د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۰

په پاریس کې د لسګونو هیوادونو استازي د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو پر لارو چارو غږیږي


د فرانسې ولسمشر مکرون په پاریس کې د اوکراین د ولسمشر زیلینسکي هرکلی کوي- د جنوري ۶ مه-۲۰۲۶
د فرانسې ولسمشر مکرون په پاریس کې د اوکراین د ولسمشر زیلینسکي هرکلی کوي- د جنوري ۶ مه-۲۰۲۶

ټاکل شوې ده چې د اوکراین پلوه اروپایي هیوادو چارواکي نن د امریکا له استازیو سره وګوري او په اوکراین کې د نژدې څلور کلنې جګړې د پای ته رسیدو پر لارو چارو خبرې وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نن( د جنوري ۶ مه) پاریس ته ورسید چې له دیرشو څخه د زیاتو لویدیځو هیوادونو له چارواکو سره خبرې وکړي.

د فرانسې په پلازمینه پاریس کې په غونډه کې د ګډون لپاره د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر مرکه چي سټیو ویټکوف او د ټرمپ زوم جیرید کوشنر سهار پاریس ته رسیدلي وو.

اروپايي چارواکو ازادي راډیو ته وویل چې د جنوري په پنځمه د ملي امنیت سلاکارانو او د پوځي پلان جوړونکو له غونډې وروسته د یو ډول بیړني حالت احساس پياوړی شو.

د پاریس دغونډې برخه وال تمه لري چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې د متحد ایالتونو، اوکراین او نورو اروپایي هیوادو دریځ او نظر سره یو شي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل چې هغه هیله لري چې له خبرو اترو وروسته د اوکراین امنیت ته "مشخصې ژمنې" وړاندې کړي. نظر دا دی چې د اوربند په صورت کې باید د سوله ساتو ځواکونو د جوړښت او ځای پرځای کولو په اړه وضاحت رامنځته شي.

ځینې چارواکي وايي چې دا سرتیرې به له پنځلسو تر شل زرو پورې وي، ځیني دا هیله لري چې د دې سوله ساتو ځواکونو شمیبر به دیرش زرو ته نژدې وي چې هم مځکه هم فضا او سمندر وڅاري.

د ازادي راډيو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې هیڅ پوځي پلان نه دی افشا شوی خو دا جوته ده چې د سرتیرو لویه برخه به د فرانسې او بریتانیا وي، دا ځواکونه به په اوکراین کې د مځکې او هوا د امنیت مشري په غاړه اخلي او ترکیې داسې اشارې رسولي دي چې په تورسمندرګي کې به د ترانسپورټي لارو د خوندیتوب مسوولیت په غاړه واخلي.

هغه اروپایي چارواکي چې له ازادي راډیو سره په تماس کې دي، وایي چې سوله ساتي ځواکونه به د اوکراین په لویدیځ کې د اوکرایني سرتیرو روزنه او ملاتړ کوي. په دې برخو کې لاهم ډیر سوالونه نه دې حل شوي، دا خبره ډیره نه ده روښانه چې واشنګتن به د اوکراین د امنیت څرنګه تضمین کوي.

کله چې د متحده ایالاتو د امنیتي تضمینونو خبره مطرح کیږي، بروکسل او کیف دواړه ډیره خوشبیني څرګندوي چې واشنګټن به یې قوي ملاتړ وکړي، خو همدا ملاتړ هم روښانه نه دی.

اروپایي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د ازادې اروپا/ازادي راډيو ته وویل چې ممکن د اوربند د څارنې لپاره امریکایي ځواکونه په اوکراین کې میشت شي. په ورته وخت کې د اوکراین ملاتړي اروپایان تمه لري چې واشنګتن به د لوژستیک او استخباراتو په برخو کې مرستې وکړي.

د اوکراین مشر مذاکره کوونکي رستم عمروف په دې وروستیو کې څرګنده کړه چې د سولې پر وړاندې شوي پلان نوي سلنه موافقه شوې ده او تمه ده چې د پاریس په غونډه کې پر پاتې لس فیصده یوه موافقه وشي.

XS
SM
MD
LG