په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو د لګول شوی محدودیتونو په وړاندې د غبرګونونو په دوام د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي د افغانستان د خوندي او سوکاله راتلونکې لپاره د ښځو په سیاسي ګډون ټینګار کړی دی.
ریچارډ لینزي وایي جمعه د ډیسمبر ۱۹ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي تېره اونۍ بریتانوي چارواکو په هسپانیه کې د «زموږ غږ واورئ» په غونډه کې د ګډون له لارې د افغان میرمنو لپاره حساب ورکول پیاوړي کړي دي.
هغه څه چې له دې وړاندې په وار وار افغان ښځو او د ښځو د حقونو فعالانو یې په ترلاسه کولو ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې نړیواله ټولنه باید د دوی غږ پیاوړي کړي.
په همدې حال کې یو شمېر افغان ښځو او نجونو د افغانستان لپاره د بریتانیا د ځانګړي استازي له دغو څرګندونو هرکلی کړی، خو ټینګار کوي چې د خپلو هیلو د پوره کېدو او د افغانستان په راتلونکي کې د هغوی د اغېزمن ګډون لپاره باید نړیواله ټولنه عملي ګامونه واخلي.
د کابل یوه اوسېدونکې فرزانه مهمند چې له زده کړو پاتې شوې محصله ده ازادي راډیو ته یې وویل:
(زه د بریتانیا د ځانګړي استازي دغه څرګندونې ستایم، او هیله لرم چې نړیواله ټولنه د افغانستان د خوندي راتلونکي لپاره، چې د ښځو مشارکت پکې خورا مهم دی، داسې عملي اقدامات وکړي چې مثبته پایله ولري.)
یوه بله افغانه میرمن مرسل چې په کار د طالبانو له محدودیت وروسته په کور ناسته ده وايي هیله لري چې د افغانستان په راتلونکې کې فعاله ونډه ولري:
( په اوسنیو شرایطو کې له بده مرغه ډېری ښځې له کار او زده کړو پاتې دي، موږ هم دا هیله لرو چې کار وکړو او د افغانستان په بېلابېلو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې ګډون ولرو، ځکه موږ زدهکړه کړې او ډېرې هلې ځلې مو کړې دي، خو له بده مرغه اوسنیو شرایطو زموږ په ژوند منفي اغېز کړی دی.)
تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو په ګډون بیلابیلو نړیوالو بنسټونو د افغانستان په سیاسي او ټولنیز جوړښت کې د ښځو په مشارکت ټینګار کړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاین په ترڅ کې د نومبر په ۲۹ ټینګار کړی وو چې افغانې میرمنې باید په ټولنه کې د خپل ګډون له حق څخه استفاده وکړي.
د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنېټ، د اکتوبر په ۴مه د «سولې او ولسواکۍ لپاره د بینالافغاني خبرو» په عنوان په یوه انلاین غونډه کې وویل چې ښځې، ځوانان، د مدني ټولنې فعالان او د افغانستان بیلابیل قشرونه که د هېواد دننه وي او که په جلاوطنۍ کې، باید د افغانستان د راتلونکي په اړه په خبرو او پرېکړو کې اغېزمن او فعال رول ولري.
په همدې حال کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې هم د افغانستان په مسایلو کې د ښځو په ګډون ټینګار کوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې په دې برخه کې عملي اقدام وکړي او یوازې پر ویناوو، پیغامونو او غونډو بسنه ونه کړي.
له ډلې یې مولوده توانا ازادي راډيو ته وویل:
(د افغانستان په بېلابېلو سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي جوړښتونو کې د ښځو ماناداره ګډون کولی شي د اوسني کړکېچ د حل لپاره تر ټولو اغېزمنه لاره وي، نړۍ باید یو ځل بیا د افغانستان د ښځو او نجونو نه اورېدلي غږونه واوري او نړیواله کچه د دې غږونو ملاتړ وکړي، تر اوسه دا موضوع یوازې په غونډو او بحثونو کې پاتې شوې او پر کاغذ لیکل شوې ده؛ هیله لرم چې له خبرو عمل ته ولاړه شي او په یو عملي جوړښت کې پلی شي.)
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د زده کړو او کار په ګډون په افغانستان کې په ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.
که څه هم طالبانو تینګار کړی چې د اسلامي شریعت له مخې یې د ښځو حقونه تامین کړي دي خو د طالبانو دغه ادعا نړیوالې ټولنې ته ده منلو نه ده او په وار وار د نړیوالې ټولنې له لوري دغه بندیزونه او محدودیتونه غندل شوي دي.