د اوکراین ولسمشر وویل چې په راتلونکې کې د دونېڅک او زپروژیا د اټومي مرکز د واک برخلیک هغه اصلي لانجمن موضوعات دي چې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو په طرحه کې اشاره ورته شوې ده.
ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ وویل، واشنګټن لا هم پر دې ټینګار کوي چې کیف دې روسیې ته امتیازات ورکړي چې د دوه زره دوه ویشتم کال له فبروري راهیسې په اوکراین کې پیل کړې جګړه ودروي.
زیلینسکي زیاته کړه چې واشنګټن غواړي چې اوکراین له دونیڅک څخه خپل سرتیرې په شا کړي او هلته د اوکراین او روسیې ترمنځ حایله سیمه جوړه شي چې نظامیان پکې نه وي.
د اوکراین ولسمشر بیا وویل، د واشنګتن د سولې طرحه د ځینو په باور داسې ده چې د روسیې ډیرو غوښتنو ته پکې پاملرنه شوې ده او د دونیڅک او زاپروژیا د اټومي مرکز په اړه لاهم خبرې روانې دي او که چیرته د اوکراین د خاورې د کومې برخې په اړه پریکړه کیږي هغه باید د اوکراین د خلکو له لورې وشي.
زیلینسکي بیا وویل، د اوکراین خلک باید دې ته ځواب ورکړي، که د ټولپوښتنې له لارې ځواب ورته پیدا کوي یا یې د ټاکنو له لارې ورته پيدا کوي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دوشنبې د ډسمبر په اتمه په لندن کې د بریتانیا له صدراعظم کاییر سټارمر، د جرمني له صدراعظم فریدریښ میرڅ او د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره خبرې وکړې او د یوشمیر راپورونو له مخې تر دې غونډې یوه ورځ وروسته یې له واشنګتن سره د سولې پلان شریک کړ.
اوکراین په رسمي ډول د چهارشنبې په ورځ وویل چې د جګړې د ختمېدو د طرحې نوې بڼه یې واشنګټن ته سپارلې، خو زیاته یې کړه چې د امریکا تر ځواب پورې به د بدلونونو جزییات نه څرګندوي.