که څه هم د نړۍ د ګڼو نورو هېوادونو په شان افغانستان په وروستیو کلونو کې د عصري طب په برخه کې بېلابېل پرمختګونه کړي، خو یو شمېر افغانان لا هم خپلې درملنه لپاره له دودیز طب څخه کار اخلي.
د دې دودیزې روغتیا پالانې یوه برخه طبیب یا ځني غیر رسمي ماهرین دي چې ټولنه کې یې خلک شکسته بندان بولي.
کابل کې یو شکست بند محمد قاسم ازادي راډیو ته وویل چې نیکه یې، پلار یې او اوس دی له لسیزو راهیسې په دې برخه کې کار کوي او په ورځ کې د بېلابېلو ارتوپیدي ستونزو لرونکي لسګونه مراجعین لري چې ډېری یې د ده په ادعا ان په یوه جلسه کې ښه کېږي:
،ورځ کې تر ۵۰ زیات کسان راځي، د هډوکو ماتېدل یا شکسته ګي، بې ځایه شوي،وتلي، د رګونو ستونزې، د نوم پر ځای کول
“ورځ کې تر ۵۰ زیات کسان راځي، د هډوکو ماتېدل یا شکسته ګي، بې ځایه شوي،وتلي، د رګونو ستونزې، د نوم پر ځای کول ځینې اوږد مهاله عضلاتي دردونه او له قلبي ناروغیو پرته د انسان د بدن ډېری دردونه او ستونزو درملنه کوو،چې ډېری د هډوکو او رګونو اړوند وي، زموږ ډېر کارونه یوه جلسه کېږي خو ځینې دردونه دي چې باید ناروغ څو ځله مراجعه وکړي.”
یو شمېر عام افغانان په ځانګړې توګه د ولایتونو اوسېدونکي وایي شکسته بند ته یې تګ له لسیزو راهیسې په سیمو کې دود دی او خلک د بېلابېلو اقتصادي ستونزو یا د صحي مرکزونو د لرې والي له امله د ستونزې پر مهال په ځانګړي ډول د هډوکو د ماتېدو، وتلو یا ملا ژوبلېدو لپاره دې طبیبانو یا ماهرینو ته ورځي:
د ننګرهار ولایت یو اوسېدونګي صادق خان ازادي راډیو ته وویل:
دلته خلک شکسته بند ته په دې وجه ورځي چې یو مو سیمه کې (نږدې) مسلکي ډاکتران نشته بل اکثرا افغانان بې وزله دي
"دلته خلک شکسته بند ته په دې وجه ورځي چې یو مو سیمه کې (نږدې) مسلکي ډاکتران نشته بل اکثرا افغانان بې وزله دي او له اقتصادي ستونزو کړېږي، نو ۲۰۰ افغانۍ فیس ورکوي او نور پټۍ او نور وسایل خپله خلک وروړي."
د اروزګان ولایت اوسېدونکی شفیع الله وایي که څه هم په کلي کور کې یې خلک شکسته بند ته ورځي خو دی خپلې تجربې ته پام ټینګار کوي که چاته اسانتیا برابره وي ښه ده چې د طبیب یا شکسته بند پر ځای ډاکترانو ته مراجعه وکړي:
"زموږ کلي کور او سیمه کې کله کله داسې پېښېږي چې د یو چا لاس یا پښه مات شي شکسته بند ته ځي،کله کله یو څه ګټه وکړي خو زما په نظر اوس چې متخصص ډاکتران شته نو خلک باید روغتون او ډاکترانو ته ورشي، ځکه متخصص ته مخکنیي زیانونه هم ښه معلومېږي."
کله کله یو څه ګټه وکړي خو زما په نظر اوس چې متخصص ډاکتران شته نو خلک باید روغتون او ډاکترانو ته ورشي، ځکه متخصص ته مخکنیي زیانونه هم ښه معلومېږي
خو د کابل ښار یو اوسېدونکی بیا وایي چې د کورنۍ یو غړی یې چې د لاس هډوکی یې ژوبل شوی و او شکست بند ته یې بیولی وه، نه یوازې دا چې ښه شوی نه دی بلکې ستونزه یې ور ډېره کړې ده.
