د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۵

د پاکستاني درملو په واردولو بندیز د سلواغې له شلمې نافذیږي

افغانستان کې یو درملتون کې ایراني درمل ، ارشیف
افغانستان کې یو درملتون کې ایراني درمل ، ارشیف

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د سلواغې له شلمې نیټې له پاکستانه د درملو په وارداتو بندیز نافذیږي. مالیې وزارت د چهارشنبې په ورځ د درملو له واردوونکو وغوښتل چې تر ۱۹ ورځو پورې خپلې ټولې معاملې او اسناد  تصفیه کړي.

له پاکستانه د درملو پر وارداتو د بندیز دنافذیدو د مهلت په رانژدې کیدو سره ، دطالبانو د حکومت مالیې وزارت وايي چې له پاکستانه وارد شوي درمل د سلواغې له شلمې نیټې دهیواد په ګمرکونو کې نه محصول کیږي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر په تیرې لړم میاشت کې کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د پاکستاني درملو واردات به په ۳ میاشتو کې منع شي.

افغانستان کې د درمل پلورونکو د اتحادیې مشر یعقوب منګل وايي چې له دغه اعلان مخکې دافغانستان د اړتیا وړ ۶۰ سلنه درمل له پاکستان واردیدل.

مونږ هڅه کوو چې د درملو نیمګړتیاوې له هند، چین، بنګله دیش او مالیزیا څخه پوره کړو.


«مونږ هڅه کوو چې د درملو نیمګړتیاوې له هند، چین، بنګله دیش او مالیزیا څخه پوره کړو. د درملو له اړخه کومه ستونزه نلرو ، بدیل یې پخوا هم وو اوس هم شته، نورې هڅې هم کوو. »

افغانستان کې د طالبانو حکومت له سوداګرو غوښتي چې د پاکستان په ځای له نورو هیوادونو سره تجارت وکړي.

د مالیې وزارت د چهارشنبې په ورځ له سوادګرو اوله پاکستان څخه ددرملو له واردوونکو وغوښتل چې په ۱۹ ورځو کې دې خپل ټول اسناد او معاملې تصفیه کړي.

د طالبانو حکومت هڅه کوي چې دپاکستان په ځای له هند درمل وارد شي.

د صنعت او سوداګري وزیر نورالدین عزیزي نوي ډهلي ته د لړم میاشتې په پای کې د سفر په ترځ کې دهند د درملو دصادراتو د پراختیا له شورا سره خبرې وکړې.

د صنعت وزارت هغه مهال وویل چې هند غواړي افغانستان ته دخپلو درملو صادراتو ته پراختیا ورکړي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د شمیرو په اساس اوسمهال د درملو او طبی تجهیزاتو د جوړونې ۱۳۰ شرکتونه هیواد کې فعال دي او ۶۰۰ ډوله درمل جوړوي.

خو کابل کې د یوشمیر درملتونونو خاوندان وايي داخلي شرکتونه د هیواد ددرملو د اړتیاوو دپوره کولو لپاره کافي ظرفیت نلري.

دیوه درملتون او درملو جوړولو د شرکت خاوند شفیق وطنیار په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل چې دپاکستاني درملو په وارداتو له بندیز وروسته ، بازار کی د درملو کموالی رامینځ ته شو او بیې یې لوړې شوې.

اوسمهال بازار کې درمل کم دي او فکر نه کوم چې د خلکو اړتیا به ورباندې پوره شي خو په اوږدمهال کې یې امکان شته چې و به شي


« کله چې له پاکستانه د درملو پر واردولو بندیز اعلان شو ، پر درملو یې ډیراغیز وکړ، په ځانګړې توګه پاکستاني درمل ۵۰ سلنه ګران شول. اوسمهال بازار کې درمل کم دي او فکر نه کوم چې د خلکو اړتیا به ورباندې پوره شي خو په اوږدمهال کې یې امکان شته چې و به شي .»

د یوشمیردرملتونونو خاوندان وايی افغانستان کې د درملو جوړولو شرکتونو پخوا خام مواد له پاکستان واردول او په وینا یې تراوسه څرګنده نه ده چې لدې وروسته به دغه اړتیا څنګه رفع شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG