د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي تاییدوي چې دوشنبه د جنورۍ ۱۹مه د څو ساعتونو لپاره د ډیورند کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې خو اوس مهال په سیمه کې وضعیت ارام دی.
د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي استقلال جانان سې شنبه د جنورۍ ٢٠مه ازادي راډیو ته وویل چې دا نښته پرون د څو ساعتونو لپاره روانه وه.
"جګړه شاوخوا پنځه ساعته روانه وه، خو د شپې اوه بجې نښته ودرېده او تر اوسه وضعیت ارام دی."
د دې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکې هم د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل:
دا سیمه د خلکو د اوسېدو له ځایه ډېره لیرې ده، خو اوس وضعیت ارام دی او ولسي کسانو ته زیان نه دی رسېدلی.
د دوی په خبره د نښتې پر مهال یې د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه اورېدلي دي.
یو شمېر کورنیو رسنیو د طالب سرچینو له قوله خبر ورکړی چې دا نښته د پاکستاني ځواکونو له لوري د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم د لګولو د هڅې له امله رامنځته شوې ده.
ویل کیږي چې دا نښته د معروف ولسوالۍ په اپان او ګري کلیو کې شوې ده.
تر اوسه دې نښتې کې د مرګژوبلې په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی او د طالبانو حکومت او اسلام اباد هم تر دې دمه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.
موږ هڅه وکړه چې د کندهار د معروف ولسوالۍ له طالب مسولینو سره خبرې وکړو خو ونه توانېدو، دغه راز د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت هم په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې یوه نیمه میاشت مخکې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې هم د دواړو لوریو ترمنځ سخته نښته رامنځته شوې وه.
هغه مهال د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي وو چې په دې نښتو کې یو طالب او څلور ملکي وګړي وژل شوي وو.
تر دې مخکې، د تېر کال د نومبر پر ۲۵مه، د طالبانو حکومت، پاکستان په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د هوايي بریدونو په ترسره کولو تورن کړ او ویې ویل چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه د یوې کورنۍ لس غړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
که څه هم پاکستان په دې بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي وو، خو د طالبانو ویاند خبرداری ورکړی و چې پاکستان ته به «مناسب ځواب» ورکړي.
له دې وړاندې بیا د دواړو د خواوو د ځواکونو ترمنځ د تورخم په ګډون د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په څو بیلابیلو ولایتونو کې سختې نښتې رامنځته شوې وې چې مرګ ژوبله یې هم لرله.
د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ دا کړکیچ د د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۱مه دډیورنډ کرښې په اوږدو کې تر سختو نښتو وروسته لا پسې زیات شو.
دغه نښتو څو ورځې په وقفه یې ډول دوام درلود چې دواړو لوریو په کې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې هم وکړې.
له دې وروسته که څه هم د ستونزو د حل لپاره د طالب او پاکستاني پلاویو ترمنځ په دوحه استانبول او ریاض کې خبرې هم ترسره شوې خو ښکاره مثبته پایله یې نه درلوده.
پاکستان د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په ملاتړ تورنوي او ادعا کوي چې د پاکستان د بېثباتۍ ریښه په افغانستان کې ده، خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې په وار وار رد کړې او د پاکستان ناامني یې د هغه هېواد خپله «کورنۍ مسئله» بللې ده.