ده د نوم د نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وړاندې زیاته کړه:
"زموږ کورنۍ کې داسې پېښ شوي چې د یو کس مو لاس ماته شوی او شکسته بند ته تللی خو د دې لپاره چې هغوی عکس نه اخلي په سمه معنا تشخیص نه شي کولای، د یوې لنډې مودې لپاره ستونزه حل شوې خو چې کله یې هډوکي جوش خوړلی، هغه د وخت په تېرېدو ناسم او کوږ و، بیا اړ شوی چې بیرته ډاکتر ته مراجعه وکړي چې مصرف دوه چنده کېږي."
یوې لنډې مودې لپاره ستونزه حل شوې خو چې کله یې هډوکي جوش خوړلی، هغه د وخت په تېرېدو ناسم او کوږ و
که څه هم شکست بند ته مراجعه د پلازمېنۍ کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې له لسیزو راهیسې دود ده او ډېری شکست بندان ان د لسیزو تجربې لري خو داسې کسان په کې شته چې دې مسلک ته یوازې د یو میراث په سترګه ګوري او د خلکو په خبره، په غیر معیاري او خپل سري ډول فعالیت کوي.
د ارتوپیدي څانګې ځینې متخصص ډاکتران وایي ممکن په ځینو او محدودو مواردو کې چې ستونزې ډېره جدي نه وي شکسته بند یا دا طبیبان یې حل کړای شي خو په خبره یې په اکثرو مواردو کې په ځانګړې توګه هغه پېښې او ناروغۍ چې د ملا مریو او نازکو هډوکو اړوند وي، شکسته بند ته تګ تېروتنه او ان د انسان ژوند ته خطر پېښوونکې ده.
له دې ډلې د ارتوپیدي څانګې متخصص ډاکتر عبدالرحمن حسن زاده ازادي راډیو ته وویل:
سل سلنه نه شو ویلی چې د شکسته بند کار غلط دی یا سم دی
" سل سلنه نه شو ویلی چې د شکسته بند کار غلط دی یا سم دی، که چېرې یو هډوکی مات وي خو بې ځای شوی نه وي او څوک یې تثبیت کړی شي هغه که شکسته بند وي که بل کس، بیا ډېر نا سم کار نه دی خو که چېرې هم مات وي هم بې ځایه، نو او ډاکتر په معیاري توګه تشخیص کړی نه وي او شکسته بند ته ورځي نو بیا دا د ستر معیوبیت او اوږد مهالې او ان د بندن د غړي د پرې کېدو سبب کېږي،او دا قطعاً تېروتنه ده."
ډاکتر حسن زاده وایي داسې ناروغانو هم ورته مراجعه کړې چې په ډېریو ځایونو کې شکسته بندانو ورته د اکسرې او «ام ار ای» سپارښتنه کړې چې په خبره یې دا مطلق نا سم او ناقانونه کار دی او پرته له متخصصو ډاکترانو بل څوک د دې معاینوتو لارښونه نه شي کولای.
د یادونې ده چې دا مهال د افغانستان په بېلابېلو ښارونو او ولایتونو کې د ارتوپیدي لسګونه ځانګړي مرکزونه او یا هم په روغتونونو او کلنیکونو کې یې څانګې شته او ډېری وخت روغتیا پالان ناروغانو او په مفصلي یا هډوکو، ملا، شوکي نخاع ستونزو او د بدن د اعضاوو لکه لاس، پښه، اوږه او نورو وتلو، بې ځایه کېدو او نورو ستونزو اخته کسانو ته د معیاري درملنې سپارښتنه کوي.
خو کوم کسان چې شکسته بند ته ورځي، وايي چې له مجبوریته ورته مراجعه کوي ځکه په خبره یې، درملنه یې د روغتون په پرتله په دغو ځایونو کې په لږو پیسو کېږي.