د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۹

پاکستان کې میشت افغان خبریالان؛ د نیول کیدو له ویرې له کوره وتلای نشو


په پاکستان کې میشت یو شمیر افغان خبریالان وايي، د پولیسو د نیول کېدو له وېرې، ان د درې وخته ساده خوړو د برابرولو لپاره هم له کوره نه شي وتلای او کورنۍ یې ساعتونه وږي پاتې کېږي.

دوی وایي چې دې وضعیت د ډېرو افغانانو، په ځانګړي ډول د افغان خبریالانو، ژوند اغېزمن کړی او د دې حالت د سملاسي بدلون غوښتنه کوي.

وضعیت داسې دی چې کله ناکله چې پولیس په سیمه کې وي، موږ ان ډوډۍ پسې هم نه شو تلای. دوه، درې ورځې مخکې مو د ماسبښین تر درې بجو پورې هم د سهار چای ونه شو څښلی، ځکه په سیمه کې پولیس وو او زه نه شوم تلای چې ډوډۍ راوړم
افغان خبریال

په اسلام‌اباد،کې میشت یو افغان خبریال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د غږ د بدلولو په شرط یې سې‌شنبه د دسمبر ۲۳ مه ازادي راډیو ته وویل:

"وضعیت داسې دی چې کله ناکله چې پولیس په سیمه کې وي، موږ ان ډوډۍ پسې هم نه شو تلای. دوه، درې ورځې مخکې مو د ماسبښین تر درې بجو پورې هم د سهار چای ونه شو څښلی، ځکه په سیمه کې پولیس وو او زه نه شوم تلای چې ډوډۍ راوړم. زه او زما ماشومان ټول وږي ناست وو، تر کومه چې پولیس ولاړل، بیا مې ډوډۍ راوړه. دا وضعیت له بده مرغه پر ټولو حاکم دی او هیله لرم چې ژر بدلون ومومي."

یو شمېر نور افغان خبریالان وایي چې ان د ناروغۍ پر مهال روغتون ته د تګ جرأت هم نه لري، ځکه د پولیسو د نیول کېدو وېره ورسره ده او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ورته په عملي ډول ناشونی شوی دی.

عبدالحق حمیدي چې یو له دغو خبریالانو څخه دی، ازادي راډیو ته یې وویل، د قانوني استوګنې ستونزو، اقتصادي فشارونو، د کار نشتوالي او د ژوند لوړو لګښتونو، دوی او کورنۍ یې له سختو شرایطو سره مخ کړې دي.

"زموږ ستونزې یوازې د استوګنې موضوع پورې محدودې نه دي، سخت اقتصادي فشارونه، د کار نشتوالی، د کور کرایه نه شوای ورکولی او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو لګښتونه موږ او زموږ کورنۍ له ډېر سخت وضعیت سره مخ کړي. ډېرې کورنۍ ان د ناروغۍ پر مهال روغتون ته د تګ جرأت نه لري، ځکه د پولیسو له نیول کېدو وېرېږي. موږ تل د نیول کېدو له ګواښ، د پولیسو له سلیقوي چلند او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له فشارونو سره مخ یو."

په همدې حال کې، د رسنیو ملاتړې ادارې «نۍ په جلا وطنۍ کې» د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف څخه غوښتي چې د هغو افغان خبریالانو د ساتنې لپاره مداخله وکړي چې د نیول کېدو، ځورونې او جبري ایستلو له خطر سره مخ دي.

زموږ ستونزې یوازې د استوګنې موضوع پورې محدودې نه دي، سخت اقتصادي فشارونه، د کار نشتوالی، د کور کرایه نه شوای ورکولی او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو لګښتونه موږ او زموږ کورنۍ له ډېر سخت وضعیت سره مخ کړي
افغان خبریال

دې ادارې په یوه لیک کې، چې یوه کاپي یې د سې‌شنبې په ورځ د دسمبر ۲۳ مه له ازادي راډیو سره هم شریکه کړې، له نوموړي غوښتي چې په پاکستان کې د نیول کېدو له خطر سره مخ افغان خبریالانو، د ویزې ترلاسه کولو او ورته د لازمو امنیتي تضمینونه د برابرو په برخه کې ډاډ تر لاسه کړي.

«نۍ په جلا وطنۍ کې» زیاته کړې چې په پاکستان کې د افغان رسنیو ګڼ شمېر خبریالان او کارکوونکي، د نیول کېدو له دوامدارې وېرې او افغانستان ته د جبري ستنولو د ګواښ له امله، اړ شوي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او بند ته ورته شرایط وزغمي.

د پاکستان حکومتي چارواکو تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي وو چې بې‌اسناده افغانان باید خپل هېواد ته ستانه شي.

شنبه د دسمبر ۲۰ مه، یو شمېر افغان خبریالانو د فرانسې په پاریس ښار کې د هغو خبریالانو د ملاتړ لپاره اعتراضي غونډه وکړه چې په پاکستان او ایران کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د دې اعتراضي غونډې تنظیموونکي د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان ویلي چې لسګونه خبریالان، د پناه غوښتنې د کیسونو د رد یا بې‌ځوابه پاتې کېدو له امله، په دغو دوو هېوادونو کې له جدي خطرونو سره مخ دي؛ چې په کې رواني فشارونه، اقتصادي ستونزې، نیول کېدل او د جبري ایستلو ګواښ شامل دی.

افغان خبریالان، د بشري حقونو فعالان، د تیر جمهوري نظام کارکوونکي او پوځيان له هغو ډلو څخه دي چې وایي په پاکستان کې له ستونزو سره مخ دي، ویزې یې نه تمدیدېږي او د نیول کېدو او ایستلو له خطر سره مخ دي.

نړیوالو سازمانونو د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پر تګلارې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې جبري ستنول، خطر سره مخ کسان په افغانستان کې له سمدیستي ځورونې او تعقیب سره مخ کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (یو، این، ایچ، سي، ار) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای، او، ایم) د نومبر په پیل کې په یوه ګډ راپور کې ویلي وو چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستنولو، ایستلو او نیولو بهیر په څرګند ډول زیات شوی دی.

د راپور له مخې، د روان میلادي کال د اپرېل له لومړۍ د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې، اته لکه او ۱۳ زره افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي او د ۲۰۲۵ کال په لومړیو لسو میاشتو کې په پاکستان کې د افغانانو د ثبت شویو نیونو شمېر له یو لک او ۲ زرو څخه اوښتی دی.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG