د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۸

د طالبانو حکومت یو ځل بیا په هرات ښار کې د ښځو په جامو محدودیتونه سخت کړي


د هرات د ګذرې ولسوالۍ یو انځور
د هرات د ګذرې ولسوالۍ یو انځور

د هرات ښار یو شمیر اوسیدونکي ښځې وايي، د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو په ډیری سیمو کې د ښځو پر جامو څارنه زیاته کړې او د برقعې یا "چادري" پر اغوستلو ټینګار کوي.

د هرات یوه اوسیدونکې ادعا کوي پرون یې چې کله غوښتل له خپل میړه سره یو ډاکټر ته ولاړه شي، د برقعې یا "چادري" نه لرلو له امله د طالبانو له خوا پوښتل شوې ده.

دې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلولو په شرط یې د جمعې په ورځ «د جنوري په ۱۶مه» ازادي راډیو ته وویل، په دې وروستیو ورځو کې په هرات ښار کې ښځو ته وضعیت ښه نه دی:

«پرون چې زه له خپل مېړه سره ډاکټر ته تلم، دوی موږ په دوو ځایونو کې ودرولو،حتی غوښتل یې چې زما میړه ووهي، چې ولې دې میرمن په مخکې څوکۍ کې ناسته ده، دا اروپا نه ده، او ولې دې میرمن برقع نه اغوندي او کله چې زه یوازې له ډاکټره راستنیدم، دوی ودرولم ځکه چې ما محرم نه درلود او دا چې چادري مې نه درلوده.»
د هرات یوه اوسیدونکې

په هرات ښار کې یوې بلې ښځې هم چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو له خوا څو ځلي پوښتل شوې ده:

«په دې ورځو کې موږ په ښار کې ډیری وختونه د امر بالمعروف مامورینو لخوا درول کېږو، چې ولې مو چادر نماز رنګه دی، تاسې اسلامي حجاب نه لرئ، پرون یې هم زما د کورنۍ درې غړي درولي وو، چې ولې مو حجاب سم نه دی، دا چلند د دې لامل کېږي چې خلک د ناامنۍ احساس وکړي، او زه خپله د خوندیتوب احساس نه کوم، چې اسلامي حجاب لرو، نو ولې پوښتل کیږو؟»

د هرات یوې بلې اوسیدونکې چې په یوه خصوصي دفتر کې کار کوي، وویل، ان کله چې چادر نماز لري هم، باید ټول مخ پټ کړي او په خبره یې، له دې وضعیت څخه د ویرې له امله هڅه کوي چې سهار وختي کار ته ولاړه شي او ناوخته کور ته راستنه شي.

ځینو راپورونو کې د هرات د اوسیدونکو په حواله ویل شوي چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبین ښځې په زوره له موټرو راښکته کوي، په تاوتریخوالي یې توقیفوي او هغه موټر چلوونکي جریمه کوي چې دوی انتقالوي.

هڅه مو وکړه چې په هرات کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند یوسف سعیدي د هرات ښار د اوسېدونکو دې مېرمنو د اندیښنو او شکایتونو په اړه وپوښتو، خو نوموړي د راپور تر خپریدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د نومبر په ۹مه رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې د چادرۍ اغوستلو د اجباري کولو موضوع رد کړه، خو ټینګار یې وکړ چې نه یوازې په هرات کې، بلکې په ټول افغانستان کې ښځې او نجونې اړې دي چې "اسلامي حجاب" مراعات کړي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د روان کال په قوس میاشت کې هم ناروغه میرمنې او پایوازن یې د هرات سیمه ییز روغتون ته له چادرۍ پرته له ننوتلو منع کړل، او ان په روغتون کې د ښځینه روغتیایی کارکوونکو لپاره د برقعې یا چادرۍ اغوستل یې اجباري کړل.

یوې ښځینه ډاکټرې ازادي راډیو ته په یوه لیکلي پیغام کې لیکلي وو، که څه هم ټول روغتیايي کارکونکي ماسکونه او حجاب کوي، خو طالبانو له دوی غوښتي چې چادري واغوندي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان (ام اس اف) هم د تیر کال د نومبر په نهمه په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې په هرات کې ښځینه ډاکټرانې، ناروغانې او د هغوی خدمتګارانې یا پایوازانې له حجاب پرته روغتونونو ته د ننوتلو اجازه نه لري.

بلخوا د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هم د طالبانو دا اقدام غندلی او دا یې د ښځو پر ازادي ښکاره برید بللی دی.

د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله اخندزاده د ۱۴۰۱ کال د ثور د ۱۷مې په یوه فرمان کې د خپل حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر له وزارته وغوښتل چې په ښځو حجاب په جبري ډول تطبیق کړي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته له بیا رسیدو وروسته نه یوازې په هرات ولایت کې پر ښځو، بلکې په ټولو ښځو او نجونو ګڼ بندیزونه ولګول، چې په کې له شپږم ټولګیو تر پوهنتونونو او طبي موسسو کې د زده کړو بندیز شامل دی.

دوی دغه شان په ډیری ښځې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړي، له تفریحي پارکونو، سپورتي کلبونو، حمامونو او له محرم پرته د اوږد واټن سفر کولو څخه یې هم را ګرځولې چې دې اقداماتو یې په ملي او نړیواله کچه غبرګونونو راپارولي دي.

خو دوی تل ادعا کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه خوندي کړي، هغه ادعا چې د ښځو د حقونو فعالینو، د بشري حقونو سازمانونو او ان عامو خلکو ته هم د منلو نه دي.

XS
SM
MD
LG