د افغانستان ختیځ کونړ ولایت د دېوه ګل ولسوالۍ اوسېدونکی مومن خان وایي پنجشنبې شپې د «جنورۍ په ۲۲مه» یې واورو هغه خیمې هم پرې ورونړولې چې په زلزلو کې یې د کور تر ورانېدو وروسته پناه وروړې وه.
نوموړي د جمعې په ورځ «د جنورۍ په ۲۳مه» ازادي راډیو ته وویل:"
بېګا راباندې ډېره زیاته واوره شوې او خیمې یې راماتې کړې هم ديمومن خان
، دا چې زلزلو مو کورونه ویجاړ کړي، کورونو ته تللی نه شو، نو خیمو کې اوسېږو او له پاسه راباندې واوره ورېږي، حالات ډېر خراب دي، ژمنیو توکو ته ډېره اړتیا لرو، ماشومان مو ډېر تکلیف کې دي، ناروغان او سپین ږیري کسان هم لرو، هیله مو دا ده چې موږ سره مرستې وشي."
د یادې ولسوالۍ د چلس کلي یو اوسېدونکي ملک عبدالصمد هم ازادي راډیو ته وویل چې
ښځې، ماشومان، سپین ږیري او سلګونه کورنۍ د دغه ولایت دېوه ګل او څوکۍ ولسوالۍ ته نږدې سیمو کې په شدیده سړه هوا کې تر خیمو لاندې بند پاتې ديملک عبدالصمد
: "له پرون راهیسې چې واورې شروع شوي او خیمې یې له امله ناستې دي، تلفات نشته، خو خلک ایسار پاتې دي، لارې هم ټولې بندې دي، د ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو وضع خرابه ده، ځکه خیمه خو ټوله یو دوه متره وي او دا ټولې تر واورو لاندې دي."
د دوی په خبره، تر اوسه له کومې سیمې یا کلي د انساني تلفاتو راپورونه نه دي ورکړل شوي.
خو د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت د پنجشنبې په ورځ ناوخته ویلي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سختې واورې او باران له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه شوي، یو شمېر کورونه نړېدلي او ځینې لویې لارې د واورو د ورېدو له امله بندې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) هم د ژمي په راتګ د زلزله ځپلو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې په افغانستان کې ژمي د ماشومانو لپاره وضعیت له کړکېچ، ناورین ته بدل کړی کړی.
د سوېلي اسیا لپاره د یونېسف سیمه ییز مشر سنجی ویجیسیکرا په هغه وېډیویي پیغام کې چې یونېسف پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) د پنجشنبې په ورځ «د جنورۍ په ۲۲مه» د کونړ ولایت له خاص کونړ ولسوالۍ ثبت او خپور کړی ویلي چې سړې هوا زلزله ځپلي په ځانګړې توګه هغه کسان چې بې سرپناه دي، د ژوند ګواښوونکي وضعیت سره مخ کړي دي.
ده ویلي: "
زرګونه ماشومان او کورنۍ دلته شته چې له وروستۍ زلزلې ژوندي پاتې شوي، خو بشري مرستو ته سخته اړتیا لريسنج ویجیسیکرا
، یونېسف د څښاک پاکې اوبه، روغتیا او د تغذیې خدمات، رواني ټولنیز ملاتړ او ساتنه ورته چمتو کوي، موږ دا هڅې کوو چې د هغو ماشومانو چې ښوونځي یې ویجاړ شوي، درسونه یې دوام وکړي، د هوا درجه لا دمخه راټیټه شوې او ډېر ژر به د یخنۍ درجه نوره هم ټیته شي، په ځانګړي توګه د هغو کسانو لپاره چې کورونه یې له لاسه ورکړي او بې ځایه شوي دي، دا یو جدي او د ژوند ګواښوونکی وضعیت دی."
د ملګرو ملتونو دې ادارې په خپله اېکس پاڼه په بېلابېلو بیانونو کې زیاته کړې چې ډېری کورنۍ لاهم له خپلو مېنو بې ځایه او د هوا درجه د صفر لاندې او سړه ده چې په ټکو یې، شاوخوا ۲۷۰ زره ماشومان له سختو او ژوند ګواښوونکو شرایطو سره مخ دي.
یونېسف ویلي چې دوی زیانګالو ماشومانو او د هغوی کورنیو ته د ګرمو جامو او د تودولو لپاره د توکو په ګډون د ژمي مرستې چمتو کوي، خو ټینګار یې کړی چې دوی لا هم پراخو او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیاوې لري، هغه څه چې د زلزله ځپلو سیمو ځیني رضاکاره مرستندویان یې هم غوښتنه کوي.
د دوی په وینا دا ځینې داسې سیمې دي چې د دوی ورتګ شونی نه دی او خلک په کې بېړنیو ژغورونکو مرستو ته اړمن دي.
دا خبرداري وروسته له هغه دي چې د افغانستان په څو بېلابېلو ولایتونو خصوصاً د هېواد ختیځ کې د ۲۰۲۵ کال له اګسټ میاشتې وروسته پرله پسې زلزلو زرګونه کسان مړه او ټپیان کړل او زرګونه کورنۍ یې د کورونو ویجاړېدو وروسته خیمو او نامناسبو سرپناوو کې ژوند ته اړ ایستل.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو مخکې له دې هم خبرداری ورکړی چې د افغانستان د نفوس یوه لویه برخه په ځانګړې توګه ماشومان او نورې زیانګالې ډلې به په ۲۰۲۶ کال کې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.