خبرونه
ایران راتلونکې اوونۍ د افغانستان د وضعیت په اړه سیمهییزه ناسته جوړوي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن (جمعه) وویل چې په دې ناسته کې به د افغانستان د ګاونډيو او سیمې د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.
د وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل، دا ناسته له ګاونډیو هېوادونو او نورو سیمهییزو لوبغاړو سره د مشورو پایله ده، او هیله یې څرګنده کړه چې دا ابتکار به د همکارۍ په پیاوړتیا او د کړکېچونو په کمولو کې مرسته وکړي.
د هغه په وینا، ناسته به په تهران کې ترسره شي، او په کې به د افغانستان لپاره د پاکستان، تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین او روسیې ځانګړي استازي ګډون ولري.
دا ناسته د افغانستان د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا او د دواړو هیوادونو ترمنځ له څو نښتو وروسته جوړېږي.
بقايي زیاته کړه چې ایران د خپل شاوخوا چاپېریال امنیت او ثبات ته «اساسي اهمیت» ورکوي او هڅه کوي چې سیمهییزې ترینګلتیاوې راکمې او د هېوادونو ترمنځ تفاهم زیات شي.
تر اوسه وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي چې آیا طالبان به په دې ناسته کې ګډون ولري که نه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان کرنیز محصولات د روسیې بازار ته صادریږي
په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز ویلي چې د ایران له لوري د خوراکي توکو د صادراتو له بندېدو وروسته، د روسیې د میوو او سبزیجاتو د بازار د اړتیا یوه برخه به د افغانستان له لارې پوره شي.
روسي رسنیو پرون (جمعه- د کب ۱۵ مه) د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګریز مرکز له قوله راپور ورکړی چې د ایران له لوري د کرنیزو او خوراکي محصولاتو د صادراتو د نامحدود بندیز له اعلان وروسته، په روسیه کې له افغانستانه د محصولاتو واردولو ته غوښتنې زیاتې شوې دي.
د دې مرکز د مسوولانو په وینا، ایران د سیمې د پوځي شخړو د پراخېدو له امله هڅه کوي خپل کورنی خوراکي امنیت خوندي کړي. له همدې امله هغه سرچینې چې مخکې د روسیې د خوراکي توکو بازارونو ته ځانګړې شوې وې، اوس د ایران د دولتي زېرمو لپاره کارول کېږي.
د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګریز مرکز رئیس رستم حبیب الله ویلي چې له افغانستان څخه د کرنیزو محصولاتو د واردولو ډېرې غوښتنې ترلاسه شوې دي.
هغه زیاته کړه:
«له افغانستانه مخکې لا د ۱۰۰ ټنه مڼو یوه محموله روسیې ته لېږل شوې او د مرچکو، وچو مېوو، کرفس، کدو، بادنجڼو، نارنجبابو، بېلابېلو توتانو، تازه سبزیجاتو او نورو محصولاتو د لېږلو چمتووالی هم روان دی.»
د هغه په وینا، هڅه دا ده چې د روسیې د بازار تقاضا تر ممکنه حده پوره شي څو د دغه هېواد مصرف کوونکي د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ نه شي.
په لبنان کې د بېځایه شویو د زیاتېدو اندېښنه
د اسراییل له خوا د لبنان په بېلابېلو سیمو کې د پراخې تخلیې د امر له صادرېدو وروسته اټکل کېږي چې د بېځایه شویو شمېر په چټکۍ سره زیات شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګروملتو یوه چارواکي ویلي چې تر اوسه شاوخوا ۱۰۰ زره کسان په ۴۷۷ ډلهییزو پناهځایونو کې مېشت شوي او د دغو پناهځایونو ظرفیت په چټکۍ سره ډکېږي.
د اسرائیل او حزب الله ترمنځ جګړه نوره هم شدیده شوې ده. د اسراییل پوځ د بیروت د جنوبي لمنو، د بقاع درې او د لبنان د جنوبي سیمو اوسېدونکو ته امر کړی چې خپلې سیمې پرېږدي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د مرستو سرچینې ډېرې محدودې دي او د ۲۰۲۶ کال لپاره د لبنان د مرستو له ۱.۶ میلیارده ډالرو غوښتنې څخه تر اوسه یوازې ۲۰ سلنه برابرې شوې دي.
د لبنان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روانې اوونۍ په ترڅ کې د اسراییل په بریدونو کې ۱۲۳ کسان وژل شوي او ۶۸۳ نور ټپیان شوي دي.
ملګرو ملتونو د تاوتریخوالي د فوري کمېدو او د نړیوالو بشردوستانه قوانینو د رعایت غوښتنه کړې ده.
روسیې له طالبانو او پاکستانه د جګړې د درولو غوښتنه وکړه
روسیې د طالبانو له حکومت او پاکستانه وغوښتل چې په خپل منځ کې د نښتو د زیاتېدو مخه ونیسي او خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروفووا پرون (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وسلهوالو نښتو د راپورونو له امله اندېښنه لري.
هغې وویل چې په وروستیو ورځو کې په دغو جګړو کې، چې د راپورونو له مخې الوتکې او درنې وسلې هم پکې کارول شوې دي، دواړو لورو ته تلفات اوښتي او ملکي وګړي هم اغېزمن شوي دي.
زاخارووا زیاته کړه چې په اغېزمنو کسانو کې هغه افغان کډوال هم شامل دي چې په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان او ایران څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
هغې له دواړو لورو وغوښتل چې د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو مخه ونیسي او خپل اختلافات د متقابل درناوي پر بنسټ له ډیپلوماتیکو لارو حل کړي.
روسیې دا غوښتنه په داسي حال کې کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو لس ورځې پوره کېږي او دواړه لوري یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو د اړولو ادعاوې کوي.
د پاکستان او افغان طالبانو د نښتو دوام؛ یوناما وايي ۵۶ افغان ملکیان په یوه اوونۍ کې وژل شوي
یوناما ویلي تېره څه باندې یوه اوونۍ کې ۵۶ افغان ملکیان وژل شوي او ۱۲۹ تنه ټپیان دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما د ننني بیان له مخې افغان ملکیانو ته دا مرګژوبله د فبروري له ۲۶مې د مارچ تر ۵مې د پولې په اوږدو کې د طالب ځواکونو او پاکستاني عسکرو په غیرمستقیمو ډزو او هوايي بریدونو کې اوښتې.
۵۵ فیصده مرګژوبله ښځو او ماشومانو ته اوښتې.
د بېلګې په توګه د پکتیکا پر برمل د یوه هوايي برید یادوونه شوې چې د فبروري په ۲۷مې لږ تر لږه ۱۴ ملکیان (څلور ښځې، دوه نجونې، دوه هلکان او درې سړي) وژل شوي او شپږ نور ټپیان شول.
یوناما همداراز ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر د ۱۰تر ۱۷مې هم د طالبانو او پاکستاني ځواکونو په نښتو او د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ افغان ملکیان وژل شوي او ۴۷۸ نور ټپیان دي.
اخوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له طالبانو او پاکستاني ځواکونو غوښتي چې سمدستي نښتې ودروي ځکه د غچ اخیستنې او تاوتریخوالي دا بهیر یواځې لا ډېر خلک اغېزمنوي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو په اساس لږ تر لږه ۱۱۵ زره افغان ملکیان د نښتو د دوام په سبب له خپلو مېنو وتلو ته اړ شوي او اخوا په پاکستان کې هم درې زره تنه د جګړو د دوام په خاطر له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي.
د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو نښتې؛ طالبان پاکستاني ځواکونو ته د زیاتې مرګژوبلې ادعا کوي
د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې تېره شپه کندهار، پکتیا، خوست او ننګرهار کې له پاکستاني پوځیانو سره نښتې کړي.
د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په خپله ایکس پاڼه ادعا کړې چې طالب ځواکونو د کندهار شورابک ولسوالۍ سره د پاکستان په یوې لویې پوستې برید کړی او شاوخوا ۳۰ پاکستاني عسکر یې وژلي.
خوارزمي همداراز په ننګرهار او خوست کې هم پاکستاني ځواکونو ته د مرګژوبلې د اړولو ادعا کړې.
ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا ادعا شوې شمېرې نه شي تاییدولی.
د پاکستان حکومت تازه د بیګانۍ جګړې په اړه څه نه دي ویلي.
پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونه اوومې ورځې ته ورسېدل
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وايي هېواد یې چمتو دی د ایراني ډرونونو په وړاندې د امریکا او خلیجي هیوادونو سره مرسته وکړي.
هغه ویلي چې امریکا له اوکراین څخه د ایراني ډرون په وړاندې د مبارزې لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.
پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو له پیل وروسته دغه هېواد په منځني ختيځ کې په لسګونو اهدافو د ډرون او توغندیو بریدونه کړي چې سیمه یې له کړکېچونو سره مخ کړې ده.
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د "وعده صادق ۴" د د بریدونو بلې څپې پیل اعلان کړی، چې پکې په اسراییلو باندې د توغندیو او ډرون بریدونه شامل دي.
ایراني چارواکو ادعا کړې چې د دوی «ډرونونه د باران په څېر په تل ابیب وریږي»
اخوا بیا جمعه سهار وختي اسراییلو پر ایران بیا بریدونه کړي. د بریدونو په لومړۍ څپه کې، په تهران، قم، اصفهان، رشت، پاوه، یزد او څو نورو ښارونو کې ډیری ځایونه په نښه شوي او د درنو چاودنو خبر ورکړل شوی.
مجاهد: ریس الوزرا او د مالیزیا صدراعظم په سیمه کې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې
د طالبانو حکومت د مالیزیا له صدراعظم داتو محمد انور ابراهیم سره د ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د ټیلفوني خبرو خبرورکوي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې خپره کړې ویل شوي چې د مالیزا صدراعظم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعیت په اړه خواشیني څرګنده کړه او هیله یې وښوده چې دغه کړکیچ د خبرو اترو له لارې حل شي. د خبرپاڼې له مخې هغه ویلي چې مالیزیا هڅې کوي چې له دواړو لوریو سره په تفاهم په دې برخه کې خپل عملي رول ولوبوي. د خبرپاڼې له مخې په دې خبرو کې د طالبانود حکومت پردریځ ټینګارشوی او ویل شوي چې دوی د تفاهم او خبرو له لارې د مشکلاتو پرحل باور لري خو د تیري په صورت کې له خپلې خاورې او ولس څخه دفاع خپل مشروع حق بولي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ نوې شخړې هغه مهال پیل شوي چې پاکستان تیره اونۍ پرافغانستان هوایي بریدونه وکړل او طالبانو یې هم په وړاندې غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل.
نن جمعه په ۱۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورو اټکل
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپیژندنې اداره نن جمعه د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورو اټکل کړی دی.
دې ادارې د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د غور، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشیر او پروان ولایتونو په مختلفو برخو کې د باران اندازه د لسو نه تر ۲۵ ملي مترو او د واورې کچه له لسو نه تر۲۵ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.
همدارنګه د سالنګونو په ګډون په مرکزي ولایتونو کې د تیزو بادونود پیښیدو احتمال شته چې د سرعت کچه یې په بیلابیلو سیمو کې په ساعت کې له پنځوسو نه تر۷۵ کیلومترو پورې اټکل کیږي. دې ادارې د افغانستان په ګرمسیرو سیمو کې د سیلابونو اټکل کړی دی.
د طالبانو حکومت: روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو دوه سوه افغان کډوال ازاد او افغانستان ته ستانه شول
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت وایي، روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو څخه دوه سوه افغان کډوال ازاد او بیرته هیواد ته ستانه شول.
دې وزارت د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې دغه کډوال چې له یوې ورځې نه نیولې تردوو میاشتو پورې یې په بند کې تیره کړې، د کندهار د سپین بولدک د لیږد په امریت کې ترثبت او د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مینو ته ولیږدول شول. دې وزارت تیره اونۍ هم د پاکستان له زندانونو د ۷۵ افغان کډوالو د خوشې کیدو او هیواد ته یې د ستنیدو خبر ورکړی و. پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې په هغه هیواد کې پرافغان کډوالو فشارونه زیات کړي او په ټولو ایالتونو کې یې په تیره د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو بهیرګړندۍ کړی دی.
عراقچي: هیواد یې د هرډول احتمالي ځمکني یرغل لپاره چمتو دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پنجشنبې په ورځ وویل چې هېواد یې د هر ډول احتمالي ځمکني یرغل لپاره چمتو دی او زیاته یې کړه چې داسې یو اقدام به د اسلامي جمهوریت د دښمنانو لپاره "ناورین" وي.
په داسې حال کې چې متحده ایالات او اسرائیل پر ایران خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، عراقچي امریکایي رسنۍNBC News ته وویل: "موږ د هغوی انتظار باسو." او زیاته یې کړه: "موږ ډاډه یو چې له هغوی سره مقابله کولای شو او دا به د هغوی لپاره یو لوی ناورین وي."
تردې مخکې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې پرایران د کرد ډلو د برید ملاتړکوي. ټرمپ له رویترز خبري آژانس سره په خبروکې وویل: "زه فکر کوم دا ډېره ښه ده چې هغوی غواړي دا کار وکړي، زه یې په بشپړه توګه ملاتړ کوم." خو نوموړي په دې اړه چې ایا متحدو ایالتونو د کرد ډلود برید لپاره مرسته یا هوایي پوښښ چمتوکړی، له څه ویلو ډډه وکړه.
یوشمیررسنیو په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره کړل چې د ایراني کردانو ملیشې ځواک په وروستیو ورځو کې له متحدو ایالاتو سره په دې اړه چې څنګه او آیا کولای شي د ایران په لویدیځو سیمو کې د اسلامي جمهوریت پر امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړي، مشورې کړې دي.