د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۹

د کابل اوسېدونکي: د ډبرو سکرو لپاره د طالبانو حکومت په ټاکلې بیه د پېر توان نلرو


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د طالبانو حکومت کابل ښاریانو ته د ژمي تیرولو لپاره د یو ټن ډبرو سکرو بیه ۶۸۰۰ افغانۍ ټاکلې ده.اوس د کابل ولایت یو شمیر اوسېدونکي دا بیه لوړه بولي وايي، دوی یې په دې نرخ د اخیستلو توان نه لري.

دا کابل ښاریان وايي، پکار ده چې د خلکو بیکارۍ او بې وزلۍ ته په کتو په دې اړه بیا غور وشي.

د کابل د تایمني سیمې اوسېدونکي سید مصطفی چې په یو ښوونیز کورس کې کار کوي او وايي، د میاشتې ۷۰۰۰ افغانۍ تنخوا لري، جمعه د نومبر په ۱۳ مه ازادي راډیو ته وویل:

" دولتي د ډبرو سکرو یو ټن په ۶۸۰۰ افغانۍ دي، که هڅه وکړي چې بیه یې یو څه راتیټه کړي او لږ باکیفیته وي دا به ډیره ښه وي، ځکه شخصا زه یې اقتصاد او وس نه لرم چې وایې خلم. "

د کابل د کارته نو سیمې یوې اوسېدونکې هم چې ویې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل:

د کور سرپرسته یم خیاطي کوم، زه په ډیرې سختۍ د کور خرڅ برابروم، نو زما وس نه رسېږي چې په ۶۸۰۰ افغانۍ یو ټن سکاره واخلم.

" که څه هم بیه نسبت بازار ته ښه ده خو بیکاري ده، کار او بار نشته، ما خپله چې پخوا وظیفه درلوده او اوس په کور یم او د کور سرپرسته یم خیاطي کوم، زه په ډیرې سختۍ د کور خرڅ برابروم، نو زما وس نه رسېږي چې په ۶۸۰۰ افغانۍ یو ټن سکاره واخلم. "

تازه د طالبانو حکومت د امارتي شرکتونو په نوم ادارې اعلان کړی چې سږ کال به د "شمال" ډبرو سکرو شرکت له خوا په لومړي پړواو کې ۱۳۰ زره ټنه د ډبرو سکاره د سړو سیمو د ولایتونو په اوسېدونکو وویشل شي او د اړتیا په صورت کې به دا اندازه لوړه شي.

دغه شرکت په خپله ایکس پاڼه ویلي چې د انتقال او ویش پروسه به رڼه وي او د یوې کميټې له خوا به څارل کېږي.

طالبانو که څه هم د کابل د اوسېدونکو لپاره د یو ټن ډبرو سکرو بیه ۶۸۰۰ افغانۍ ټاکلې لو ویلي هڅه کېږي چې دا بیه لا ارزانه شي خو په نورو ولایتونو پکتیا، پکتیکا، غزني، میدان وردګو او پروان ولایتونو لپاره بیا د یو ټن ډبرو سکرو بیه ۷۲۰۰ افغانۍ ټاکلې او د دې بیې د ټيټېدو په اړه یې هم څه نه دي ویلي.

تیر کال کابل کې پر خلکو دولتي سکاره یو ټن په ۶۵۰۰ افغانۍ خرڅېدل.

د یادونې ده چې همدا څو ورځې مخکې د پلازمینې کابل یو شمیر اوسېدونکو ازادي راډیو سره په خبرو کې د لرګیو او ډبرو سکرو د بیو له لوړوالي شکایت وکړ ویې ویل، د دوامداره برښنا د نه موجودیت له امله دوی اړ دي چې د ژمي لپاره سکاره او لرګي وپیري خو دسون توکو د بیو د لوړېدو له امله یې نه شي پیرلی.

دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو چې دا مهال د کابل په بازارونو کې د یو خروار لرګیو بیه له دولس زره افغانیو پورته شوې ده.

د یو ټن ډبرو سکرو بیه بیا دا مهال د کابل په بازرونو کې تر ۱۳۰۰۰ افغانیو پورې ده.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو، این، دي، پي) ویلي له ۸۰ سلنه ډېر افغانان لا هم باوري بریښنا ته لاسرسی نلري، چې له امله یې د دوی روغتیا ، خوندیتوب او چاپیریال ګواښل کیږي.

دغه پروګرام د نومبر په ۹ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ډیری کورنۍ د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د لرګیو په ځای له خاشاکو کار اخلي چې د چاپیریال د خرابېدو لامل کیږي.


XS
SM
MD
LG