرزي ازادي راډيو ته وویل چې د درنو واورو له امله یې کور زیانمن شوی او د کورنۍ ځینې غړي یې د سختې یخنې له امله ناروغان شوي دي.

هوا ډېره سړه ده، پنځه ورځې کېږي چې واوره اوري، زه سمه سرپناه نه لرم


"هوا ډېره سړه ده، پنځه ورځې کېږي چې واوره اوري، زه سمه سرپناه نه لرم، د کور دیوال مې هم نړېدلی، لا هم د باران او واورو امکان شته، لرګي مو نه دي اخیستي، د کور د تودولو او خوراکي توکو لپاره پیسې نه لرم، دا ټولې ستونزې شته."

په همدې حال کې د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې په خپله اېکس پاڼه د ترانسپورت او هوايي چلند د هوا پېژندنې او نړیوالو بنسټونو د واړندوینو پر بنسټ لیکلي چې دوشنبه د جنورۍ ۲۶ د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د باران، واورو، تالندې او سیلابونو د راوتلو احتمال شته.

د سالنګونو په ګډون کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بامیان، دایکندی، میدان‌وردک، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، کندهار، ارزګان، زابل، هلمند، هرات، بادغیس، غور، سرپل، فاریاب، ننګرهار، لغمان، کنر او نورستان هغه ولایتونه یاد شوي چې د نسبتاً درنې واورې، سخت باران او تېزو بادونو شاهدان وي.

د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو او د واورې اندازه له ۱۰ تر ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

په دې خبرتیا کې د یادو ولایتونو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د سیندونو غاړو او هغو سیمو ته چې د سېلاب خطر پکې شته، نږدې نه شي.

د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد دوشنبه د جنورۍ ۲۶مه ازادي راډيو ته وویل چې د واور او بارانونو له امله د تلفاتو او زیانونو په شمېر کې بدلون نه دی راغلی او زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې او خوراکي توکي ویشل شوي دي.

نوموړي د جنورۍ ۲۴ مه اعلان کړی وو چې د وروستیو واورو او بارنونو له امله د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې ۶۱ کسان مړه او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي، سلګونه کورونه بشپړ اویا هم نیم ویجاړ شوي او سلګونه څاروي هم تلف شوي دي.

د دغه نسبتا درنو واورو له امله د افغانستان ډیری لویې او فرعې لارې د ټرافیکو په وړاندې وتړل شوې چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ شول، دغه راز په کونړ کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنې کورنۍ لا هم به خیمو کې تر سړې هوا لاندې ژوند کوي.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست دغه شان سبا سې شنبه د جنورۍ ۲۷ مه هم په بدخشان، ننګرهار، کاپیسا، نورستان، لغمان او کونړ کې د واور او باران د وریدو وړاندوینه کړې ده.

XS
SM
MD
LG