یو شمیر افغان فرهنګیان، فلم جوړونکي او د فلمونو لوبغاړي د طالبانو حکومت له خوا د اریانا سینما تخریبول د افغانستان د فرهنګي میراثونو د لمنځه وړلو په مانا بولي.
په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لوی سلاکار فقیر میوند پنجشنبه د دسمبر ۱۸ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:" اریانا سینما زمونږ فرهنګي او هنري میراث و، یو ډیر لوی نوم چې له اسلام نه مخکې افغانستان له تاریخ څخه استازیتوب کوي، خو افسوس، سل افسوسه، چې یو زخم نه وي پتی شوی، بل زخم کېښودل کېږي، دا څوک رغولی شي او څوک پرې مرهم اېښودلی شي؟"
اریانا سینما زمونږ فرهنګي او هنري میراث و، یو ډیر لوی نوم چې له اسلام نه مخکې افغانستان له تاریخ څخه استازیتوب کوي
فلم جوړونکي موسی رادمنش هم ازادي راډیو سره په خبرو کې له دې امله خواشیني وښوده:"یو فرهنګي بنسټ و، باید نه وی ویجاړ شوی، په ټولې هوښیارۍ او روښانه ذهن سره باید ساتل شوی وی، که استفاده یې ورنه نه کوله، احاطه کړې به یې وه او ساتلې به یې وه. "
د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالې کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو او غږ نه خپرېدو په شرط پنجشنبه ناوخته ازادي راډیو ته د دې خبر کروالی تایید کړ ویې ویل " دا یو تجارتي سیمه ده، د کابل ښاروالۍ ملکیت دی او پر ځای به یې د سیمې د وضعیت متناسب یو متفاوت تجارتي مارکیټ جوړ شي."
اریانا تر بهزاد ورسته د کابل له ډېرو پخوانیو سینماګانو څخه وه.
دا سینماچې په ۱۹۶۰ لسیزه کې جوړه شوې وه، د افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال ( له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ کلونو پورې) چور او ویجاړه شوه خو وروسته په ۲۰۰۴ کال کې د فرانسې په مرسته بیا پرانیستل شوه.
ښاغلی میوند او رادمنش وايي، دې سینما سره د زرګونو کابلیانو خاطرې تړلې وې.
افغان فلمي ستورې یاسیمن یارمل هم د طالبانو د حکومت له خوا د اریانا سینما تخریبول د افغانستان فرهنک او هنر ته یوه لویه ضایعه ګني.
اغلې یارمل ازادي راډیو سره په خبرو کې له ټولو نړیوالو فرهنګي بنسټونو او خلکو وغوښتل چې د دې وضعیت په وړاندې باید غلي پاتې نشي:" مونږ له ټولو فرهنګي بنسټونو، نړیوالو بنسټونو، هنرمندانو، څېړونکو او ازادي غوښتونکو خلکو غواړو چې د دې خطرناک وضعیت په وړاندې غلې پاتې نشي او د افغانستان د فرهنکي هویت د دفاع لپاره عملي او موثر ګامونه پورته کړي. "
مونږ له ټولو فرهنګي بنسټونو غواړو چې د دې خطرناک وضعیت په وړاندې غلې پاتې نشي
د یادونې ده چې د تیر جمهوري نظام پر مهال په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د کابل پارک سینما هم د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په امر ویجاړه شوه.
دا کار بیا په کور دننه له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.
ښاغلي صالح هغه مهال کابل ښاروالې ته لارښونه کړې وه چې، دغه سینما ړنګه کړي ځکه په خبره یې اوسنی وضعیت یې د منلو نه دی.
نوموړي کابل ښاروالۍ ته دا هم ویلي و، کوم ځای چې دغه سینما پرې ودانه ده پارک کې شامل کړي او یا دې هم په پرمختللې بڼه جوړه یا هم د یو فرهنګي مرکز په توګه فعاله کړي.
سینما په ۱۹۲۳ کال کې د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته راغله.
د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اډانه کې د افغان فلم په جوړېدو سره سینما او هم د فلمونو جوړولو په دغه هیواد کې پرمختګ وکړ.
که څه هم په افغانستان کې د سینماګانو د شمیر په اړه بېلابیل شمېرې راپور شوي خو د ازادي راډیو د راپورونو پر بنسټ چې مخکې افغان سینماګرانو سره د خبرو پر بنسټ برابر شوي، په دغه هیواد کې ۳۸ سینماګانې موجودې وې چې ۱۷ یې په کابل او ۲۱ په نورو ولایتونو کې وې.
پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته ټولې سینماګانې تړلي دي.
مخکې یو شمیر افغان سینماګرانو ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو، هغه پروډکشنونه او سینماګران چې په شخصي لګښت یې فلمونه جوړول، اوس د ډېرو کارونه په ټپه درېدلي دي.