د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۳۸

په هسپانیا کې د افغان ښځو د خونې ګډوالې وايي، له دې لارې خپل غږ نړیوالو ته رسوي


د هسپانیا د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغان ښځو د خونې له پرانیستې یوه ورځ وروسته، د دې خونې د پرانیستې د مراسمو یو شمیر ګډونوالې وايي، هڅه کوي د دې خونې له لارې د افغان ښځو د وضعیت په اړه خپل غږ نړیوالو ته ورسوي.

د امید ازادي د ټولنې مشرې او د پرانیست غونډې یوې ګډونوالې خدیجې امین د جمعې په ورځ «د جنوري په ۹مه» ازادي راډیو ته وویل، د دې خونې جوړول د افغان ښځو د مبارزو د ملاتړ لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده:

"موږ غواړو د دې خونې له لارې د افغان ښځو غږ نړۍ ته ورسوو، ترڅو دوی په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته پام وکړي او د هغه څه په وړاندې جدي اقدام وکړي چې په افغانستان کې پیښ شوي، ځکه چې ټول پوهیږي چې افغانستان په څه وضعیت کې دی او تر اوسه کومه ځانګړې پاملرنه نه ده شوې او پر طالبانو د بندیزونو د لرې کولو لپاره کوم فشار نه دی راغلی."

د نوموړې په خبره، د دې خونې جوړول به د افغان ښځو کړاوونه په یوه ډیپلوماتیک سند بدل کړي او هغه چوپتیا به ماته کړي چې طالبان غواړي پر ښځو یې تحمیل کړي.

دا خونه چې سمبولیکه بڼه لري، د پنجشنبې په ورځ د «جنوري په ۸مه»د هسپانیا د لومړي وزیر پپدرو سانچز، د هسپانیا د ډیپلوماتانو او یو شمیر افغان ښځینه فعالانو په ګډون په یوه غونډه کې په رسمي ډول پرانیستل شوه.

د دې خونې د پرانیستلو په مراسمو کې د هسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز وویل چې دا خونه د هغو افغان میرمنو او نجونو د ستاینې لپاره جوړه شوې چې د خپلو حقونو او ازادیو لپاره مبارزه کوي.

د دې مراسمو په ترڅ کې، افغان ښځینه فعالینو هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د اساسي حقونو پراخ نقض او شدیدو محدودیتونو ته اشاره وکړه.

دوی ټینګار وکړ چې زده کړو او کارموندنې لاس رسی، د تګ راتګ ازادي او په ټولنیز ژوند کې ګډون سخت محدود شوی دی.

په ورته وخت کې، په افغانستان دننه یو شمیر میرمن که څه هم د دې خونې د جوړولو هرکلی کوي،خو ټینګار کوي چې باید سمبولیکه بڼه ونه لري، بلکې په واقعي ډول باید د افغانستان دننه د ښځو د ستونزو د حل لپاره اغیزمن اقدامات وکړي.

د بلخ ولایت یوې اوسېدونکې میرمنې نوریه نجفي زاده ازادي راډیو ته وویل:

"د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت کې د افغان ښځو د خونې پرانیستل یو ډېر مثبت او ښه اقدام دی، زه هیله لرم چې دا خونه وکولای شي پر طالبانو، په ځانګړې توګه د ښځو د کار او زده کړو په برخو کې، دغه شان د دوی د نیونې او په وړاندې یې تاوتریخوالي مخه ونیسي ، او هغو ښځو ته مالي ملاتړ چمتو کړي چې سرپرستان نه لري، په عملي ډول دې بدلون راوستل شي."

د کابل اوسېدونکې او د طالبانو له خوا له دندې ګوښه شوې مرسل هم وویل:

"هغه کسان چې په دې برخه کې د ښځو د ملاتړ لپاره کار کوي، ښه کار کوي، خو له بده مرغه ډیری یې په سمبولیک ډول رامنځته شوي، ځکه چې هېڅ چا په رښتیني ډول د ښځو لپاره کار نه دی کړی، په اوسنيو شرایطو کې افغان ښځې له ډیرو ستونزو سره مخ دي، دوی د بې سوادۍ او پر کار یې د بندیز له امله ځورېږي، او په بشپړ ډول له هرڅه محرومې دي."

د هسپانیا د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره دا خونه په داسې حال کې پرانستل شوه، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې امینه محمد په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ښځو وضعیت د "ژورې اندېښنې وړ" بللی او ویلي یې دي چې نړۍ باید په دې مسله کې چوپ پاتې نه شي.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر زده کړوله بندیز سره بیره دوی په ډیری دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولوهم منع کړې او ګڼ نور محدودیتونه یې هم پرې ولګول.

د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو د کړنو په اړه د ملي او نړیوالو غبرګونونو سربېره، د طالبانو حکومت چارواکو په موار وار ویلي چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

هغه ادعا چې مخکې د اسلامي همکاریو سازمانو په ګډون د بشري حقونو د ډیری سازمانونو لخوا ننګول شوې ده.

XS
SM
MD
LG