د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۲

افغان بزګران، بڼوال او سوداګر سړې خونې غواړي


د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکي کروندګر انصار الله وايي، ټول کال په خپلو باغونو او کرنیزو ځمکو کې د بېلابېلو مېوو حاصلاتو ته زیار باسي، خو په خبره یې چې کله یې د ګټې وخت شي، د سړو خونو د نشتو له امله یې سمه نیمایي مېوه او سبزي «خوسا» شي.

ځینې وخت ترې هېڅ ګټه نه کوو، ځکه ټولې مېوې مو خوسا شي، راباندې تاوان شي، سبزي رانه خرابې شي، چې معمولي لږې هم خرابې شي څوک یې بیا رانه نه اخلي، بیا مجبورېږو چې ګذار یې کړو، بس ټول کال (زحمت) مو عبس شي، ځکه ۱۲ میاشتې ورته کار کوو، اکثره بڼوال له دې درکه زیانمنېږي
انصار الله

هغه یکشنبه د دسمبر ۲۱ وړاندې ازادي راډیو ته وویل: "ځینې وخت ترې هېڅ ګټه نه کوو، ځکه ټولې مېوې مو خوسا شي، راباندې تاوان شي، سبزي رانه خرابې شي، چې معمولي لږې هم خرابې شي څوک یې بیا رانه نه اخلي، بیا مجبورېږو چې ګذار یې کړو، بس ټول کال (زحمت) مو عبس شي، ځکه ۱۲ میاشتې ورته کار کوو، اکثره بڼوال له دې درکه زیانمنېږي."

دی وایي دوی په ځلونو په تېره کې او هم اوس له حکومتي ادارو او نړیوالو موسسو د سړو خونړ د جوړولو غوښتنه کړې خو په خبره یې تر اوسه په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی شوی.

د ارزګان ولایت اوسېدونکی او بڼوال شفیع الله هم د ورته ستونزې اندېښمن کړی او شکایت لري.

ده ازادي راډیو ته وویل: "موږ د انارو، مڼو او ځینو نورو مېوو زښته زیات باغونه لرو، خو سړو خونو ته مو ډېره اړتیا ده، ځینې وخت داسې راځي لکه دا اوس چې موږ پاکستان سره لارې ټړلې دي، که چېرې موږ سړه خونه درلوده اوس به مو خپلې ټولې مېوې په کې «مناسب وخت» لپاره ساتلې وی"

پاکستان سره، هغه هیواد چې د افغانستان ډیره میوه او سبزي ورته صادرېده له دوه میاشتو زیاته موده وشوه چې ټولې لارې تړلي دي.

دا لارې د اکتوبر په ۱۱مه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د ډیورند کرښې په اوږدو تر نښتو ورسته د پاکستان د حکومت له خوا تړل شوې دي.

راپور کې مرکه شوي کروندګر او بڼوال وايي، چې اکثره وخت د مېوو او سبزیو د خرابېدو له وېرې خپل حاصلات په خورا ارزانه بیه پلوري او ادعا کوي چې ان کله کله تاوان ور واوړي.

دغه شان نړیوالو د مېوو او سبزیو یو شمیر افغام سوداګر هم په خپل هېواد کې د سړو خونو کمښت د سوداګرۍ لپاره ستر زیان بولي.

موږ د انارو، مڼو او ځینو نورو مېوو زښته زیات باغونه لرو، خو سړو خونو ته مو ډېره اړتیا ده، ځینې وخت داسې راځي لکه دا اوس چې موږ پاکستان سره لارې ټړلې دي، که چېرې موږ سړه خونه درلوده اوس به مو خپلې ټولې مېوې په کې «مناسب وخت» لپاره ساتلې وی

د تازه او وچو مېوو افغان سوداګر حاجي عبدالاحد چې د هند په ګډون د سیمې بېلابېلو هېوادونو ته د افغانستان مېوې صادروي وایي، د سړو خونو د کمښت له امله دوی دا مهال په کال کې یوازې شپږ میاشتې مېوې صادرولی شي:

ده وړاندې ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان اکثره مېوې په یو وخت کې رسېږي، نو موږ مجبورېږو چې هماغه وخت یې ژر له هېواده وباسو، خو که مو سړې خونې درلودلی دا به مې په کې ساتلې وی او ورو ورو به مې د تقاضا مطابق د نړۍ مارکېټونو ته عرضه کولای، دا سړې خونې حتا وچې مېوې ته هم ډېرې مهمې دي، اوس موږ اړ یو چې شپږ میاشتې دا نړیوال بازار ته واستوو خو که موږ سړې خونې وی بیا موږ دا ۱۲ میاشتې هم ساتلی شوې، مثلا اوس هند سره له فصلي وخت څخه پرته نور وخت صادرات نه شو کولای ځکه هغوی سره د دې ټولو صادراتو راپورونه او نېټې موجودې وي."

خودا شکایتونه داسې مهال دي چې د طالبانو حکومت تازه ویلي، چې دوی د افغانستان په ۱۲ بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۲ سړو خونو د جوړولو کار پیل کړی دی.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د شنبې په ورځ «د دسمبر په ۲۰مه» پر خپله ایکس پاڼه په خپور کړي راپور کې ویلي چې دا شمېر سړې خونې به په مجموعي ډول د ۲۶ زره متریک ټنو مېوو او کرنیزو محصولاتو د ساتلو ظرفیت ولري.

دې راپور کې راغلي چې پر دې سربېره ټاکل شوې په راتلونکي کې د چین د دولت په همکارۍ د درې نورو سړو خونو چې هر یوه به یې ۱۵۰۰ متریک ټنو مېوو ساتلو ظرفیت ولري، هم جوړې کړي.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خپل راپور کې ویلي چې دا مهال په ټوله کې په افغانستان کې د فعالو سړو خونو شمېر لسګونو ته رسېږي چې د صعنت او سوداګرۍ او کرنې او مالدارۍ وزارتونو او خصوصي سکټور له لورې جوړې شوې دي.

هڅه مو وکړه چې کره شمیر یې د طالبانو حکومت له کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت څخه تر لاسه کړو، خو د دې وزارت ویاند شیر محمد حاتمي د راپور تر خپرېدو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو دې وزارت مخکې ویلي وو، چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۴۵۰ لویې او وړې سړې خونې شته چې اکثره یې اوس غیر فعاله دي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د سړو خونو د کمښت ستونزه له لسیزو راهیسې مطرح کېږي او پر جدي اړتیا یې ټینګار شوی دی.

مخکې چې پاکستان سره لارې خلاصې وې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي وو، چې د افغانستان ځني کرنیز محصولات چې هغه هیواد ته ځي، هلته په سړو خونو کې ساتل کېږي او موده ورسته بېرته همغه محصولات په ډیره لوړه بیه افغانستان ته واردېږي.

XS
SM
MD
LG