د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۶ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۰

د طالبانو حکومت پرته له دریوو د رسنیو د ملاتړ ټول بنسټونه وتړل


د افغان خبریالانو یو تصویر، ارشیف
د افغان خبریالانو یو تصویر، ارشیف

د طالبانو حکومت پرته له دریوو، افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ نور ټول بنسټونه لغوه کړل. طالبانو د خپل اقدام په توجیه کې ویلي چې دا کاریې له یوې ارزونې وروسته کړې. بلخوا د رسنیو د ملاتړ فعالان وايي دغه ګام له توقعاتو بهرځکه نه دی چې د صنفي بنسټونو موجودیت او کثرت ، استبدادي نظامونو کې ځای نلري.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې یې د خبریالانو او رسنیو ملاتړي بنسټونه ارزولي چې له دې ډلې د ۳ بنسټونو جوازونه تمدید او پاټې نور ټول یې لغوه کړي دي.

یاد وزارت د دوشنبې په ورځ «د جنورۍ په ۲۶مه» په یوه اعلامیه کې وویل چې دا ارزونه یې د خبریالانو او رسنیو له شکایتونو وروسته کړې.

اعلامیه کې ویل شوي چې ددغو بنسټونو مسئولینو «د غیر مسلکیتوب» له امله د دې پر ځای چې د خبریالانو ستونزې حل کړي ور زیاتې کړي او په ټکو یې په نړیواله کچه یې د افغانستان د رسنیزو بنسټونو باور ته زیان رسولی و چې په پایله کې یې جوازونه لغوه شول.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران په یو ویډیو پیغام کې چې د پژواک خبري اژانس لخوا خپور شوی وايي د هیواد په کچه یواځې د دریو بنسټونو ، «د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ»، «افغان مطبوعاتي مرکز» او «د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې» جوازونه تمدید شوي دي.

هغه زیاتوي چې په دې پریکړې سره به د خبریالانو حقوق تامین او په ټکیو یې شفافیت رامینځ ته شي او د رسنیو د ملاتړ نهادونو کارونه به منظم او موثر شي.

خوښاغلي غفران د ازادي راډیو دا پوښتنې چې په مجموع کې دا مهال په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو څو ملاتړي بنسټونه شته او یاد وزارت څو ارزولي؟ ځواب نه کړې.

بلخوا د رسنیو د ملاتړ فعالانو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ددغې پریکړې په هکله غبرګون ښودلی دی.

له دې ډلې افغانستان کې د اسیا د جنوب د رسنیو د انجمن پخواني رئیس ضیا‌ء‌ بومیا چې اوسمهال په تبعید کې اوسي ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت دغه اقدام له توقع بهر نه دی.

"

د سندیکاوو کثرت یا د نهادونوموجودیت، یا کثرت د صنفي نهادونو، معمولا د ډیموکراټیکو ټولنو یو تشخص وي

، په استبدادي نظامونو کې لدینه باید توقع هم ونه لرو چې نظام دې ډیموکراتیک وي او عناصر متشکله دې د ډیموکراتیکو ټولنو وي بناء دغسې توقع تلله."

ښاغلی بومیا زیاتوي چې دغه درې بنسټونه چې جوازونه یې تمدید شوي په "اغلب ګمان "هغه بنسټونه دي چې د طالبانو د واکمني په مهال یې جوازونه ترلاسه کړي یا د طالبانو د حکومت سره همکار بنسټونه دي.

دغه راز حامد عبیدي د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ د سازمان رئیس وايي د خبریالانود ملاتړ د بنسټونو تړل د طالبانو لخوا د لګولو شویو محدودیتونو په دوام کې راځي او دوی هڅه کوي چې رسنۍ خپل ګورت کې وساتي.

"

په تیرو څلورو کلونو کې طالبانو څه دپاسه ۲۵ مواردو کې د رسنیو په فعالیتونو محدودیتونه لګولي دي ، د ملاتړو بنسټونو د جواز لغو کول هم د همدغو محدودیتونو دوام دی.

دغو بنسټونو په عمده ډول د بیان د ازادۍ ، دبیان دازادۍ د ارزشونو ، د اطلاعاتو د ازادو خپریدو او په نهایت کې افغانستان کې دخبریالانو د وړتیاوو د لوړولو په برخه کې فعالیت کاوه. د رسنیو د ملاتړ د بنسټونو په تړلو سره طالبان هڅه کوي چې ترډیره ددوی خپل روایتونه د هغو رسنیو له لارې چې افغانستان کې فعالې دي انعکاس ومومي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په افغانستان د یو شمېر رسنیو مسئولینو او خبریالانو پرله پسې شکایتونه کړي چې د طالبانو د حکومت لخوا له جدي کنټرول، څار او سانسور سره مخ دي.

دغه راز مختلفو نړیوالو بنسټونو اندېښنه ښودلې چې طالبانو افغانستان کې د بیان ازادۍ او د رسنیو اړوند فعالیتونو فضا تنګه کړې ده، هغه څه چې طالبانو رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG