د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۱

په افغانستان د بریښنا له پارچوۍ یوشمیر خلک شکایت لري


لوګر-ارشیف
لوګر-ارشیف

داسې مهال چې په هرات ولایت کې د برېښنا د لېږد او وېش ۹ پروژې د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شوې او یوشمیر یې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې ، د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو ځیني اوسېدونکي په دې هېواد کې د برېښنا د کمښت له ستونزې شکایت کوي.

د طالبانو حکومت په هرات ولایت کې د برېښنا د لېږد او وېش ۹ سترې پروژې پرانیستي خو د هرات په ګډون دافغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا د کمښت له ستونزې شکایت کوي.

دوی ازادي راډیو ته وویل، چې د ژمي په موسم کې د برېښنا پرچاوۍ ډېرېږي او دا وضعیت د دوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو پر وړاندې جدي ستونزې راولاړوي.

د هرات ولایت یوه اوسېدونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل:

"کله چې هوا ډېره سړه شي، د برېښنا پرچاوي زیاتېږي او برېښنا پرې کېږي. د بېلګې په توګه، په تېرو څو ورځو کې، یعنې تېره اوونۍ، موږ درې شپې او ورځې په بشپړ ډول د ترکمنستان له برېښنا بې برخې وو."

د کابل ښار اوسېدونکې شیبا، هم د ژمي په موسم کې د برېښنا د پرچاویو له زیاتوالي شکایت کوي.

نوموړې وایي:

"په دې ورځو کې کابل د برېښنا پرې کېدو او پرچاویو شاهد یو، چې د ښار خلک یې سخت له ستونزو سره مخ کړي؛ ځکه ژمی دی او برېښنا ته اړتیا زیاته ده، خو له بده مرغه موږ د ورځې یوازې دوه ساعته او د شپې درې ساعته برېښنا لرو، او هغه وختونه هم چې برېښنا راځي، داسې وخت نه وي چې ترې اغېزمنه استفاده وشي."

د بغلان ولایت اوسېدونکی محی‌الدین، هم وایي:

"په بغلان کې، په لېرې پرتو سیمو کې برېښنا نشته. که د برېښنا ستنې هم موجودې وي، مزي نه دي تېر شوي او برېښنا نه ده رسېدلې. خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي؛ په داسې حال کې چې که برېښنا وای، د خلکو ډېرې ستونزې به حل شوې وای."

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو دا اوسېدونکي داسې مهال د برېښنا له نشتوالي او کمښت شکایت کوي، چې د طالبانو حکومت تازه ویلي، چې په هرات ولایت کې یې د څه باندې ۳ اعشاریه ۹۸ میلیارد افغانیو په ارزښت د برېښنا د لېږد او وېش ۹ سترې پروژې پرانیستې او ګټې‌اخیستنې ته یې سپارلې دي.

د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د پنجشنبې په ورځ، د ډسمبر ۲۵مه، په خپله ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه په یوه اعلامیه کې لیکلي، له دې ډلې پنځه پروژې له ترکمنستان څخه د ۱۳۰ کیلو متره په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د لین غځولو او کرخ، پښتون زرغون، اوبه او چشت شریف ولسوالیو کې د څلورو سب‌سټېشنونو جوړول شامل دي، چې نن ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د دې پروژو له لارې به په هرات ولایت کې ۴۰ زره کورنیو ته برېښنا ورسېږي.

همدارنګه، څلور نورې پروژې چې نن یې عملي کار پرانیستل شو، د پل هاشمي سب‌سټېشن جوړول، د حوت ۲۴ نېټې د شهدانو سب‌سټېشن پراختیا، د نورالجهاد سب‌سټېشن پراختیا، او د همدې درې سب‌سټېشنونو ترمنځ د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد د مزي غځول شامل دي.

په هغو مراسمو کې چې د دې پروژو د پرانیستلو لپاره جوړ شوي و، په افغانستان کې د طالبانو د بریښنا شرکت رییس عبدالباري عمر وویل چې د افغانستان بریښنا شرکت له لورې د تمویل کیدونکو او پلي کیدونکو نهو پروژو له ډلې پنځه پروژې بشپړې شوې او څلور پروژې به د اتلس میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ښاغلي عمر زیاته کړه چې د کورنۍ بریښنا د تولید لپاره هڅې روانې دي او ډیر ژر به د اتیا میګاواټه سولري بریښنا یوه پروژه هم پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له کلونو راهیسې پر وارداتي برېښنا متکي دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش (سیګار) د معلوماتو له مخې، د افغانستان د اړتیا وړ ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه تأمینېږي.

د برېښنا د برخې یو شمېر انجنیران وایي، چې افغانستان د برېښنا د تولید لپاره ډېر طبیعي ظرفیتونه لري او که دا ظرفیتونه په سمه او اغېزمنه توګه مدیریت او وکارول شي، نه یوازې دا چې د هېواد کورنۍ اړتیاوې به پوره شي، بلکې په خبره یې د برېښنا د صادراتو زمینه به هم برابره شي.

له دې ډلې د کندز ولایت د برېښنا د ډیسپیچنګ پخوانی عمومي مدیر صدیق‌الله حبیبي ازادي راډیو ته وویل:

" په افغانستان کې د برېښنا د تولید لپاره ډېر طبیعي ظرفیتونه شته. که له دې ظرفیتونو څخه په سمه توګه استفاده وشي، نه یوازې دا چې اړتیاوې به پوره شي، بلکې د برېښنا د صادراتو زمینه به هم برابره شي. زما په نظر، د هرې پروژې د تطبیق لپاره تر ټولو مهم اقتصاد او امنیت دي. که دا دوه شیان په افغانستان کې موجود وي، نو پروژې به له هېڅ ډول ننګونو سره مخ نه شي."

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د برېښنا د کمښت او نشتوالي ستونزه د تېر جمهوري نظام راهیسې موجوده وه او د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو په وار وار له دې ستونزې شکایت کړی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو، ان، ډي‌، پي) په ۱۴۰۲ کال کې ویلي وو، چې د افغانستان د برېښنا سکتور له سترو ننګونو سره مخ دی؛ چې په کې په کلیوالو سیمو کې برېښنا ته محدود لاسرسی او پر وارداتي برېښنا پراخ اتکا شامل دي.

XS
SM
MD
LG