په داسي حال کې چې د طالبانو تر کنترول لاندي د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په شا او خوا ۳۰ ولایتونو کې د شدیدې واورې او باران اټکل کړی دی، د واورو له کبله یو شمېر مواصلاتي لارې تړل شوې دي. د راپورنو پر اساس، د شدید توپان په نتیجه کې تېره شپه له ترکمنستان څخه د وارداتي برښنا لین هم له تخنیکي ستونزو سره مخامخ شوی دی او د مزار شریف برق قطع شوی دی.
"لاره تړلې ده، خواړه پر وخت نه رسیږي چې دا کار د بیو د لوړیدو لامل کیږي. خلک ډیر اندیښمن دي، دوی شکایت کوي خو چارواکي دې مسلې ته ډیره پاملرنه نه کوي."
دا د حسیني په نوم د جوزجان ولایت یو اوسیدونکی دی. دی د ازادي راډیو یوازینی اوریدونکی نه دی چې د سړې هوا او ژمي موسم له امله د رامنځته شویو ستونزو په اړه یې ازادۍ راډیو ته پیغام لیږلی دی.
یوه بل اوریدونکي، چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه، وویل:
"زموږ موټرونه بند پاته دي، واوره او باران دی، دوی سړک نه ترمیموي چې زموږ موټرونه تیر شي."
په ورته وخت کې، د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د پنجشنبې په ورځ (د جنوري په ۲۲مه) پر ایکس شبکه (پخواني ټویټر) په یوه بیان کې لیکلي چې د درنو واورو، دوامداره او سختو طوفانونو له امله، د سالنګ په ګډون یو شمیر لویې لارې په موقتي ډول د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.
د حق شناس په وینا، د سالنګ لویې لارې په مختلفو برخو کې د واورې ژوروالی توپیر لري؛ په شمالي سالنګ کې د واورې ضخامت تر ۴ مترو او ۶۰ سانتي مترو پورې دی، او په جنوبي سالنګ کې له ۲ مترو او ۶۸ سانتي مترو پورې دی. هغه زیاته کړه چې د ځینو خنډونو سره سره د سړک پاکول دوام لري.
د طلوع نیوز په وینا، د سخت توپان او واورې تر اورېدو وروسته، د ترکمنستان څخه د عامه بریښنا لین د چهارشنبې په شپه له تخنیکي ستونزو سره مخامخ شو، او د ترکمنستان څخه مزار شریف ښار ته د بریښنا رسولو کار ګډوډ شو.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د ملي بریښنا شرکت تخنیکي ټیمونو د دې ستونزې د څیړنې او حل لپاره هڅې روانې کړې دي.
په پکتیا ولایت کې د فواید عامې ریاست کې د سرکونو د ساتنې او خوندیتوب مسؤل ظاهر شاه ظهیر وویل چې د پکتیا او خوست لاره هم د واورې د اورښت او سختو طوپانونو له امله تړل شوې ده، او د هغه په وینا، یو شمیر مسافر هم هلته بند پاته دي. د ښاغلي ظهیر په وینا، سخت طوپان د واورې پاکولو پروسه کراره کړې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې څانګې د افغانستان په شاوخوا ۳۰ ولایتونو کې د واورې او باران د احتمال خبرداری ورکړی دی او د پنجشنبې په ورځ په پلازمېنه کابل کې هم لومړۍ واوره وشوه.
دې ادارې په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د پنجشنبې په ورځ به په کابل، نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بلخ، کندز، فاریاب، سرپل، جوزجان، بادغیس، فراه، غور، هلمند، کندهار، ارزګان، دایکندي، بامیان، زابل، غزني، میدان وردګ، پکتیکا، پکتیا، خوست او لوګر ولایتون و کې درنې واورې او بارانونه وشي. تمه کیږي چې په دې ولایتونو کې د واورې اندازه د ۱۰ څخه تر ۶۵ سانتي مترو پورې او د باران اندازه د ۱۰ څخه تر ۳۵ ملی مترو پورې وي.