د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۶

اروپايي ټولنه په افغانستان کې د اوبو د بحران د څېړلو لپاره غونډه جوړوي


په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولي وایي چې دا ټولنه به له XCEPT څېړنیز پروګرام سره یوه ګډه ناسته جوړه کړي، چې په افغانستان کې د اوبو د بحران موضوع وڅېړي.

د افغانستان د اوبو د کمښت په اړه د زیاتېدونکو اندېښنو تر څنګ، اروپايي ټولنه د روان کال د جنورۍ په ۲۱مه (د دلو لومړۍ نېټه) یوه ناسته جوړوي، څو هغه څه وڅېړي چې دوی یې د هېواد د «اوبو بحران» بولي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د چهارشنبې په ورځ، د جدي په ۱۷مه، په اېکسپاڼه کې ولیکل چې دا ناسته به د XCEPT څېړنیز پروګرام په همکارۍ او په انلاین بڼه ترسره شي.

د XCEPT څېړنیز پروګرام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اوبو بحران یوازې په پلازمېنې پورې محدود نه دی، بلکې د هېواد کلیوالي سیمې، چې د خوړو د تامین لپاره مهمې دي، هم تر اغېز لاندې راغلي دي.

په دوام کې راغلي چې په دې ناسته کې به د اقلیمي بدلونونو او د ځمکنیو اوبو د زیاتې استفادې اغېزې، په ځانګړي ډول د هلمند سیند په حوزه کې، په تفصیل سره وڅېړل شي.

د اوبو او چاپېریال کارپوه نجیب‌الله سدید وایي چې د داسې ناستو جوړېدل یو مثبت ګام دی، خو ټینګار کوي چې عملي کار ته اړتیا ده.


هغه وایي:
«زما په اند دا سیمه یوازې بحثونو او سیمینارونو ته اړتیا نه لري، بلکې عملي او میداني کار ته اړتیا ده، څو هغو ستونزو ته حللارې وموندل شي چې له کلونو راهیسې تشخیص شوې دي، په ځانګړي ډول د هلمند د اوبو په حوزه کې، چې کرنه ډېره په ځمکنیو اوبو ولاړه ده او دا اوبه د ختمېدو په حال کې دي. دا وضعیت کولی شي د کندهار، هلمند، نیمروز او فراه د خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ کړي.»

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر د جدې په لومړۍ نېټه ویلي و چې په افغانستان کې تر ۲۱ میلیونه ډېر خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

سید آغا، چې د اروزګان ولایت د ترینکوټ ښار اوسېدونکی دی، وایي د اوبو د ترلاسه کولو لپاره اوږده فاصله وهي.


هغه ازادي راډیو ته وویل:
«موږ دلته د اوبو له جدي ستونزو سره مخامخ یو، اړ یو له ډېر لرې ځایونو اوبه راوړو، حتی په ښار کې تر ۲۰۰ مترو پورې پاکې اوبه نه پیدا کېږي، دا یوه جدي ستونزه ده چې باید حل شي.»

د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکی دین محمد هم ورته شکایت لري:

«پخوا زموږ په کلي کې تر اتلس مترو پورې اوبه راوتلې، خو اوس په دې لنډو ورځو کې زموږ په کلي کې ځینې داسي سیمې شته چې تر ۳۰ مترو پورې د اوبو څرک پکې نه لګېږي.»

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) خبرداری ورکړی چې سږکال په افغانستان کې د واورو او باران غیرمعمولي کموالی به په راتلونکو میاشتو کې پر اوبو، کرنه او د خوړو پر امنیت جدي اغېزې ولري.
دا اداره وایي چې افغانستان به سږ ژمی د معمول پرتله ګرم او وچ وي.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د اقلیمي بدلونونو له اغېزو ډېر زیانمن دی.

XS
SM
MD
LG