د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د جنورۍ پر پينځمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په دې اړه د پاکستان مرستيال وزيراعظم او بهرنيو چارو وزير اسحق ډار او د چين د بهرنيوو چارو وزير وانګ يي ترمنځ په بیجينګ کې د ستراتيژيکې مکالمې په وخت خبرې شوې دي. په خبرپاڼه کې راغلې چې دواړو لورو د طالبانو له حکومته وغوښتل چې په افغانستان کې دې د وسله والو ډلو د له منځه وړلو لپاره د تاييد وړ کار وکړي.
تر اوسه پورې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي. خو په تېر کې یې دا دريځ تکرار کړی چې د افغانستان خاوره د هېچا پر ضد نه کارېږي او په پاکستان کې بريدونه کوونکي ډلې په قبايلي سیمو او بلوچستان کې مېشته دي. افغان طالبان پر پاکستان تور پورې کوي چې له هغه ځايه داعش وسله وال، افغانستان ته ورځي خو اسلام اباد دا تور ردوي.
طالبانو د حکومتولۍ په اړه دريځ لري چې د شرعي چوکاټ له مخې کار کوي او نور سیاسي ګوندونه په واک کې نه شاملوي.
پاکستان دعوه کوي چې بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې او تحريک طالبان پاکستان په افغانستان کې دي او له هغه ځايه پر پاکستانيوو او چينايي ګټو حملې کوي. په دې اړه په شريکه اعلاميه کې ويل شوي چې د هغو وسله والو پر ضد دې څرګنده کاروايي وشي. د طالبانو د حکومت د کورنيوو چارو وزير، سراج الدين حقاني تېره اونۍ ويلي وو چې که څه هم د افغانستان پر خاوره نورو ته ګواښ پېښوونکې ترهګرې ډلې نشته خو تیار دی چې په دې اړه د هېوادونو اندېښنې ليرې کړي.
د ډار او يي په شريکه اعلاميه کې همداراز په پاکستان کې د چينايي پروژو د امنيت په اړه هم خبرې شوې دي. په دې اړه خبرپاڼه کې ويل شوي چې دواړو لورو د هر ډول ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې خپله ژمنه په کلکه تکرار کړه او موافقه یې وکړه چې د ترهګرۍ ضد او امنیت په برخه کې هراړخیزه همکاري نوره هم پراخه کړي. په اعلاميه کې زیاته شوې چې دواړه هېوادونه به د چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې د کارونو د امنيت او پرمختيا لپاره شريک کوښښونه وکړي.
چين له پاکستان سره په اقتصادي راهدارۍ (سیپېک) پروژو کې د ۶۵ اربه ډالرو پانګونه کړې ده. هغه پروژې د بیجينګ د یوې کړۍ، یوې لارې (بېلټ اېنډ روډ) نوښت لویه برخه دي او د عملي کولو لپاره یې چینايي انجینران، پوهان او کارکوونکي د پاکستان په بېلابېلو برخو کې پراته دي چې ورباندې په تېرو کلونو کې خونړۍ حملې شوې دي.
په شريکه اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې د ملګرو ملتونو د اصولو او قوانينو ته په احترام سره دواړه "د يو اړخیزو عملونو مخالفت او په جنوبي ايشا کې د امن پر ځای ساتلو ملاتړ کوي".
چې په نيږدې راتلونکې کې به د چین-افغانستان-پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزو خبرو اترو او د چین-بنګله دېش-پاکستان د همکارۍ میکانیزم پياوړی او ګټور کړي.
د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ويلي چې دواړو غاړې پر دې هم سلا شول چې د چين په اقتصادي راهدارۍ کې په دريوو مهمو برخو (صنعت، کرنې او کانونو) پام زیات کړي. د دې ترڅنګ به دواړه هېوادونه به د سوداګرۍ، پانګونې، معلوماتي ټيکنالوژۍ، مسلکي زده کړو او د انټرنېټي جرمونو د مخنيوي لپاره شريک کار لا نور زيات کړي.
خو په هغه شريکه اعلاميه کې د هغو چينايي وګړو ذکر نه دی شوی چې په پاکستان کې د انټرنيټي جرمونو په تور نيول شوي دي. د سیند د کورنیو چارو وزیر د دیسمبر پر ۲۵مه وويل چې په يوه اونۍ کې یې د انټرنېټي جرمونو په تور ۳۴ کسان نیولي چې ۱۵ یې چینایان دي. پر هغوی تور دی چې د جعلي کاروبارونو په نوم یې په ميليونونو روپۍ له خلکو وهلې دي.
د سيند چارواکو ويلي وو چې پاکستان به د چين له حکومت سره د هغو چينايي وګړو په اړه خبرې کوي. خو د ډار او يي په ګډه اعلاميه کې نه دي ويل شوي چې ايا هغوی په دې اړه خبرې وکړې او که نه.