د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۶ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۳

ځینې افغان نجونې: که څه هم انلاین زده کړې کوو خو دا د حضوري زده کړو ځای نه شي نیولی


عکس له ارشیفه اخیستل شوی دی
عکس له ارشیفه اخیستل شوی دی

یو شمېر افغان نجونې وایي، د طالبانو له لوري د دوی په زده کړو له محدودیتونو سره سره دوی هڅه کړې چې له بیلابیلو لارو په ځانګړي ډول په انلاین ډول خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. دوی ازادي راډيو ته وویل، که څه هم انلاین زده‌کړو کې هم ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او نه شي کولای په بشپړه ډول د حضوري زده‌کړو ځای ونیسي، خو په خبره یې دوی لپاره د زده‌کړو د دوام یوازینۍ لاره اوس همدا ده. په ورته وخت کې،د زده کړو د حقونو یو شمېر فعالان وايي د دغه نجونو هڅې د زده کړې د حق لپاره د دوی د مبارزې ښکاره څرګندونه کوي.
یو شمېر افغان نجونې وایي، د طالبانو له‌خوا د دوی پر زده‌کړو د لګول شوو محدودیتونو سره سره، د تعلیم د دوام لپاره یې انلاین زده کړو ته مخه کړې ده.

دوی وايي په انلاین ډول د زده کړو دوام یوازې لنډ مهاله انتخاب نه دی بلکې د هیلو د ساتلو، د فردي وړتیاوو د پیاوړتیا او د خپل راتلونکې لپاره یوه اګاهانه هڅه ده.

له لوړو زده کړو یوې بې برخې شوې نجلۍ چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي او اوس مهال په انلاین ډول د لیسانس زده کړه کوي یکشنبه د جنورۍ ۲۵مه یې ازادي راډيو ته وویل:

"له ښوونځي نه زما د فراغت په کال په افغانستان کې حکومت بدل شو، او له هغې وروسته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړل شوې، ان موږ یوه ورځ هم نور پوهنتون ته د تګ اجازه نه درلوده، خو په دې حالت کې هم موږ تسلیم نه شو او هڅه مې وکړه چې په انلاین ډول خپلو زده کړو ته دوام ورکړم، زه وتوانېدم چې په یو پوهنتون کې انلاین داخله وکړم او د لیسانس زده کړې مې پیل کړم."

دا وايي، انلاین زده کړې د حضوري زده کړو ځای نه شي نیولی او دغه شان په دې برخه کې د کمزوری انټرنیټ او د برښنا د نه شتون له ستونزو سره هم مخ دي.

د کابل ښار یوې بلې اوسېدونکې نجلۍ چې د طالبانو تر بیا ځلې واک مخکې د لسم ټولګي زده کوونکې وه او نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي هم ازادي راډيو ته وویل:

له یوې خوا د انټرنیټ ستونزې او لوړې بیې په ځانګړي ډول د هغه کسانو لپاره چې په کورونو کې وای فای نه لري، دغه شان د برښنا ستونزې

"په افغانستان واقعا انلاین زده کړې ډېرې سختې دي، له یوې خوا د انټرنیټ ستونزې او لوړې بیې په ځانګړي ډول د هغه کسانو لپاره چې په کورونو کې وای فای نه لري، دغه شان د برښنا ستونزې، ځکه اصلا برښنا نشته، موږ دوه درې وځې په ټولګي کې نه شو حاضرېدی، ځکه چې ټلیفون او کمپیوتر مو چارج نه لري."

دا نجونې وایي، له حضوري زده‌کړو محرومیت نه یوازې د دوی د زده‌کړې بهیر ستونزمن کړی، بلکې پر دوی یې رواني او ټولنیز فشارونه هم زیات کړي دي داسې مهال چې د زده کړو دوام د مدني مقاومت یوه بڼه او د خپل بنسټیز حق لپاره مبارزه بولي.

په همدې حال کې د زده کړو د حقونو یو شمېر فعالان وايي د دغو نجونو هڅې د زده‌کړې د حق لپاره د دوی د مبارزې ښکاره څرګندونه کوي او ښيي چې په ټولنه کې د زده‌کړوغوښتنې غږ به غلی نشي .

له ډلې خوشحال روهي ازادي راډيو ته وویل:

" زما په نظر انلاین زده کړې د مبارزې یوه مشروع او ګټوره هڅه ده، په دې کې شک نشته چې د مبارزې بېلابېل ډولونه شته، که له یوې خوا د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره د غږ پورته کول مهم دي نو له بلې خوا په هر ډول شرایطو او محدودیتونو کې د حق ترلاسه کول او د زده کړو هڅه په خپله یوه مهمه او بریالۍ مبارزه ده."

دا داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ( یوناما ) شنبه د جنورۍ ۲۴مه د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله فېسبوک پاڼه په یو بیان کې خبرداری ورکړی چې د افغان لوستو نجونو او مېرمنو پرته به د افغانستان راتلونکې مامعلومه وي.

یوناما یو ځل بیا ټینګار کړی چې زده کړې بشري حق، عامه ګټه او د ټولو مسولیت دی.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته تر بیا ځلې رسېدو وروسته له شپږم ټولګې پورته تر پوهنتونه د نجونو په وړاندې د هر ډول عصري زده کړو دروازې وتړلې.

که څه هم د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوه او له ورنه غوښتنه وشوه چې دا محدودیت پای ته ورسوي خو د څلورو کلونو په تېرېدو لا هم طالبانو په دې برخه کې خپل دریځ نه دی بدل کړی خو تینګار کوي چې د اسلامي شریعت له مخې یې د ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي دي.

د ملګرو ملتونو علمي، تعلیمي او کلتوري سازمان یونسکو او د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یونیسف د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو له لوري د دغه محدودیتونو له امله په افغانستان کې ۲ عشاریه ۲ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شوي دي او دا چاره د هغوی راتلونکې او د افغانستان پرمختګ په جدي ډول محدودي.




XS
SM
MD
LG