د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۶

په ایران کې اعتراضونه لا هم دوام لري، امریکا او د ایران پخواني ولیعهد له مظاهره چیانو سره پر تاوتریخوالي غبرګون ښوولی


د ایران په بېلابېلو سیمو کې د ولسي اعتراضونو په نهمه شپه، په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شوو ویدیوګانو او تصویرونو له مخې، معترضانو د دوشنبې په ماښام په بیرجند، ساري، زنجان، سنقر او څو نورو ښارونو کې مظاهرې وکړې او د ایران د اسلامي جمهوري نظام او چارواکو پر ضد یې شعارونه ورکړل.

ایلام هم د اعتراضونو په نهمه شپه پر سړکونو د معترضانو د حضور او له حکومتي ځواکونو سره د نښتو شاهد و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایکسپاڼه کې د څو پوسټونو په خپرولو سره، د دوشنبې په ورځ د مرغومي ۱۵مې د ایران په ښارونو کې د اعتراضونو د پرله‌پسې نهمې ورځې په مخه غبرګون ښودلی دی.

دې وزارت په خپله فارسي ایکسپاڼه کې د معترضانو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه ویډیو خپره کړې او په طنزي ډول یې د علي خامنه‌يي هغې ادعا ته اشاره کړې چې ویلي یې وو: «موږ له معترض سره خبرې کوو».

په بل پوسټ کې، چې د ایلام د «خمیني» روغتون د برید ویډیو پکې بیا خپره شوې، راغلي: «پر روغتیايي څانګو یرغل، د طبي کارکوونکو وهل ټکول، او پر ټپیانو د اوښکو ګاز او جنګي مرمیو کارول، د بشریت پر وړاندې ښکاره جنایت دی».

د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د ایلام د ملکشاهي په سیمه کې اعتراضي مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتې او یو شمېر کسان ووژل شول او یا ټپیان شول.

وروسته له هغه چې ټپیان د ایلام خمیني روغتون ته ولېږدول شول او روغتون محاصره شو، د امنیتي ځواکونو هڅه چې ځینې ټپیان ونیسي، د هغوی د خپلوانو او روغتیايي کارکوونکو له مقاومت سره مخامخ شوه.

خو په خواله رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه او ویډیوګانې ښيي چې امنیتي ځواکونه بالاخره د اوښلن ګاز په کارولو او تاوتریخوالي سره روغتون ته ننوتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز د «ایرانیانو د زړورتیا او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د هغوی د ټینګ هوډ» ستاینه کړې ده.

د ایران پخواني ولیعهد، شاهزاده رضا پهلوي، په «ایکسپاڼه» کې په یوه پوسټ کې د ملکشاهي د معترضانو د ځپلو په اړه لیکلي: «د ملکشاهي د زړورو او شریفو خلکو په ډزو ویشتل، د دې ښار د ځوانانو وژل، او وروسته د ایلام پر روغتون د رژیم د نوکرانو بزدلانه برید، یو ښکاره جنایت دی؛ او د ۱۴۰۱ کال د خونړۍ جمعې د زاهدان د خلکو د عام‌وژنې یاد تازه کوي».

هغه زیاته کړې: «هغه رژیم چې بې‌وسلې ځوانان وژني او پر درملیزو مرکزونو یرغل کوي، هېڅ مشروعیت نه لري او د تلو په حال کې دی».

د اعتراضونو نوی پړاو د مرغومي (جدې) په ۷مه د تهران په بازار کې د ډالر د ارزښت د بیا لوړېدو په غبرګون کې پیل شو. د اعتراضونو له پیل وروسته د ډالر ارزښت تر ۱۳۵ زرو تومانو راکم شو، خو د دوشنبې په ورځ، د مرغومي ۱۵مه، بېرته نژدې ۱۴۰ زرو تومانو ته ورسېده. د سرو زرو د سکې بیه هم ۱۵۶ میلیون تومانو ته لوړه شوه.

په همدې وخت کې، ځینې راپورونه د تهران په بازار کې د اعتراضي راټولېدنو څرګندونه کوي.

له لوی بازار څخه خپاره شوي تصویرونه ښيي چې دوکانونه تړلي دي، سوداګر راټول شوي او د «ازادي، ازادي» او «انفلاسیون، ګراني، دا د خلکو شعار دی» شعارونه ورکوي. په نورو تصویرونو کې هم امنیتي ځواکونه ښکاري چې د اوښلن ګاز په شیندولو سره هڅه کوي بازاریان خپاره کړي.

XS
SM
MD
LG