د هرات ولایت یوه اوسېدونکې له خپلو شپږو لورګانو سره د نورو لاسي صنایعو د تولید تر څنګ ژمنۍ جامې لکه جاکټونه، د غاړې دستمالونه، شال او دستکشې اوبي.
دې مېرمنې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې دا، دې او له زده کړو د راګرځول شویو لوڼو لپاره یې ښه بوختیا ده او ټینګار کوي چې نورې ښځې او نجونې هم کولای شي له دې لارې یوه اندازه عاید تر لاسه کړي.
یوشمېر مېرمنې چې له زده کړو او کار څخه راګرځول شوي وايي هم یې ځانونه بوخت ساتلي او هم عاید ترلاس کوي.
دې هراتۍ مېرمنې له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې د خپل کار پر ځینو برخو رڼا واچوله او ویې ویل "په اوبدلو کې لومړی باید ښه تار واخیستل شي چې اصلي وي او رنګ ورنه کړي یا پت ونه باسي، چې کار کوي باید د تار سر ښه کلک کړي او منظم کار وکړي. هغه جاکټ، جامې، شال یا هر څه چې اوبي یې باید منظم یې واوبي، انګېزه دې پیدا کړي او نوي ډیزانونه دې زده کړي، ښه رنګونه دې ورته انتخاب کړي او که مرۍ پرې کار شي نو کار به یې ډېر پرمختګ وکړي. لومړۍ باید ښځې ځان ته د بېلګې په توګه ښه شیان، جامې، سر میزي یا د پخلنځي لپاره ښه سېټونه واوبي چې خلک یې وګوري په دې ډول ښه پېرودونکي موندلی شي."
اوبدل ډېری وخت خورا کمو وسایلو لکه د اوبدلو سیخانو، کروشنیل (د اوبدلو ځانګړې ستنه) اوُن او رنګه نایلون تارونو ته اړتیا لري چې ډېری خلک یې استرېجي تار بولي.
په ننګرهار ولایت کې هم ځینې نجونې وایي، چې په دې ولایت کې په ډېریو کلیو او کورونو کې په سوړ موسم، مني او ژمي کې ښځې او نجونې د خپلو کورنیو غړو، خپلوانو او کله کله په فرمایشي ډول خلکو ته جاکټونه یا نورې ژمنۍ جامې اوبي.
د هرات ولایت یوې بلې اوسېدونکې ساجدې حیدري ازادي راډیو ته وویل "زموږ د کورنۍ نجونې جاکټونه، دستکشې، جرابې، لنډې لمنې او ځینې نور شیان اوبي، اوس فعلا پّ افغانستان کې دې برخې اړتیا ډېره ده او ډېری وخت ښځې پرې تمرکز هم کوي، ځکه دوی بهر (کار کولو ته) اجازه نه لري، او ستونزو سره مخ دي. ځینې داسې مرکزونه هم شته چې ان محصولات یې بهر له هېواده وړل کېږي، ډېر خلک فرمایش ورکوي، ځکه ډېر ډولي دي. خلک اوس چې د چا کور کې ماشوم وزېږي بیا د ډالۍ وړلو لپاره ورته خولۍ، جاکټونه او ځینې نور شیان فرمایش ورکوي او ډېر ښه قیمت باندې پلورل کېږي، ځکه ډېر زحمت پرې ایستل کېږي، خلک یې خوښوي."
د جامو او زینتي څیزونو اوبدل اوس مهال د افغان مېرمنو لپاره یوه ذهني او ارام بخښونکې بوختیا ده.
د یادونې ده چې د کونړ، کابل، غزني او پروان ولایتونو څخه هم یو شمېر نجونو او ښځو ازادي راډیو ته ورته خبرې وکړې ویې ویل، د ژمنیو جامو، سرمیزیو او نورو زینتي څیزونو اوبدل نه یوازې اوس بلکې له لسیزو راهیسې د نړۍ د نورو ښځو په شان افغان مېرمنو ته ذهني او ارام بخښونکې بوختیا ده.
دوی زیاتوي چې د رنګه اونونو ( د اوبدلو ځانګړی تار) او تارونو په کارولو سره هڅه کوي چې د ژمي موسم ته لا ښکلا وروبښي او له دې طریقه خپل احساسات، افکار او پیغامونه ټولنې ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، له کله چې بیا په افغانستان واکمن شول په تدریجي ډول یې په یو شمېر دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه او دغه شان یې له شپږمو ټولګی پورته نجونې له ښوونځیو او پوهنتونو کې له لوړو زده کړو راوګرځولې.
د طالبانو دې اقدام که څه هم په کور دننه او بهر پراخه غبرګونونه راوپارول خو دوی نه یوازې دا چې په دې برخه کې یې نرمښت ونه ښود بلکې خپل محدودیتونه یې لا زیات کړل.