د امریکا د ګانګرس لسګونو دموکراتو غړو د افغانانو پر وړاندې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې د وروستیو پالیسو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
دوی چې شمېر یې ۶۱ کسانو ته رسېږي، د پنجشنبې په ورځ د «ډسمبر په ۱۸مه» د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیرې کریسټي نویم ته په یو لیک کې، دا غوښته مطرح کړې ده.
په لیک کې راغلي، هغو افغانانو ته دې دکډوالۍ اجازه ورکړل شي چې په افغانستان کې د جګړې پر مهال یې امریکا لپاره یې په «زړورتیا» کار کړی او اوس په قانوني توګه په متحده ایالاتو کې د ژوند کولو په لټه کې دي.
د کانګرس دې لسګونو غړو که څه هم د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲۶مه په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو د یو افغان تورن له لوري برید «وحشیانه» بللی او غندلی یې دی،د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې خو ټینګار یې کړی چې دا یو فردي «عمل» دی او باید د یو فرد تاوتریخوالی د ټولو افغانانو د بدنامولو لپاره د پلمې په توګه ونه کارول شي.
په دې لیک کې د امریکا د کانګرس دې غړو ټینګار کړی، هغه افغانان چې د امریکا د کډوالۍ ځانګړو ویزو (اس ای وي)، بشري پرول، د کډوالو بیا میشتیدنې، یا د پناه غوښتنې پروسې له لارې امریکا ته ننوځي، د حکومت د څو بېلابېلو ادارو له پراخ امنیتي تفتیش څخه تیریږي، هغه پروسه چې په ټکو یې، میاشتې یا حتی کلونه وخت نیسي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د نومبر په ۲۶ په واشګټن کې د رحمان الله لکڼوال په نوم د یو افغان تورن له لوري د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو تر ډزو وروسته پرېکړه وکړه چې امریکا ته د ټولو افغانانو د کډوالۍ هر ډول دوسیو پروسس او کډوالي وځنډوي.
دا پرېکړه په واشنګتن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارډ په دوو غړو د رحمن الله لکڼوال په نوم د یو افغان وګړي له حملې وروسته لګول کېږي.
لکڼوال د تېرې نومبر میاشتې په ۲۶مه د امریکا د ملي ګارډ دوه غړي سارا بکسټروم او انډرو وولف په ډزو وویشتل.
سارا وروسته د سختو ټپیونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه او انډرو وولف لا هم بستري دی.
امریکایي چارواکو ویلي چې لکڼوال په افغانستان کې د امریکا د مرکزي استخاباراتو (سي ای اې) ملاتړي هغه ځواک غړی و چې د طالبانو په وړاندې یې جګړه مخ ته وړله.
دغې پېښې په امریکا کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
ټرمپ د خپلې دې پرېکړې دلیل « د امریکا د ګټو امنیت او خوندیتوب» بللی دی.
خو د کانګرس غړو خپل دې لیک کې دا پریکړه د «اس ای وي» په ګډون د کډوالۍ ټولو افغان کیس لرونکو لپاره خطرناکه بللې او خبرداری یې ورکړی چې دا ډېری هغه افغانان چې د متحده ایالاتو ځواکونو سره یې کار کاوه په جدي توګه د «طالبانو» له لوري له خطر سره مخ کوي.
هغه څه چې په یو شمیرهېوادونو کې امریکا د انتقال په تمه افغانان یې هم له امله شدیدا اندېښمن دي.
دا افغانان د امریکا د کانګرس د غړو د دې لیک هرکلی کوي او وایي چې دې اقدام هیله من کړي دي.
په رونډا کې د امریکا انتقال ته په یو کمپ کې دېره افغان چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، له څه باندې څلورو کلونو راهیسې دی یوازې خو مېرمن او څلور کوچني ماشومان ترې جلا په قطر کې د امریکا په یو کمپ کې په بد او نا څرګند حالت کې دي.
دی وایي چې د «اس ای وي» کیس لري خو له ټولو پروسو بشپړېدو وروسته هم تر اوسه نه دی او نه یې کورنۍ له دوحې انتقال شوي دي:
"موږ خو مخکې اوبوظبي کې وو خو چې کله یې افغانستان ته ډیپورت کولو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا مو د ډیپورت مخه ونیول شوه، اوس درې میاشتې کېږي چې رونډا ته یې راوستي او ویلي چې بیا مو له دې ځای امریکا ته بیایو، خو دلته تر هغه هم بد حالت دی او اوس وایي چې نور زموږ مربوط نه کېږئ، مېرمن او ماشومان مې قطر کې بد حالت کې کمپ کې پراته دي، که څه هم د دوی دا لیک مثبت خبر دی خو زموږ غوښتنه دا ده چې موږ دې ژر تر ژره له دې ځای بوځي که افغانستان ته ډیپورت شو، خطر سره مخ کېږو."
دغه شان په پاکستان کې د امریکا د کډوالۍ «پي ۲» کیس لرونکې تانیا نوري هم ورته اندېښنه شریکوي او وایي چې له تېرو درې نیمو کلونو راهیسې په سختو شرایطو کې له بېلابېلو ستونزو سره دغه هېواد کې له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره امریکا ته د لېږد په تمه ده:
"څلور کلونه شول چې دلته پاکستان کې په ډېر بد حالت کې یو، د واشګټن تر برید ورسته چې ښاغلي ټرمپ ټول پروګرامونه وځنډول موږ یې ډېر نا هیلي کړو، خو اوس چې د کانګرس غړو زموږ د ملاتړ غوښتنه کړې موږ ته یې نوې هیلې راکړې، که چېرې ټرمپ د دوی غوښتنې ته حداقل احترام وکړي او زموږ دا دوسیې له تعلیقه وباسي، موږ دلته ډېر بد حالت او دپیورت سره مخ یو، زموږ غوښتنه دا ده چې ښاغلی ټرمپ دې پر خپلې پرېکړې بیا غور وکړي ځکه جرم فردي عمل دی نورو افغانانو ته دې ربط ته ورکوي."
دې لیک کې راغلي افغان متحدینو لپاره په ځانګړي ډول هغو کسانو لپاره چې په مستقیم ډول یې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت او سرتیرو ملاتړ کړی، متحده ایالاتو کې د خوندیتوب لپاره د هرې لارې تړل غلط دي.
د امریکا د کانګرس د دې دموکراتو غړو په لیک کې د دغه هیواد د افغان محتدینو په اړه د ټرمپ ادارې د یادې پرېکړې په اړه خبرداری ورکړل شوی چې په راتلونکي کې پر امریکا او ژمنو یې د شریکانو باور ته زیان رسوي.
د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د روان میلادي کال په جنوري میاشت کې د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۱۹ هېوادونو د وګړو د کیسونو پروسس وځنډاوه چې د زرګونو افغانانو په ځانګړې توګه د هغو د بې برخلیکه کېدو لامل شول چې لا په نورو هېوادونو کې په ډېرو بدو شرایطو کې امریکا ته د انتقال شپې ورځې تېروي.